هېڅکله به هېڅکله به تیار نشې

  لیکوال:بيهان بوداک  ژباړن:منيب الرحمن رحماني   هېڅ وخت  طلايي فرصتونو ته مه منتظر کېږه، مخې ته چې کوم انتخابونه لرې هغه وڅېړه، بريالي انسانان فرصتونو ته نه په تمه کېږي خپله فرصتونو جوړوي.   ډېر کله چې د يو کار فرصت مخې ته راشی له لاسه يې ورکوو ځکه فکر کوو چې ورته تيار نه يو، پوره معلومات نلرو يا فکر کوو چې تجربه نلرو او په آخر کې هغه فرصت له لاسه ورکړو.   ډارېږو چی غلطي ونکړو، څه به کوو؟،څه رقم به يي کوو؟،چېرته به ځو؟..   خو حقيقت دا دی که دې مخې ته هر څومره ښه فرصت راشی ته به هېڅکله ورته تيار نه وې، بريالي خلک تل د فرصت په اړه فوري اقدام کوي تياري ته نه ګوري ،خطر منی او داسې کاميابي ته رسېږي.   زموږ نه هېر خو موږ د ماشومتوب د دورې يو خاصيت لرو هغه دا چې د لويدلودخطر  سره سره کوشش کو چې پاڅېږو،په پښو و درېږو،حرکت وکړو د لوېدلو د خطر په منلو سره نوي شيان زده کو،تلل زده کوو،   خو څومره چې لويېږو هومره په ارام او تخت مینېږو،هم زحمت او خطر نه منو هم روښانه ژوند غواړو.   هر فرصت، هر کار ،هرپيل سختي او ځينې خطرونه لري،هيڅ کار او فرصت به سل په سلو کې د بريا ګرنټي درنکړي.    ترټولو بد احتمال به دا وي چې ناکام شو خو يو خوا به تجربه شی،بيابه ددې خطا نه ځان ژغورلي وي.تیار نشې   لیکوال:بيهان بوداک  ژباړن:منيب الرحمن رحماني   هېڅ وخت  طلايي فرصتونو ته مه منتظر کېږه،مخې ته چې کوم انتخابونه لرې هغه وڅېړه، بريالي انسانان فرصتونو ته نه په تمه کېږي خپله فرصتونو جوړوي.   ډېر کله چې د يو کار فرصت مخې ته راشی له لاسه يې ورکوو ځکه فکر کو چې ورته تيار نه يو،پوره معلومات نلرو يا فکر کو چې تجربه نلرو او په آخر کې هغه فرصت له لاسه ورکړو.   ډارېږو چی غلطي ونکړو،څه به کو؟،څه رقم به يي کو؟،چېرته به ځو؟..   خو حقيقت دادي که دې مخې ته هر څومره ښه فرصت راشی ته به هېڅکله ورته تيار نه وې،بريالي خلک تل د فرصت په اړه فوري اقدام کوي تياري ته نه ګوري ،خطر منی او داسې کاميابي ته رسېږي.   زموږ نه هېر خو موږ د ماشومتوب د دورې يو خاصيت لرو هغه دا چې د لويدلودخطر  سره سره کوشش کو چې پاڅېږو،په پښو و درېږو،حرکت وکړو د لوېدلو د خطر په منلو سره نوي شيان زده کو،تلل زده کوو،   خو څومره چې لويېږو هومره په ارام او تخت مینېږو،هم زحمت او خطر نه منو هم روښانه ژوند غواړو.   هر فرصت، هر کار ،هرپيل سختي او ځينې خطرونه لري،هيڅ کار او فرصت به سل په سلو کې د بريا ګرنټي درنکړي.    ترټولو بد احتمال به دا وي چې ناکام شو خو يو خوا به تجربه شی، بيا به ددې خطا نه ځان ژغورلي وي.