د قندهار والي خوشبختانه د خلكو شكاياتو ته رسيدل يعنې هغه نیک کار کړ پېل کړ چې د وردګو والي جناب فدایي صیب مخکې پېل کړای وه.
دواړه د قدر وړ شخصیتونه دي.
خلکو ته او مشکلاتو ته یې رسیدګي عالي اقدام او كار دې.
خو ګمان کوم چې دوی دقت او دقیق مسلكي همكارانو ته نوره هم اړتیا لري؟
دا خلک او عرایض راځي او خواستې لري نو داخواستې قانوني دي که غیر قانوني دا بیا روسته مالومیږي.
دوم والی صیب باید ددې ناستو او ولاړو په ترڅ کې نور دولتي مراجع تعویض نه کړي بلکې دا کار باید او باید د سیستمي تغییرات راوستلو لار پرانیزي او هغه مسؤلین چې امورو ته رسیدګي نه ده کړې د قانون منګولو ته وسپاري.
د څارنوالی سره د والي صیب نږدې اړیکې او د حاکمیت متخلفین عدلي پيګرد ته معرفي کول پکار دي.
والي صیب باید قوي حقوقی دفتر ولري او امور قانوني چوکاټ ته واچوي.
دا او داسې نور تدابیر او اقدامات چې سیستم فعال شي او هر دولتي مرجع د قانون د دیکتاتورۍ سمبول شي.
نو بیا هله دی چې د ددوی کار ښې پایلې لرلای شي.
داسلامي حزب مشر جناب ګلبدین حکمتیار د ایران د جمهور رئيس او د ایران افغان ضد پالیسیو په هکله موضع او افغاني موضع او رسالت اداء کوي.
د سولې خادم او په افغانستان کې د افغان او مسلمان ولس د حاکمیت لپاره هره ناسته كې هوډ او تعهد تجدیدوي او د امیدوارۍ خبروباندې تأکید کوي. یو شمېر نور افغان وطنپال عناصر ملي او رغنده د امید ډکې خبرې او مواضع اعلانوي او لري.
داحمد شاه مسعود د بنیاد مشر د قومي تربنګنیو د تشدد خبرې کوي او د پاکستان استخبارات په افغانستان کې د قومي، ژبنیزو او سمتی او
اختلافاتو د تشدد خبرونه او مواضع نشروي.
د ایران جمهور رئيس د خپل وطن موضع چې د افغانستان د اعمار او ابادۍ مخالفت کوي په څرګنده بیان کړل.
خو زه تکراراً او تأکیداً وایم چې پاکستان او ایران د خپلو اهدافو او موخو د حصول لپاره خرابکاره تدابیر عملي کړي او کوي. د پدرامیانو، جنبش روشنایی او رستاخیز کړنې یې ښکاره اقدامات دي. سلاح توذيع كوي او مسلح مخالفين تمويل او تسليح كوي. اوس نو ماته او افغان ولس ته به جالبه وي او جالبه ده چې افغاني لوری د خپلو مواضعو او موخو د اعلانولو په څنګ کې ددې مواضعو د عملي کولو لپاره د کوم مشخص عملي اقدام او تدبیر لپاره کوم مشخص اقدامات او تدابیر لري او عملي کوي؟ که دا مواضع هسې خبرې د عمل نه پرته وي نو بیا هغه حد اقل کار او حتی د وقت ضیاع بولم او د ملت د خواستو او توقعاتو خلاف دی.
زه او ټول ملت دا توقع لري چې افغاني دولت، حاکمیت او انفرادي احزاب او سازمانونه او سیاسي او مدني تشکلات د خبرو او مواضعو څنګ ته د مشخص تدبیر او اقدام طرحې او عملي قدمونه هم ولري.
9/7/2017
دوكتور صلاح الدين سعيدي
وروستي