مخالف

اقرار کــــې مخـــــــالف دى په انکار کې مخـــــــــالف
عجيبـــه شان جـــانان دى په هر کار کې مخـــــــــالف
چې ناست مې پر اوږو وي، ښه خوشاله وي قانع وي
چې کوز يې لــــه اوږو کړم نيمه لار کې مخـــــــــالف
منمــــه هـــــر سړى کــــــوي پاچا پسې خـــــــــــــــبرې
خو ما غوندې به څوک وي په دربار کې مخـــــــــالف
بېګاه يې د مـــــــلا خـــــــــــــبرې ټولــــــــې ومنلــــــــې
چې پاڅېده لـــــه خوبـــه، شو سهار کې مخـــــــــالف
دې ټولې زمـــــانې مــــــې په نبض ووهلـــــــې ګوتې
يو تار يم د درې تارو پــــه سه تار کــې مخـــــــــالف
زمــــــا او ستا د دين نظر اوبهـــــ دي او اورونــــــــــه
ته ژوند کــــې مخالف، زه انتحار کــې مخـــــــــالف
هغــــــه سړى سړيو کـــــــې حساب نه دى ملګـــــــرو!
چـــې نه لـــري په کلي نه په ښار کــــې مخـــــــــالف
 


محمد اسمعيل يون نوى ډيلى، هندوستان
د ٢٠١٠ ميلادي کال د فبرورۍ ١٦مه