چې سبايي اور يې بليږي دوى ترې ځينه

سيد بديع الزمان (هاشمي)
دولې او څنګه ځواب رانه مه غواړئ ،ځکه زه هم په دې نه پوهيږم چې ولې اوڅنګه مې له دې خلکو سره مينه پيداشوه .
هو! البته دومره ويلاى شم چې له ډير کوچنيوالي مې له دې خلکو سره په زړه کې مينه او علاقه شته ، اوله دومره کوچنيوالي، چې دهغه وخت عمر اندازه ماله هم نه ده معلومه ،چې زه به دڅو کالو په عمر وم چې له دوى سره مې مينه پيداشوه ، تاسې به وايئ چې داڅوک يادوي ؟ درته يې وايم کوچيان يادوم ، هغه کوچيان چې په اوړي کابل او ايلبند ته ځي او په ژمي بيا زمونږه او ستاسې ميلمانه وي ، هغه کوچيان چې دسبايي اور يې بليږي دوى ترې ځينه .
زمونږ دکلي برې خواته دغرونو يوه پراخه لمن راغوړيدلې ،چې هرکال يې دژمي پرموسم کوچيان په خپلو رنګينو خيمو ښکلې اورنګينه وي ، دهغوى دماشومانو کوچيانۍ لهجه ،دميږو او ورغمو اوازونه ، دسپوغپا دغره دغې شاړې لمنې ته يوه زړه وړونکې ښکلا وربښي ،ته به وايې چې دغره په دغه شاړه لمن کې پسرلنۍ ميله جوړه ده . او داميله هرکال دژمي په رارسيدو پيل او بيا دپسرلي په رارسيدو پاى ته رسيږي.
خداى خبر چې دسيمې نور اوسيدونکي به دکوچيانو په راتلو خوښ او دهغوى په بيرته تلو به خپګان کوي اوکه نه ،خو خداى شته لکه پورته چې مې يادونه وکړه ،ډير له کوچنيوالي راهيسي دکوچيانو په راتلو يو ډول خوښي احساسوم اوکه ووايم ژمی مې دهمدغه کوچيانو دراتلو له پاره خوښ دى ،مبالغه به نه وي او بيا دهغوى په بيرته تلو دومره خپه کيږم، لکه يو ډير نږدې دوست چې راځينې بيليږي ، خو بيا هم يادونه کوم چې دکوچيانو سره زما ددومره ډيرې مينې اوژورو اړيکو لا مل ما تراوسه په سم ډول نه دی درک کړی، چې د ولې او څنګه ځواب تاسې ته ووايم .
دادى بيا په ننګرهار کې دپسرلي نښې نښانې تر سترګو کيږې،دنارنجو ونو غوټيو ته ځان برابر کړى ، نو کوچيانو لکه دسيلانيو مرغانو خپلې وزرې وغوړولې او کرار کرار به خپلې خيمې راغونډوې ، زماپه زړه به بيا دپخو ا په څير دغم لوړې راخورې شي نو ځکه مې له ځان سره دشاعر دغه څو بيتونه زمزمه کړل چې وايي:

سږکال ژمې واورې ډيرې وکړې خدايه
چې کوچې اشنا مې څو شپې معطل وکړي
په کابل خو واورې اوري لايخني ده
اشنا ولې بيا دتللو تکل وکړي
بيا يي غا ړې غوټي وتړلې درومې
دزړه ښکار به مې نن بيا په درشل وکړي
اويا داڅو بيتونه چې وايي:
خدايه کړې معطله دکوچي کډه
بار مې ورسره ځي دزړګي کډه
ژمې څومره ښه وه اشنا دلته و
درومي يې کابل ته په سپرلي کډه
لاخو تيره ورځ ايله راغلې وه
نن يې څنګه بار کړه سمدستي کډه
خدايه تللى ژمى بيرته راولې
بياچې دلته راشي دلالي کډه
کاش چې اوړى ژمى اوسيدى دلته
څه به يې څارله( هاشمي) کډه