اقتصاد پېژندنه/ (۳۳ مه برخه)

عرضه
Supply
عرضه د توکو هغه مقدار چې په يو ځانګړي قيمت او ځانګړي وخت بازار ته وړاندې کېږي عرضه بلل کېږي، د ساري په توګه: که د يو ټن غنمو قيمت شل زره افغانۍ وي که شل ټنه غنم بازار ته وړاندې شي مانا دا چې د غنمو عرضه شل ټنه ده.
د عرضې اړيکه له قيمت سره: د تقاضا په څير عرضه هم له قيمت سره اړيکه لري، تر هغه چې د قيمت ذکر نه وي شوی، تر هغې وخته د عرضې مقدار نه معلومېږي. د ساري په توګه: که وويل شي د غنمو عرضه شل ټنه ده دا خبره بې مانا ده ځکه د قيمت په تغير سره په عرضه کې تغير راځي ځکه عرضه تل له قيمت سره اړيکه لري بې له قيمته عرضه هېڅ مانا نه لري.
عرضه او زيرمه supply and stock)): له زيرمې څخه موخه د توکو هغه مقدار دی چې پيدا شوی او په مناسب وخت کې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي. عرضه د زيرمې هغه مقدار دی چې په حقيقي ډول په ځانګړي قيمت بازار ته وړاندې کېږي که د توکي قيمت لوړ شي نو پلورونکی په ډېره پيمانه بازار ته توکي وړاندې کوي او خپلې زيرمې کموي او که قيمت ټيت شي نو پلورونکی زيرمه ډېروي او عرضه کموي. د ساري په توګه: که يو کروندګر شل ټنو غنمو زيرمه لري که په بازار کې د غنمو قيمت لوړ شي نو کروندګر بازار ته ډېر غنم وړاندې کوي او که قيمت يې ټيټ شي کروندګر بازار ته په کمه پيمانه غنم عرضه کوي. عرضه لاندې درې ډولونه لري...
۱- بازاري عرضه Market Supply)): له بازاري عرضې څخه موخه د يو توکي هغه مقدار دی چې په يو ځانګړي قيمت په بازار کې شتون ولري. دلته وخت ډېر لږ وي که په بازار کې د توکي قيمت لوړ شي نو په عرضې کې زياتوالي نه راوستل کېږي د ساري په توګه: که سهار بازار ته شل کوندې يخ خرڅلاو ته عرضه شي که په بازار کې د يخ قيمت لوړ شي د يخ په عرضې کې زياتوالی نه راوستل کېږي ځکه د يخ جوړولو لپاره شل ساعتو ته اړتيا ده چې نور يخ تيار شي له پورتنيو جملو څخه څرګنديږي هغه توکي چې ژر له منځه ځي ( يخ ،شيدې او ترکاري ) بازاري عرضه لري.
۲- لنډ مهال عرضه (Short Period Supply): لنډ مهاله عرضه هغې عرضې ته ويل کېږي چې د يو توکي خاص مقدار په ځانګړي قيمت بازار ته د لنډ مهال لپاره د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي له لنډ مهال څخه موخه څو اونۍ يا مياشتې وي . که په لنډ مهال وخت کې د توکو په قيمت کې لوړوالی راشي نو موجوده تولیدونکي کولای شي په ښه توګه بازار ته توکي عرضه کړي.
۳- اوږد مهاله عرضه Long Period Supply) ): اوږد مهاله عرضه هغې عرضې ته ويل کېږي چې د يو توکي هغه مقدار چې په راتلونکي د قيمت د لوړوالي په موخه نوې کارخانې جوړې شي او يا اوسنيو کارخانو ته پراختيا ورکړل شي .کولای شو چې عرضه په لاندې جدول کې هم واضيح کړو.

د في ټن قيمت
عرضه
10000 افغانۍ
200 ټنه
9000 افغانۍ
180 ټنه
8000 افغانۍ
160 ټنه
7000 افغانۍ
140 ټنه
Untitled
که د عرضې ګراف ته ځير شو، نو و به ګور کله چې قيمت لوړ شي عرضه هم لوړيږي يانې د قيمت په لوړيدو سره عرضه هم لوړيږي کله چې قيمت ټيت شي عرضه هم ټيټيږی ګراف راښايي کله چې قيمت 200افغانۍ وي تقاضا سل ټنه وي خو کله چې قيمت زر افغانۍ شي عرضه 400 ټنو ته لوړيږي.
د عرضې د ګراف ارتجاعيت: د عرضې ګراف کله پورته کله ښکته لوری نيسي چې دا ددې ښکارندوی ده که قيمت لوړ شي عرضه هم لوړيږي او که قيمت ټيټ شي عرضه کميږي د عرضې د ګراف ارتجاعيت لاندې لاملونه لري:
د ګټې کوشش : کله چې د يو توکي قيمت لوړ شي نو د کاروباريانو د ګټې په سلنې کې ډېروالی راځي ځکه هغو د ډېرې ګټې په موخه د توکي په عرضې کې ډېروالی راولي تر څو ډېر وپلوري .
د توکو د توليد په لګښت کې ډېر والی: د يو توکي د ډېر پيدا کولو لپاره متشبث د توليد نور عوامل پلوري چې د توليد عوامل ته تقاضا ډېريږي چې تقاضا ورته ډېره شي نو قيمت يې لوړيږي او کوم توکي چې پرې توليديږی قيمت يې لوړ وي نو دا توکي هغه وخت بازار ته عرضه کېږي چې قيمت يې لوړ وي ځکه دا په لوړ قيمت توليد شوی وي.
د عرضې قانون Law of Supply) ): په عمومي ډول معلومېږي کله چې د يو توکي قيمت لوړ شي نو متشبث هڅه کوي تر څو توکی په ډېره پيمانه بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي او که په بازار کې د توکي قيمت ټيټ شي، نو متشبث په لږه پيمانه توکي بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي، خلک دې ارتجاعيت ته د عرضې قانون وايي د عرضې قانون د تقاضا له قانون سره بلکل بدل دی کولای شو د عرضې قانون داسې تعريف کړو.
که نور عوامل ثابت پاتې شي که د يو توکي قيمت لوړ شي عرضه يې ډېريږي او که قيمت يې ټيټ شي عرضې هم کميږي.
د قيمت په لوړوالي سره د ګټې په مقدار کې ډېرښت راځي متشبث او سوداګر د ډېرې ګټې د تر لاسه کولو په موخه په عرضې کې ډېرښت راولي او که په قيمت کې ټيټ والی راشي نو متشبث د توليد لګښتونه په ډېره ستونزمنه توګه پوره کوي . متشبث د توکو د عرضې په مقدار کې کمښت راولي . کولای شو د عرضې قانون په لاندې جدول کې هم توضيح کړو.
د في ټن قيمت
عرضه
10000 افغانۍ
200 ټنه
9000 افغانۍ
180 ټنه
8000 افغانۍ
160 ټنه
7000 افغانۍ
140 ټنه
کولای شو چې د عرضې قانون په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو...
Untitled
په پورتني ګراف کې لیدل کیږي کله چې قيمت 700 افغانۍ وي د عرضې مقدار 140 افغانۍ وي، خو کله چې قيمت 800 افغانۍ کېږي د عرضې مقدار 140له ټنو څخه 160ټنو ته لوړه شي همداسې ادامه لري کله چې قيمت لوړېږي عرضه هم ورسره زياتېږي.
د عرضې د قانون فرضيات : (Assumptions of law of supply)
د عرضې قانون د تقاضا قانون په څېر هر وخت سمه نه ثابتېږي، بلکې هغه وخت دا قانون سم ثابتېږي، نور عوامل ثابت وي. چې دا نور عوامل د عرضې د قانون فرضيات دي، که په دې فرضياتو کې تغير راشي، د عرضې قانون سمه نه ثابتيږي .چې د فرضيات په لاندې ډول دي.
  • د توليد لګښتونه: د عرضې د قانون د سم ثابتولو لپاره بايد د توليد په لګښت کې توپير رانه شي، ځکه که د توليد لګښت کم شي د في واحد توکی کميږي،  خو په عرضه کې کموالی نه راځي او که د توليد په لګښت کې ډېرښت راشي، نو د قيمت په لوړوالي سره سره بيا هم په عرضې کې ډېرښت نه راځي.
  • د توليد ميتود: د عرضې د قانون د سم ثابتولو لپاره بايد د توليد په طريقه کې تغير رانه شي، ځکه که توکي په ښې او عصري طريقې سره توليد شي، نو خامخا د توليد په لګښت کې کموالی راځي چې قيمت ورسره ټيټيږي، خو په عرضې کې توپير نه راځي.
  • د کانونو مقدار : د عرضې قانون د سم ثابتولو لپاره اړينه ده چې د کانونو مقدار کې توپير رانه شي، ځکه که تغير په کې راشي د اومه موادو په قېمت کې هم تغیر راځي ارزانېږي او په قيمت اغېزه غورځوي چې په دې صورت کې د توکو قيمت ټيټيږي خو په عرضه کې تغير نه راځي چې ددې له امله د عرضې قانون سم نه ثابتيږي.
د عرضې د قانون استثنات (Exceptions of the law of supply):
د عرضې قانون ځيني وخت سم نه ثابتيږي چې د عرضې د قانون استثنات وايي:
  • د پيسو اړتيا: ځینې وخت پلورونکي ته د پيسو اړتيا وي نو هغه د پيسو د لاسته راوړلو لپاره په کم قيمت هم بازارته توکي عرضه کوي تر څو پيسې لاسته راوړي چې د عرضې قانون سره سمون نه خوري.
  • د راتلونکي په اړه ويره: که پلورونکي سره په راتلونکي کې د قيمتونو د ټيټوالي ويره وي نو خپل توکي سمدلاسه پلوري.
  • د ځای ليږد: که کاروباريان له يو ځايه بل ځای ته ګډه وکړي او د توکو د ساتلو لپاره له ځانه سره څوک ونه لري نو ټول توکي پلوري چې دلته هم د عرضې قانون سم نه ثابتيږي.
  • جنګ: د جنګ په حالت کې له خلکو سره د ځان غم وي نو ځکه په دې وخت کې سوداګر د خپلو توکو د خرڅلاو په فکر کې وي په کم قيمت هم خپل ټول توکي خرڅوي.
له پورتنيو استثناتو سره سره بيا هم دعرضې قانون د حقيقت څرګندوي چې که قيمت لوړ شي عرضه لوړيږي او که قيمت ټيټ شي عرضه هم کميږي.
 
په عرضه کې تغير
Changes in Supply
د عرضې پراختيا او راټوليدل (Extension and contraction in supply):
د عرضې پراختيا او راټوليدل په قيمت پورې اړه لري کله چې قيمت لوړ شي ورسره په عرضه کې زياتوالی راځي دې ته د عرضې پراختيا وايي او که قيمت ټيټ شي په عرضه کې کموالی راځي چې دې ته د عرضې راټوليدل وايي ..چې کولای شو په لاندې جدول کې هم ذکر کړو ...
دعرضې پراختيا                        د عرضې راټوليدل
في کيلو ګرام قيمت
عرضه
في کيلو ګرام قيمت
عرضه
10 افغانۍ
200 کيلو ګرام
16 افغانۍ
500 کيلو ګرام
12 افغانۍ
300 کيلوګرام
14 افغانۍ
400 کيلو ګرام
14 افغانۍ
400 کيلو ګرام
12 افغانۍ
300 کيلو ګرام
16 افغانۍ
500 کيلو ګرام
10 افغانۍ
200 کيلو ګرام
 
په پورتني جدول کې لیدل کيږي  کله چې قيمت 12 افغانۍ وي عرضه 300کيلو ګرامه خو کله چې قيمت 14 افغانيو ته لوړ شي نو بيا عرضه 400کيلو ګرامه کېږي چې دې ته د عرضې پراختيا وايي. خو کله چې قيمت 14 افغانۍ وي عرضه 400کيلو ګرامه کله چې قيمت 12 افغانۍ کېږي عرضه 300 کيلو ګرامو ته راټيټېږي چې دې ته د عرضې راټوليدل وايي.کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو...
Untitled
 
په پورتني ګراف کې کله چې قيمت 12 افغانۍ وي، عرضه 300 کيلوګرامه خو کله چې قيمت لوړ شي 14 افغانيو ته عرضه 400ګرامه کېږي چې دې ته عرضې پراختيا وايي خو کله چې قيمت له 12 افغانيو څخه لسو افغانيو ته راښکته کېږي عرضه 200 کيلو ګرامه کېږي چې د عرضې راټوليدل ورته وايي.
د عرضې لوړيدل او ټيټيدل (Rise and fall in Supply):
که د قيمت له تغير پرته په عرضې کې تغير راشي او يا په قيمت کې تغير راشي خو په عرضې کې تغير رانه شي دې ته د عرضې لوړيدل او ټيټيدل وايي په عرضه کې لوړيدل لاندې دوه بڼې لري.
  • قيمت پخوانی وي او په عرضې کې لوړيدا راشي: کولای شو په لاندې جدول کې موضوع ښه واضيح کړو.
في کيلو ګرام قيمت
عرضه
20 افغانۍ
100 کيلوګرام
20 افغانۍ
200 کيلوګرام
20 افغانۍ
300 کيلوګرام
په پورتني جدول کې لیدل کيږي چې کله قيمت 20 شل افغانۍ وي عرضه 100 کيلو ګرامه خو د ځينو عواملو له کبله قيمت هماغه پخوانی دی خو عرضه له 100څخه 200 ته لوړه شوې چې دې ته د عرضې لوړيدل وايي کولای شو په لاندې ګراف کې روښانه کړو.
Untitled
موږ او تاسو په ګراف کې ګورو چې قيمت ثابت دی خو په عرضه کې د بېلابېلو عواملو په تغير سره په کې ډېرښت راغلی. په لومړي سر کې قيمت شل افغانۍ ده عرضه 100 کيلو ګرامه د ځينو عواملو له کبله قيمت ثابت دی خو عرضه له سلو څخه دوه سوو کيلو ګرامو ته لوړ ه شوی د عرضې ګراف له (ss)څخه (s1s1) ته تغیير خوري په همدې ترتيب له (s1s1)  څخه (s2s2) ته انتقال مومي.
  • قيمت کم شي او په عرضې کې تغيیر نه وي راغلی: لاندې جدول ته ځير شی.
في کيلو ګرام قيمت
عرضه
20 افغانۍ
100 کيلوګرام
16 افغانۍ
100 کيلوګرام
12 افغانۍ
100 کيلوګرام
   په پوتني جدول کې لیدل کيږي چې په عرضه کې تغیر نه دی راغلی خو په قيمت کې تغیر راغلی کله چې قيمت شل افغانۍ وي عرضه 100 کيلو ګرامه خو کله چې قيمت 16 افغانۍ کېږي عرضه هماغه پخوانۍ 100کيلو ګرامه پاتې کېږي. کولای شو په لاندې ګراف کې هم واضيح کړو.
Untitled
په پورتني ګراف کې تاسو ګورئ چې قيمت تغیير خوري خو عرضه بيا ثابته ده ځکه کله چې قيمت (12) افغانۍ وي نو عرضه سل کيلو ګرامه او د عرضې ګراف په s کې قرار لري خو کله چې قيمت له (12) څخه (16) افغانيو ته لوړ شي نو عرضه بيا هم پخوانۍ خو د عرضې ګراف له s څخه S1 ته انتقال مومي همدارنګه کله چې قيمت (20) افغانۍ کېږي عرضه يو ځل بيا ثابته ده او ګراف يې (S2) ته تقرب مومي
د عرضې ټيټيدل لاندې دوه بڼې لري...
  • قيمت پخوانی وي او په عرضه کې کمښت راشي...
في کيلو ګرام قيمت
عرضه
20 افغانۍ
100 کيلوګرام
20 افغانۍ
80 کيلوګرام
20 افغانۍ
60 کيلوګرام
په پورتني جدول کې  لیدل کيږي  چې قيمت ثابت خو د ځينو عواملو د تغيیر له کبله د عرضې په مقدار کې تغيیر راغلی کله چې قيمت 20 افغانۍ وي عرضه 100 کيلو، په همدې قيمت عرضه بيا 80 کيلو او وروسته بيا 60 کيلو ګرامو ته راښکته کېږي.
Untitled
په ګراف کې تاسو ګوری کله چې قيمت 20 افغانۍ وي د عرضې مقدار 100 کيلو ګرامه او د عرضې ګراف په S2 دی خو کله چې قيمت تغيیر نخوري عرضه ډېريږي 80 کيلو ته لوړيږي چې د عرضې ګراف له S2 څخه s1 ته ټيتيږي په همدې ترتيب مخ ته ځي.
  • قيمت لوړ شي او عرضه پخوانۍ وي
في کيلو ګرام قيمت
عرضه
20 افغانۍ
100 کيلوګرام
25 افغانۍ
100 کيلوګرام
30 افغانۍ
100 کيلوګرام
په پورتني جدول کې لیدل کیږی چې د توکو عرضه ثابته ده او قيمت د تغير په حال کې ځکه کله چې قيمت 20 افغانۍ وي عرضه 100 کيلو ګرامه قيمت لوړيږي خو عرضه بيا هم ثابته ده په همدې ترتيب قيمت لوړيږي خو عرضه ثابته ده.
Untitled
په پورتني ګراف کې لیدل کیږی کله چې قيمت 20 افغانۍ وي عرضه 100 کيلو ګرامه او د عرضې ګراف s2 کې وي، خو کله چې قيمت 25 کېږي عرضه خو ثابته ده د عرضې ګراف له s2 څخهs1 ته پورته کېږي په همدې ترتيب نور هم پورته ځي .