دمور شېدې او دماشوم له پاره د هغې ګټې


1- د مور شيدي ماشوم له مكروبو څه ژغوري لكه اسهال او سينه بغل.
2- د مور شيدې انتي بادي لري چې ماشوم د بيلابيلو ناروغيو څخه ساتي.
3- د مور په شيدو كي د ودي فكتودونه وجود لري كوم چه دماشوم وده كړندۍ كوي ددماغ سيستم يې تقويه كوي د ماغ، پوستكي او كولمو ته يې وده وركوي.
4- د بآزاري شيدو برخلاف د مورشيدي الرجيك عكس العملونه مينځ ته نه راولي بلكي د مينځه يې وړي.
5- د مور شيدي خوړونكى ماشوم كې د خوږي د ناروغي او چنګاښ پيښي كمي دي
6- هغه ماشومان چې شدي روي د واكسين په وړانيدي ښه ځواب وايي او د مكربونو په وړانيدي مباريزه يې قوي ده.
7- هغه ماشومان چې دمور پى يي رودلي وي دوى ډير كم د غاښو او د هډوكو په ناروغيو اخته كيږي.
8- هغه ماشومان چه دمور پي يي رودلي وي ډېر ښه ټولنيز، روحي او ميانه روى مزاج لري.
څيړنو ښودلي ده چې هغه ماشومان چه د مور پي يي رودلي دي هغوي هوښيار او ذكي وي نسبت هغوماشومانو ته چه بازاري شيدي كې رودلي وي.
د مور لپاره د شيدو وركولو ګټي (Benefited for the mother)
1- دتي په وركولو سره د مور په وينه كې هرمون افرازيږي چه دمور زيلانځ ته تقلص وركوي په نتيجه كې د زيږون وروسته وينه تويدنه دروي.
2- كه مور په منظم ډول ماشوم ته پۍ وركړي نو مياشتني عادت يې ځنډيږي او دغه لار د بلاربښت څخه محينوى كوي. ترڅو چه مور ماشوم ته پى وركوي مياشتني عادت يې نه راځي. او مونه بلار به كيږي.
3- كومي ميندي چه ماشوم ته خپلې شودې وركوي هغوى ډير كمي د تيونو او تخمدانونو په چنګاښ اخته كيږي.
4- د تي په وركولو سره د مور په دماغي تشويش كې كوم چه د ماشوم د زيږيدو څخه وروسته مينځ ته راځي كموالى راځي.
5- د مور شدي د مور ستونزي كموي ځكه چې كه مور ماشوم ته بازاري شيدي وركوي لومړى په بوتل پاكوي بيا په شدي جوړوي بيا به يې ماشوم ته تياروي چه دا لار په ځانګړي ډول د شپي له مخي دير ستونزمن وي.
6- د مورشيدي د مور لپاره وټيزې (اقتصادي) دي.