
یو ملګری مې له دوه کلن ځنډ وروسته ولید، وړه او خوږه پرېښته یې په لاس نیولې وه، له جوړ تازه وروسته ورټیټ شوم د پرېښتې له وریښمین غمبري مې چرپ پورته کړ، ومې ویل: ماشاءالله څه خوږه پږه لورکۍ دې ده، ظالمه سړیه! له واده دې ولې نه یم خبر؟
زر یې راغبرګه کړه: دا زما لور نه ده! زما وریره ده!
ماوې: دا څه وایې؟ خو لاړ شه کوم ډاکټر ته، د ځان غم وخوره!
خولۍ یې له سر راکوزه کړه له ورون یې ټس پرې پورته کړ خوله یې رانږدې کړه غلي یې ویل: وسړیه! ما ته یې لا واده نه دی کړی!
ماوې: ولې؟
په اوففف! سره یې راغبرګه کړه: د مشر ورور مې څلورم کال د واده ووت، دوه یې راوړل، زما چې ورپسې وار دی لا هم لکه کونډ ګرځم، همدې غم ته زۀ هم ژاړم چې په کټ کې به اوړې او راوړې خو څه به په لاس نۀ درځي!
ماوې: دغې خبرې دې ما ته په خوړۀ د پورې کلي مجرد شاه دین رایاد کړ.
شاه دین چې یو ساده سړی دی مشر ورور یې په غوږو دروند ( کوڼ) دی خو تر ده هوښیار دی.
کله چې غواړې، همدغه کاڼه ته خبره وکړې نو لومړۍ به په خپلو غوږونو کې دواړه ګوتې تخته کوې او له هغې وروسته به بیا دۀ ته خبره ورتوغوې.
دغه کوڼ چې ښځه وکړه نو وار یې د ساده ورور راورسید، د کلیوالو په خبره یې؛ د دې لپاره چې د ورور میرات یې اولادې ته پاتې شي نو همدغه ساده شاه دین یې په نن او سبا کې تر شپېتو کلونو لکه کونډ راوست.
اوس چې له دغه شاه دین سره کوم ځوان مخ شي نو له ستړي مه شي وروسته یې لومړنۍ پوښتنه دا وي: ښځه دې شته؟
که ځوان ووایي: هو شکر!
نو شاه دین، بیا ورغبرګه کړي: بختور یې چې خدای د پښه پر بالښت له اوړیدو بچ ده، راشه ما ته چې په دې زړښت کې هم، یو بالښت نه راته ټینګیږي، له ځان سره یې په اوړیدو او را اوړیدو کې مالوچ باد کړم، په میاشت کې خامخا یؤ نوی پوخ وراغوندم.
ملګري مې چې دا خبره واوریده رډې رډې سترګې یې راووتې په بیړه یې وویل: یاره! لاړ به شم ضرور کار راته پیدا شو!
ماوې لاړ شه خو چې په کور کې کوم ورانی ونۀ کړې.
سړی په ګړندیو ګامونو روان شو.