د تقاضا د ارتجاعيت اندازه ګيري
Measurement of Elasticity of Demand
موږ د تقاضا د ارتجاعيت د معلومولو لپاره له لاندې دريو طريقو څخه کار اخلو ..
-
د ټولو لګښتونو طريقه : دا طريقه د اقتصاد نوميالي عالم ډاکتر الفرد مارشال وړاندې کړې د دې طريقې په اساس د يو توکي د تقاضا ارتجاعيت لاندې درې حالتونه اختياروي...
-
د يو برابر ارتجاعيت
-
له يو څخه کم ارتجاعيت
-
له يو څخه ډېر ارتجاعيت
-
د يو برابر ارتجاعيت: کله چې د يو توکي په تقاضا کې د قيمت د تغير په نسبت تغير راشي دې ډول ارتجاعيت ته د يو سره برابر ارتجاعيت وايي او کوم لګښت چې په توکي راځي هر وار برابر وي کولای شو په لاندې جدول کې وګورو...
في کيلو ګرام قيمت |
تقاضا |
ټول لګښت |
1 افغانۍ |
12 کيلو ګرام |
12×1=12 افغانۍ |
2 افغانۍ |
6 کيلو ګرام |
6×2=12 افغانۍ |
3 افغانۍ |
4 کيلو ګرام |
3×4=12 افغانۍ |
4 افغانۍ |
3 کيلو ګرام |
4×3 = 12 افغانۍ |
-
له يو څخه کم ارتجاعيت: کله چې د يو توکي په تقاضا کې د قيمت د تغير په نسبت کم وي او د قيمت په لوړوالي سره چې کوم لګښت په توکي کېږي کمښت په کې راشي او د قيمت په جګوالي سره په ټولو پيسو کې ډېرښت راشي اود تقاضا ارتجاعيت له يو څخه کم شي . لکه په جدول کې...
في کيلو ګرام قيمت |
تقاضا |
ټول لګښت |
1 افغانۍ |
40 کيلو ګرام |
40×1= 40 افغانۍ |
2 افغانۍ |
35 کيلو ګرام |
35×2 = 70 افغانۍ |
3 افغانۍ |
30 کيلو ګرام |
30×3 = 90 افغانۍ |
4 افغانۍ |
25 کيلو ګرام |
25× 4 = 100 افغانۍ |
له يو څخه ډېر ارتجاعيت: کله چې د يو توکي تقاضا د قيمت د تغير په نسبت څخه لوړ تغير وکړي او د قيمت په جګوالي سره ټول لګښت چې پرې راځي په کې کمښت راشي نو دې ډول ارتجاعيت ته د له يو څخه ډېر ارتجاعيت وايي . لاندې جدول ته ځير شي.
في کیلو ګرام قيمت |
تقاضا |
ټول لګښت |
1 افغانۍ |
30 کيلو ګرام |
30×1= 30 افغانۍ |
2 افغانۍ |
12 کيلو ګرام |
12×2= 24 افغانۍ |
3 افغانۍ |
6 کيلو ګرام |
6×3= 18 افغانۍ |
د سلنې طريقه: د ارتجاعيت د اندازه کولو دا طريقه د سلنې په اساس چې څومره تغیير په قيمت کې راغلی وي او څو سلنه تغیير په تقاضا کې له دې ميتود څخه کار اخيستل کېږي ددې طريقې په اساس د يو توکي تقاضا لاندې حالتونه اختياروي:
-
د يو سره برابر ارتجاعيت: کله چې د قيمت د تغیرسلنه د تقاضا د تغیرله سلنې سره برابر وي دې ډول ارتجاعيت ته د يو سره برابر ارتجاعيت ويل کېږي، لاندې جدول کې کتلی شو...
-
په قيمت کې د سلنې تغیر |
په تقاضا کې د سلنې تغیر |
10٪ |
10٪ |
-
له يو څخه کم ارتجاعيت: کله چې د تقاضا د تغیر سلنه د قيمت د تغیر له سلنې کمه وي دې ډول ارتجاعيت ته له يو څخه کم ارتجاعيت ويل کېږي...
په قيمت کې د سلنې تغیر |
په تقاضا کې د سلنې تغیر |
10٪ |
7٪ |
-
له يو څخه ډېر ارتجاعيت: کله چې د قيمت د تغیر له سلنې د تقاضا د تغير سلنه لوړه وي دې ډول ارتجاعيت ته له يو څخه ډېر ارتجاعيت ويل کېږي .
په قيمت کې د سلنې تغیر |
په تقاضا کې د سلنې تغیر |
10٪ |
15٪ |
دريمه طريقه حسابي فورمول: په اصل کې دا طريقه له پخوانيو طريقو سره توپير لري چې موږ دلته د تقاضا ارتجاعيت د لاندې حسابي فور مول په وسيله تر سره کوو.
د تقاضا ارتجاعيت = په تقاضا کې تغیير / تقاضا +قيمت کې تغیير /قيمت اويا تقاضا کې تغيیر / تقاضا × قيمت / په قيمت کې تغیير .
د پورتني فورمول د وضاحت لپاره لاندې مثال ته ځير شئ؛
شمېر |
قيمت |
تقاضا |
لومړی قيمت |
50 افغانۍ |
40 کيلو ګرام |
دويم قيمت |
25 افغانۍ |
60 کيلو ګرام |
دريم قيمت |
20 افغانۍ |
80 کيلو ګرام |
څلورم قيمت |
10 افغانۍ |
100 کيلو ګرام |
لومړي حالت : 50×20 /25× 40 = 1
دو يم حالت: 25× 20/5×60 = 1.67
دريم حالت: 20× 20 / 10×80 = 0.50
که پورتنيو ځوابونو ته وګورو نو ښکاري چې ځواب يو دی کله چې د ارتجاعيت له يو سره برابر وي، دې ته د يو سره برابر حالت وايي. که له يوه لوی وي بيا ورته له يو څخه لوړ ارتجاعيت ويل کېږي په درييم حالت کې که يوه څخه کوچني وي نو بيا ورته له يو څخه کم ارتجاعيت ويل کېږي.
د تقاضا ارتجاعيت په لاندې عناصرو پورې تړاو لري.
-
د توکي بڼه: کوم توکي چې زموږ په اړتياوو پورې تړاو لري د تقاضا ارتجاعيت يې کم وي او هغه توکي چې په اسانتياوو او تجمل پورې اړه لري ډېر ارتجاعيت لري ددې لامل دا دی که د ژوند د اړتياوې هر څومره قيمت لوړ شي بيا يې هم موږ پيرو په قيمت کې تغير ډېره اغېزه پرې نه لري نو ځکه يې ارتجاعيت کم دی د ساري په ډول: لکه مالګه او نور او هغه شيان چې د ژوند په اسانتياوې پسې تړلي د قيمت په لږ تغير سره ارتجاعيت پيدا کوي لکه ټيلفون، تلويويزن او نور.
-
د متبادل توکي شتون(Substitute abailibiliy): د هغو توکو چې متبادل شتون ولري هغه هم ډېر ارتجاعيت لري ځکه که چيرته قيمت لږ تغیر وکړي خلک متبادل شی کاروي او ددې توکي ارتجاعيت ډېريږي د ساري په ډول: که د رکشو کرايه جګه شي نو خلک له بسونو کار اخلي.
-
بېلابېل کارول: هغه توکي چې د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي د هغوی تقاضا ډېر ارتجاعيت لري ځکه کله چې قيمت ټيټ شي خلک يې ډېر کاروي لکه د بريښنا کارول د دې برعکس هغه توکي چې د يوې موخې لپاره کارول کېږي تقاضا يې کم ارتجاعيت لري.
-
د قيمتونو کچه: د تقاضا ارتجاعيت په قيمتونو پسې هم تړلی دی د هغو توکو قيمت چې ډېر کم او يا ډېر لوړ وي کم ارتجاعيت لري ځکه قيمتي توکي يوازې شتمن خلک پيري چې په هغوی د قيمت لوړيدل کوم تاثير نه لري د ساري په توکه: که د موټر قيمت څلور سوه زره افغانۍ وي او لس زره کم شي بيا هم کوم تاثير نه لري همداسې هغه توکي چې ډېر کم قيمت لري که د هغو په قيمت کې تغیر راشي تقاضا ډېر ارتجاعيت نه کوي.
-
فيشن او عادات: د هغو توکو چې فيشن وي د هغو ارتجاعيت هم کم وي ځکه په هر قيمت هغه توکي تر لاسه کوي. همداسې عادات که شراب هر څومره قيمته يا ارزانه شي شرابي شخص يې ترلاسه کوي.
-
د عوايدو کچه: د کوم خلکو چې عوايد ډېر وي د هغو د تقاضا ارتجاعيت کم وي ځکه چيرته د توکو قيمت لوړ شي په دوی اغېزه نه لري د دې برعکس د هغو خلکو چې عوايد کم وي تقاضا يې ډېر ارتجاعيت لري ځکه د قيمت په ډېرښت سره په تقاضا کې کمښت راځي.