اسمان کلی

تڼي ولسوالي د خوست ولايت په جنوبي برخه کې موقعيت لري، چې له ختيځه سپېره، له شماله نادرشاه کوټ او اسماعيل خېل و مندوزي، له لوېديځه د ګربزو  ولسوالۍ او له جنوبه د پاکستان هېواد ګډې پولې ورسره لري.
په تڼيو کې يو مهم او تاريخي زيارت دی، چې هره ورځ لسګونه سيلانيان ورته راځي. ياد زيارت د ،آسمان کلي، په دنګو غرونو کې دی.
خلک ځکه ورته اسمان کلی وايي چې د خوست د نورو غرونو په پرتله څو برابره لوړ دی؛ دا غرونه بيا د سليمان غرونو په امتداد پراته دي او په دې لوړو څوکو کې د (کوچانو) کلی دی.
د يادې سيمې شنو درو، دنګو نښترو، جلغوزيو، شنو لمنزو او څېړۍ ونو، د خلکو پام ور اړولی او ځانګړې طبيعي ښکلا يې وربښلې ده.
ياد زيارت د سيمې خلک، په کليوالي ژبه، (ادمامد) بولي؛ اصلي نوم يې (آدګل او مادګل ) دی؛ د دوی په اړه ويل کېږي چې دواړه وروڼه وو او د وخت نېک او پرهېزګاره خلک تېر شوي؛ اوس هره ورځ، په ځانګړي ډول، د پنجشنبې او جمعې په ورځو يې، ډېری کسان زيارت کولو ته ورځي او ان د دواړو اخترونو مېلې همدلته کیږي.
خلک د ادمامد د زيارت په اړه بېلابېل نظرونه لري؛ په اصل کې دا دواړه د تڼيو (ورژلې) قوم، د يو صوفي او روحاني شخصيت (اداژور) له اولادې څخه دي.
(ورژله) د تڼيو ولسوالۍ سرحدي سيمه ده چې د پاکستان له  وزيرو (مچه او بدرخېل) قوم سره پر پوله پرته ده او له هغوی سره خوښۍ او خپلوۍ هم لري.
په (۶۱۸) کال کله چې تموچین (چنګېزخان) د افغانستان پر خاوره حمله وکړه؛ لمسی يې (هلاکوخان) غوښتل، له دې لارې خپل پوځ هندوستان ته د ننه کړي، خو (ادګل او مادګل) یې مخه ونيوه او هلاکوخان يې په شا وتمباوه؛ په دوهم ځل هلاکوخان له شل زره پلي پوځ سره، بيا يرغل راووړ؛ (ادګل او مادګل) يې له خپلې کورنۍ او کابو يوولس سوه پلويانو سره، په شهادت ورسول او له وصيت سره سم د اسمان کلي په دنګ غره کې خاورو ته ورسپارل.
ددې غرونو يوه ځانګړتيا دا ده، که خال، خال وريځې هم راشي؛ چې د باران ډېر احتمال نه وي، بيا هم هره ورځ باران پرې ورېږي.
د يادې سيمې خلک ډېر مېلمه پال او وطن پال دي؛ کوم سيلانيان چې له نورو سيمو ورځي، ډېر درناوی او مېلمه پالنه يې کوي؛ په خپله سيمه کې چاته د ګډوډۍ او ناامنۍ، اجازه نه ورکوي؛ سيلانيان پرته له وېرې ورځي او په ډاډه زړه بېرته خپلو سيمو ته ستنېږي.
ځينې خلک له عقيدوي اړخه ياد زيارت ته ورمات دي؛ هغه کورنۍ چې اولادونه يې نه کېږي؛ د زيارت په ولاړو لرګيو پورې د خپلو ښځينه وو په لاس جوړ شوي دستمالونه تړي، يا نور څيزونه ورلېږي او د ځان لپاره، د اولادونو دُعا کوي چې دا کار د ديني عالمانو له انده ناروا عمل بلل کېږي.