له ثابت وروسته د بي ثباتي انديښني


لوى څارنوال عبدالجبار ثابت چه كله هم پرخپله چوكى و ګمارل شو نو په لومړي ګام كې يې اداري فساد پروړاندې د جهاد اعلان وكړ او د خپلې ژمنې سره سم يې پر ولايتونو څيړنيز سفر پيل كړ.
ډير ژرمو د خبري رسنيو واوريدل چې د هيواد په بيلابيلو برخو كې يې ولايتي چارواكې د اختلاس او له خپلو دندو څخه د ناوړې ګټې اخستنې په تور، توران او دپوره پلټنې له پاره يې زندان ته دننه كړل.
پكتياوال هم چه كله د ثابت ددي كړنو څخه خبرشول نو د هيلو غوټۍ يې وسپړيدي او وېي پتيله چې يوه نه يوه ورځ به خامخا ښاغلۍ ثابت د پكتيا په خاوره قدم ږدي او د هغه ادراي فساد ته به د پاي ټكۍ ګردي د كومو له كبله چې پكتياوال پوزې ته راغلي، ورسره به هغه ګوله هم د ظالمانو له ژور ستوني راكاژي كومي يې چه په خپلو زور ورو منګولو د مظلومانو له لاس ايستلي وي.
ددغه هيلو د پوره كيدو لپاره د پكتياوالي، ولايتي شورا او دپكتيا ادبي ټولني هم د هغه د راتګ او بلني لپاره غږ پورته كړ.
كله چې ددۀ د راتګ وخت راينږدي شو نو په پكتيا كې په دولتي مسئولينو او رئيسانو هم سړه لري تبه ولږيده، منډي رامنډي يې پل كړي، ځينو شكمنو مجرمينو په ميلونونو ميلونونو يې اختلاس كړۍ ؤ د څارنوال له راتګ مخكي يې خپل اسناد صفا كړه او يا خو يې د څيړنو پرمهال په غټو ريشوتونو او واسطو ځانونه خلاص كړه او د بشري له دغي اوږدي تبي تيرشول.
لاكن هغه تورن مامورين او مسولين چې په اداره نه پوهيدل اويا خويي د رشوت او واسطو ژوري جرړي نه درلودي. هغوي د څارنوال په پاخه او فولادي دام كې راګير شول چه اوس مهال د تورو تمبو شاته پراته دي. د پورته ملهوظاتو په نظر كې نيولو سره اوس پكتيا والو ته ژوري انديښني پيدا شوي دي چه آيا څيړني او څارني دي ته وايي په كومو كې چه لوۍ مجرمان او هغه چه د بيت المال او نورو وبډو په اخستني او اختلاس په وزله خپلي مزي او چړچې كوي او يوازي بي واسطي تورن مجرمانو تدي ولچك ور واچول شي. خدايزده دا بيا كومه لوبه پرمونږ پيل شوي؟!
كه لوى څارنوال صاحب د مجرمينو سره دغه ډول چلند كوي او يوازي بي خولي، بي زبانه تورن كسان نيسي او په هغو غرض نه كوي چه د ټولي پكتيا حق يې په جيبو كې. اچولي نو بيا يې پر ولايتونو د ګرځيدو هيڅ اړتيا نشته ځكه چه ناهيلي خو به نه يو او پدي فكر به ژوند تيرو چه يوه ورځ خو به داسې څوك پيدا شي چه له دغه مجرمانو پوښتنه وكړي او ګريوان نيولي يې د قانون منګولو ته وسپاري.