
له هغې ورځې راپه دېخواچې افغان ولس دپخواني شوروي اتحاد دشيطانۍ دسيسواوتجاوزپه پايله كې يوله بله سره بېل اوپه خپلومنځوكې يې سره يودبل په مقابل كې ودرول،له هغې وروسته بياافغان ولس ښه ورځ نه ده ليدلې.
په بېلوبېلونومونواوپلموسره وژل كېږي اوپه بېلوبېلو رنګونواونيرنګونوسره يي سپكاوى كېږي،نه ګاونډيانوپه دې ولس رحم وكړاونه هم نړيوالولويوطاقتونو چې ځانونه مهذب،عادل اودبشردحقوقو داعادي علمبرداران بولي.
درپوټونوله مخې دامريكادمتحده ايالتونودجنوبي كرولينايوه مشهوره ورځپاڼه ”سن”ددغه هېوادديوپوځي مقام په حواله ليكي چې دهلمندولايت په مارجې كې چې هلته نړيوال ځواكونه له ((انګليسي اوامريكايي)) دملي اردوپه ګډون په تصفيوي عملياتوبوخت دي، خلكوته دسراومال دزيان اوښتوپه بدل كي پيسې ټاكلي،دغه پوځي مقام چې ”سن” ورځپاڼې ته يې معلومات وركړي ”جين هيكس” نومېږي جين هيكس دجنوبي كرولينا ”سن” ورځپاڼې ته ويلي دي چې كه موږ يوملكي افغان ووژنوپه بدل كې يې ۱۵۰۰تر۲۵۰۰ډالروركوو،كه يې دبدن كوم غړى له منځه يوسو اويايې سخت ژوبل كړو هغه ته له ۶۰۰تر۱۵۰۰ډالره وركوو.
په همدى ترتيب كه هغوى ته مالي زيان ورسېږي يعني موټرموورخراب كړى وي هغوى ته له ۵۰۰تر۲۵۰۰پورې ډالروركوو.
كه دهغوي پټى اوباغ ته زيان ورسېږى هغوى ته له ۵۰څخه تر۲۵۰ډالره وركوو.
دغه راز كه څوك دطالبانوپه اړه رپوټ اومعلومات راكړي ددوى ددې كارپه بدل كې هم پيسې وركوو.
دامريكادمتحده ايالتونوپه رسنيوكې دداسې رپوټونو خپرول بې له دې چې افغان ولس په روحي اومعنوي لحاظ وځوري اوويې ځپى بله هېڅ نتيجه ترى نه اخيستل كېږى دالومړى ځل نه دى چې دوى دافغان مسلمان ولس سپكاوى كوى بلكې په تېرواووكالونوكې دداسې له سپكاوي ډكو اعمالوډېرموارداونمونې شتون لري چې دهغوى له جملې څخه دبهرنيوعسكروله خوا دشپې په تلاشيوكې دنارينه ووژل اودښځو اوماشومانوپه سپيوداړل دداسې سپكاويو يوه ژوندۍ نمونه ګڼل كېږي په سپيوباندې دښځو اوماشومانو په داړلوسربېره بيادامريكا يولوړپوړي مقام دامريكا دولسمشر مرستيال جوبايډن په ډېركبر اوغرورسره داهم ووايي چې كه زموږ سپي څوك وداړي هغه به حتماًترهګروي.
آيازموږ دغربي دوستانوديوويشتمي پېړۍ دتهذيب ،تمدن، دانسانانوترمنځ دبرابرۍ دشعاراودبشردحقوقو دتامين اوددېموكراسۍ داعادې معناهمداده،هرڅوك چې زورلري وسلې لري اوقوي اقتصادلري هغه دې په نوروبې وزلواوجنګ ځپلو ولسونوملنډې ووهي.
په امريكايي رسنيوكې دامريكايي پوځيانوداډول څرګندونې دټولونړيوالوقوانينو،ارزښتونو اوانسانيت ته څرګندسپكاوى دى.
دامريكا دجنوبى كارولينامشهورى ورځپاڼى ته دامريكا يوپوځي مقام ”جين هيكس” څرګندونوپه افغانستان كې دناتو اوامريكاترټولولوړپوړي قوماندان مك كرستيال په هغوټولو ژمنو خاورې واړولې كومې چې نوموړى قوماندان دملكي تلفاتودمخنيوي اودافغانستان دفرهنګ،دوداودستوراوقوانينودمراعاتولوپه اړه يې له افغان ولس سره كړې وې.
داچې امريكايي پوځيان ديوبي ګناه افغان چې هغه ماشوم وي اوكه بالغ دسربيه دوه نيم زره ډالره ږدي اوياديوملكي افغان دټپي كېدو بيه يوازې ۵۰۰ډالره بولي يولامل يې زموږ دهېوادهغه دګوتوپه شمار ذليل كرېكټرونه دي چې پرديو ته يې دخپل ولس اوخپل هيواددلوړوګټو په خلاف له هېڅ ډول چوپړ اوجاسوسۍ څخه ډډه نه ده كړې اودڅوپيسو په مقابل كې هرډول سپكتوب اوذلت ته دغاړې ايښودوله پاره چمتودي.
كه چېرې په موږ كې داسې كسان پيدانه شي چې دخپل شخصي قدرت اوشخصي ګټو له پاره له پرديو سره ملګرتياوكړي اويادخپل ولس په وړاندى خيانت وكړى ،بهرنيان هېڅكله هم زموږ له ولس سره داسې له سپكاوي ډك چلند نه شي كولى.
ددې لپاره چې افغان ولس دنوروله احتياجه خپل ځان ته نجات وركړى وي اودخپل ملى حيثيت ملي ارزښتونه يې ساتلى وي،ښه داده چې هغه هلې ځلې چې دهېواددولسمشر ښاغلي حامدكرزي له خواپه كاراچول شوي اودلندن په كنفرانس كې يې نړيوالوملاتړهم كړى دى، دټولوافغانانو له خوايي ملاتړوشي.
كه چېرې دامن شورا(ملي مشورتي كميټې) له تشكيل وروسته ددې شورادهلوځلو په واسطه دښاغلي حامدكرزي ددولت پلويان اومخالفين ديوې لويې جرګې په ترڅ كې په يوټغرسره كيناستل اوپه اخلاص سره يې دافغانى دوداودستورمطابق يوبل ته دپخلاينې لاسونه سره وركړل نولېرې نه ده چې افغان ولس به نور له دې سپكو نه خلاص شي نه به بيازموږ دوژنې پرسرڅوك يوڅوډالرږدي اونه به زموږ په هېواد كې هره ورځ په درجنو درجنو خلك وژل كېږى،هغه هم په داسى حال كې چى دواړه خوا وې افغانان دي.