مثنوي معنوي د مولانا جلال الدین محمد بلخي یو نړیوال مشهور اثر دی، دغه کتاب د نړۍ بېلابېبلو ژبو ته ژباړل شوی او تر اوسه ګڼ شمېر لوستونکي لري، لیکوال استاد سمیع الدین آرمان د مثنوي په اړوند وايي: د مثنوي د ابتداء حتمي نیټه ټاکل خو ډېر ګران کار دی، خو د رومي د بعضي حکایاتو نه معلومېږي چې دا د عباسي حکومت دور وه او تاتاریانو د عباسي خلیفه معتصم بالله قتل کړی وه، دا وخت د لومړني جلد املا تکمیل ته رسېدلې وه، دا د تاریخ په مطابق دولس سوه او اته پنځوسم کال دی. د مثنوي لفظي معنی ده (دوئیزه) یا دوه واله او په اصطلاحي معنو کښې دا هغه نظم ته وائي چې په هر شعر کښې دوه قافیې وي، یوه په اوله مصرع کښې او بله په دوېمه مصرع کښې.
د فارسي ادب په تاریخ کښې پینځو کتابونو ته نړیوال شهرت او اعتراف حاصل دی، د فردوسي شاهنامه، د سعدي ګلستان، رباعیات خیام، دیوان حافظ او بل دا مذکوره مثنوي معنوي دی. د مثنوي سره د معنوي د لاحقې وجه د کتاب د معنون سره نسبت رابرڅېره کولو لپاره اضافه شوې ده او بر محل ده، چې پکښې د عالم معاني د مظاهرو، د باطن د احوال او دروني معارف و اسرار مباحث د شاعرۍ په صورت کښې ناوې کړی دي.
په ۱۳۵۰ کال په لومړي ځل سره مرحوم مولوي صالح محمد کندهاري د مثنوي معنوي د شعرونو یو څه برخه پښتو ژبې ته وژباړله دغه وړوکې مجموعه د افغانستان اکاډیمۍ د پښتو د انکشاف او تقویې ریاست لخوا د زر ټوکو په شمېر خپره شوه، خو د نثري کتاب ژباړې ته تر ډېره وخته چا زړه ښه نکړ، بلاخره په دې وروستیو کلونو کې د هېواد وتلي لیکوال ښاغلي نازکمیر زهیر بلخي دغه ستر کتاب خپلې خوږې ژبې پښتو ته په روان نثر وژباړه، ښاغلی زهیر د بلخ له یو تصوفي لیکوالانو او مشرانو څخه دی، چې تر اوسه یې ګڼ شمېر تصوفي، عرفاني او ادبي کتابونه خپلې مورنۍ ژبې(پښتو) ته ژباړلي او اوس هم د خپلې ژبې د بډاینې په موخه یې دغې تګلارې ته ادامه ورکړې ده. ښاغلی زهیر د مثنوي معنوي د روان نثر د سریزې په یوه برخه کې لیکي: مثنوي معنوي د مولانا د عرفاني، کلامي او فلسفي تجربو ستره مجموعه ده، هغه د خپلو عرفاني، اخلاقي او تربیتي نظریو د اظهار لپاره له قراني قصصو، نبوي احادیثو او تاریخي پېښو نه ستره ګټه اخیستې...
سمیع الدین آرمان په زرپاش ( د نړیوال ادب د نمائنده طویل نظمونو تعارف او خلاصه) کې وړاندې د مثنوي د تعارف اړوند لیکی: د مثنوي معنوي د مرکزي خیالونو خلاصه داسې ده، چې د هغه د نفس د سفلي صفاتو او خود فریبۍ د رجحاناتو په حقیقت او ماهیت خبره پیل کوي، نتائج یا مصولات د علت او معلول د چاڼ نه راتېروي او د الهامي تعلمیاتو د سرو اوبه ورکوي، او وړاندې د انساني حقیقت د فنائیت او د خالق د حقیقت د بقاء او وجود ارفع تفهیم رامخې ته کوي.
ښاغلي زهیر دغه کتاب په شپږو دفترو کې ژباړلی چې په هر دفتر کې بېلابېل مضامین، کیسې، مثالونه او مناجات راغلي د مثال په ډول په لومړي دفتر کې دغه مطالب راغلي: پاچا په مینځه مینېږي، د توتي او بقال کیسه، د هغه یهود پاچا کیسه چې نصرانیان به یې وژل، د حیواناتو او زمري کیسه، د سلمیان او هد هد کیسه او نور. په دې ژباړل شوي کتاب کې واقعین ډېر ګټور، روزنیز او پوهنیز داستانونه راغلي که چېرته لوستونکی یوځل د دغه کتاب لومړۍ برخه ولولې نو بیا خو به ځان مجبور ګڼي چې ټول کتاب سر تر پایه وګوري. د دې کتاب هر داستان، مثال او په ټوله کې هره برخه یې یو تعلیم دی. زه له دې کتاب څخه د ( مېږي پر کاغذ روان وو د قلم لیکل یې ولیدل) تر سرلیک لاندې یو داستان راوړم. څو مېږي د کاغذ پر مخ تېریدل یو خطاط پر لیکنه بوخت و، یوه مېږي ولید او نور یې هم خبر کړل، دوی د دې مسلې په هکله خبرې پیل کړې. لومړني مېږي وویل: وینۍ دا قلم څه حیرانونکي انځورونه کاږي. دویم مېږي وویل: دا ګوتې دي چې هنر پنځوي کنه دا ډنګر قلم هیڅ قدرت نه لري.، درېیم مېږي وویل: تاسې دواړه تېروتي یاست، ګوتې له مټو زور اخلي. بیا دا ټول ښکلي انځورونه د مټو له برکته دي. هغوی همداسې پورته روان ول تر دې چې د هغو هوښیار او زیرک مشر وویل: دا د مټو او صورت هنر نه دی، تاسې نه وینۍ چې له خوب او مرګ سره د بدن غړي خوځېدای نه شي، نو دا ټول انځورنه د عقل کار دی، هغه هوښیار مېږی هم نه پوهېده چې عقل او زړه هم د خدای له تلپاتې فیض او پېرزوینې پرته بېکاره مړه او بېځانه وي. همداسې د کتاب په پنځم دفتر کې هم ډېر زړه راښکونکي او خواږه مناجات راوړل شوي او د حضرت محمد ص د قولونو او ویناوو تفسیرونه هم یادولی شو. همدا راز د کتاب په یوه برخه کې راغلي: انساني تن مېلمستون ته ورته دی. ای ځوانه! انساني تن مېلمستون ته ورته، هر ګهیځ یوه نوي مېلمه ته ښه راغلی وايي، نو مېلمه پاله اوسه او مه پرېږده هغه دې له کوره ووځي، ځکه سوچ یا فکر ژر خوابدی کېږي او د عدم پر لور درومي، فکر لکه یو دروند مېلمه له غیبي عالمه د انسان زړه ته رارسېږي، نو د هغه ښه پالنه وکړه. په دې ډول د دې کتاب هره نثري ټوټه د قدر وړ ده او په هر نثري برخه کې یو لوی درس موجود دی. دا چې دغه ابتکار ښاغلي نازکمیر زهیر بلخي کړی او مثنوي معنوي به نثر روان فارسي یې په پښتو روان نثر ژباړلی دا یو ستر شاهکار ګڼلی شو. پښتو ژبه د ژباړې له پلوه ډېره خواره ده؛ خو په اوس، اوس وخت کې د هېواد یو شمېر لیکوالانو دې ته هڅې پیل کړي، چې له نورو ژبو څخه نړیوال شاهکارونه خپلې خوږې ژبې ته راوژباړي. په دې برخه کې د استاد لطیف بهاند، زهیر بلخي او نورو لیکوالانو نومونه یادولای شو. زه پوره امید لرم چې زموږ ځوانان به دغه ګټور کتاب ضرور لولي او د مولانا بلخي له ګټورو حکایتونو څخه به ګټه اخلي. د نړۍ یو مشهور فلیسوف وايي: هر کتاب په یو ځل لوستلو ارزي. دا چې موږ په خپلو ماشومانو مطالعه نه کوو او په خپلو کورونو کې کتابونو لپاره ځای نه لرو دا زموږ خپله ستونزه ده. زه د لوی خدای له دربار څخه ښاغلي زهیر ته د اوږد عمر او روغ صحت غوښتونکی یم او زما له زهیر صیب نه دا هیله ده، چې په راتلونکي کې دې هم خپلې مورنۍ ژبې ته داسې ګټور اثار وژباړي تر څو نوي ځوانان او لوستونکي ترې ګټه واخلي. د ښاغلي زهیر مثنوي معنوي پښتو روان نثر دانش خپرندوې ټولنې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ کړی چې خپرندوی یې په خپله لیکوال دی. کتاب ۶۱۶ مخونه لري، چې په ښه کیفیت او په کلکې پښتۍ سره چاپ شوی. د دې کتاب د چاپ کال ۱۳۹۵ـ ۲۰۱۶ ز، دی. مثنوي معنوي پښتو روان نثر د هېواد په بېلابېلو کتابپلورنځیو له هغې جملې سروش کتابپلورنځی او دانش خپروندیه ټولنه ( اسد دانش مطبعه) کابل کې موندل کېدای شي .
وروستي