څنګه کولی شو له وسوسو ځان وژغورو؟

ليکنه : بديع زمان سعيد نورسي ژباړه: منيب الرحمن رحماني   وسوسې په دې معنی د ناشتون او ناموجود حالت،کار په اړه داسې فکر کول لکه چې واقع شوي وي يا واقع شي او واقع کيږي.   وسوسې د غم غوندې دي که اهمیت ورکړې نور هم لويېږي  که يې کوچنی ونيسو او اهميت ورنه کړو نو پخپله خاموشېږي او ورکېږي.   وسوسې مچيو/غومبسو غوندې دي که ورسره مقابله وکړې نور دې هم چيچي او که ورڅخه تېښته وکړې او زر ځان لرې کړې نو يا به دې کومه يوه وچيچي يانه او بچ به شې.   که دوسوسې څخه و ډار شو نو مريضی ته مو رسوي او که ونه ډار شې په قصه کې یې نشې خفیفيږي وړېږي او ورکېږي.   که چېرې په وسوسو اخته سړی  د وسوسې په ماهيت پوه نشي نو وسوسې دوام کوي او ډېرېږي،پدې نه پوهېږي چې دی په وسوسو کې لوېدلی ،فکر کوي چې دا کار په ريښتيا ده ترسره کړی، په ځان حکم ورکوي او ځان ګنهګار ګڼي، حال دا چې هغه يو خيال دي او خيال بغير دعمل او اقرار نه اعتبار نلري.   يوڅه داسې دي چې په موږ پورې اړه لري هغه دا چې که يو سړی ټوله ورځ حرامو ته وګوري،حرام واوري،حرام وخوري نو ښکاره ده چې ذهن به يې له همدې شيانو ډک وي.   شيطان لومړي وسوسه زړه ته اچوي که زړه قبوله کړه نو دا ډېری بدې پايلې لري خو زړه وسوسه په اسانی نه قبولي زړه چې وسوسه رد کړه نو د سړي په فکر کې د وسوسو تصويرونه جوړېږي،کله چې په لمانځه ودرېږي،يا قرآن لولي نو فکر ته يي داسې خبرې او تصويرونه ورځي چې د ادب او دالله د شان ددايرې نه بهر وي،   دلته کار يوڅه خطرناک کېږي په وسوسه اخته کس  فکر کوي چې دده زړه تور شوی يا ډیر زيات ګنهګار دی او نور الله ته روي نلري،فکر کوی چې دی دومره ګستاخ او بی ادبه دی چې ان د الله په اړه داسې سوچونه کوي،   نو دلته په وسوسه اخته کس غواړي هرڅه ژر ددې حالت په ځان وژغوري نو عبادت پرېږدي ځي سندرې اوري ځان په يو بل څه مصروف کوي ترڅو ددې وسوسو نه خلاص شي،نا امیده کېږي نو د شیطان هدف همدغه دی.   نو اې د وسوسې په مرض مبتلا انسانه په تلاش کې کېږه مه،هرطرف ته منډې مه وهه،ځکه ستا فکر ته چې څه راځي يوازی خيال او وهم دی، ايمان دا دی چې سړی په زړه تصدیق او په ژبه اقرار وکړي او بی ايماني ددې برعکس نو ته په دې خفه يې چې داسې فکرونه کوې نو تا په زړه تصدیق ونه کړ چې تصديق دې ونکړ نو په ژبه هم نه وائې نو دلته ثابته شوه چې ګناه په تا کې نه ده.   ته د فکر مسؤل نه يی،جزا او مکافات به د عمل ورکول کېږي نه د خيال او فکرونو،نو دا يوازي خيال،وهم او فکرونه دي او هيڅ اعتبار،حکم او ارزښت نلري.   دا خبرې او فکرونه ستا د زړه نه دی ځکه ستا زړه خفه او ناراضه دی،غمجن یې نو دا ستا د زړه سوچ او خيال هم نه دی ،نه ستا فکر دی نه ستا عمل نو پوه شه چې دا دشیطان وسوسې دي.   دوسوسې خطر هغه وخت دې چې وسوسې ته خطرناک فکر وکړې حال دا چې وسوسه هيڅ ده.