د امريکې سنا پنټاګون ته سپارښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د هند پياوړي پوځي حضور ته لاره اواره کړي

 
د امريکې د سنا مجلس پوځي او امنيتي کمېټې هغه لايحه منظور کړه، چې له مخې يې بايد  پيټاګون په افغانستان کې د هندوستان د پياوړي حضور او فعاليت لپاره لاره اواره کړي. تر دې وړاندې د  کانګرس د نماينده ګانو په مجلس کې هم ورته لايحه تصويب شوې ده او اوس بايد دواړه کمټې په يوه ګډه غونډه کې دا لايحه چې (NDAA-2018) نومېږي تصويب کړي او د وروستي لاسليک لپاره يې ولسمشر ته واستوي. دا طرحه تر هغه وروسته د امريکې په کانګرس کې د دواړو خونو پوځي کمېټو ته وړاندې شوه، چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ له نرېندرا مودي سره په کتنه کې په افغانستان کې د هندوستان رول وستايه. د ټرامپ اداره پدې وروستيو کې ډېره لېوالتيا ښيي چې هندوستان د افغانستان په دفاعي برخه کې خپله ونډه زیاته کړي. هندوستان د سيمې په کچه له افغانستان سره تر ټولو زياته مرسته کړې او تر اوسه يې د افغانستان په بيا رغاونه کې دوه ميليارده ډالره لګولې دي.
.