
یؤ ملګری مې په پوهنتون کې د لومړي سمستر ازموینو ته راورسید، سره له دې چې زما هم د درېیم سمستر ازموینه رارسیدلي وه، نو په مازدیګر کې یې پر موټر سایکل سپورکړم، درې څلور کلیه یې واړولم آخر یې د یو ملا کور ته ودرؤلم.
ترې ومې پوښتل: وسړیه! دا خو د ملا کور دی تا څه ته راوستم؟
خوله یې غوږ ته رانږدې کړه پټ یې وویل: سبا مې د لومړي سمستر ازموینه ده، دا ملا راته چا وښود ویل یې؛ زبردست ملا دی، داسې تعویذ کوي چې په ازموینه کې دې په لوړه درجه په ضیموارۍ بریالی کوي، راغلم چې تعویذ ترې واخلم.
ماوې: دا خو ډېره ښه ده ځکه چې دوه ورځې وروسته خو زما هم ازموینه ده ماته هم یو ترې راواخله!
زه بهر موټرسایکل ته ودریدم او دی ملا ته ورننوت، داسې ښه شیبه وروسته ترې راووت، دوه تعویذه ورسره وو ویې ویل: په دواړو یې پنځه سوه واخیستې خو ته به بیا دوه نیم سوه کلي کې راکړې اوس پروا نه کوي.
ماوې: دوه نیم سوه نه پنځه سوه(۵۰۰) درنه جار خو چې په ازموینه مې بریالی وباسي!
بېرته راروان شوو، ماښام راورسیدو.
په منډه کور ته ننوتم تعویذ مې په سرو رنجو کې له مزي سره مور راته وګنډلو او په شنه ماسختن مې غاړې ته کړ.
دوه شپې مې په ډاډه زړه تر سهاره خوب وغراوۀ.
په درېیم ماسپښین چې له کور راووتم ګورم چې ملګری مې سر ټیټی او خپه په کوڅه کې روان دی، له ستړي مه شي وروسته مې ترې وپوښتل: څنګه داسې کوږ وږ یې خیر خو دی؟
یو خو بلخوا یې وکتل چې څوک نږدې نه وي، بیا یې په مړچغن غږ وویل: نن مې په پوهنتون کې د نمرو لېست کاته په ټولو ټولګیوالو کې یوازنی کس زه وم چې استاد چانس کړی یم.
د دغې خبرې په اوریدو سره مې په غاړه کې تعویذ سره سکروټه شو زر مې غاړې ته لاس کړ تعویذ مې راوشکاوۀ، د خټين دیوال په یؤ غار کې مې زر زر تخته کړ، بې له دې چې له ملګري سره مخه ښه وکړم، راتاو شوم او د کور په لور مې منډه کړه، کتاب مې راواخیست له ماسپښینه تر سهاره ورته بند شوم.
په دویم سبا مې ۸۷ اتیا نمرې وړي وې.