تیره زمانه کې یو شراب خور یوه ورځ خپل ملګري د شرابو څکلو لپاره راوبلل او خپل غلام ته یې څلور درهمه ورکړل چې تازه میوه راوړي د ده د ملګرو لپاره.
غلام روان شو د بازار په لور وخوځیدلو په لاره کې د منصور بن عمار په نوم زاهد باندې تیریدلو هغه ویل چې څوک شته چې فقیر او ناداره ته څلور درهمه ورکړي او زه ورته څلور دعاوې وکړمه، غلام څلور درهمه ورکړل،
منصور بن عمار غلام ته وایي د څه دعا درته وکړم؟
غلام ځواب ورکړلو:
لومړی: له غلامي نه خلاصون غواړم.
دوهم: خدای جل جلاله نه راته څلور درهمه وغواړه چې بیرته یې راکړي.
دریم: چې خدای جل جلاله زما بادار ته د شرابو نه د توبې توفیق ورکړي.
څلورم: چې خدای جل جلاله ماته او زما بادار ته او تاته او ټول قوم ته بښنه وکړي.
منصور بن عمار دعا ورته وکړه او غلام بیرته د بادار لور ته ورغی بادار پوښتنه ترې وکړه ولې وځنډیدلې او میوه دې څه کړله،
غلام له منصور بن عمار سره د تیر جریان کیسه ورته وکړه چې څنګه یې منصور بن عمار ته څلور درهمه په مقابل د څلور دعاوو کې ورکړل د غلام د بادار غوصه وغوړیدله او چوپ شو،
موده وروسته یې ترې وپوښتل لومړی دعا مو څه وه؟
غلام ځواب ورکړلو ځان ته مې له مریتوب نه د ازادي او د خلاصون دعا وغوښتله.
بادار یې ورته و ویل ته دې د خدای جل جلاله د رضا په خاطر ازاد یې.
بیا یې ترې وپوښتل دوهمه دعا مو څه وه؟
غلام ځواب ورکړلو چې خدای جل جلاله بیرته راته هغه څلور درهم راکړي.
بادار یې ورته و ویل ستا لپاره څلور زره درهمه شول.
بیا یې ترې وپوښتل دریمه دعا مو کومه وه؟
غلام ورته ویل چې تاباندې خدای جل جلاله توبه وباسي، سمدلاسه یې د بادار سر په لړزیدلو شو او په ژړا یې شروع وکړله او د شرابو کاسې یې چپه کړلې او کاسې یې ماتې کړلې او بیا یې ور غبرګه کړله خدای جل جلاله ته مې توبه ده چې کله به هم بیا ورونه ګرځم.
بیا بادار ترې پوښتنه وکړه څلورمه دعا مو څه وه؟
غلام ورته ویل چې الله جل جلاله ماته او تاته او تول قوم ته عفوه وکړي.
بادار یې ورته ویل دا زما کار ندی، کله چې بادار بې په دغه شپه ویده شو یو هاتفي اواز وشو تا هغه څه وکړل کوم چې تا پورې یې اړه درلودله ایا ته ګمان کوې چې زه به هغه نه کوم څه چې مونږ پورې تعلق لري.
ما بښنه وکړه تاته او غلام ته او منصور بن عمار ته او ټولو حاضرينو ته.
د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حدیث دی
ان اسرع الدعاء اجابة دعوة غائب لغائب الحدیث
په تحقیق سره تیزي د دعا له رویه د قبولوالي دعا دغائب لپاره د غائب ده باید مونږ ټول کوشش وکړو چې غائبانه یو بل ته دعا وکړو او بښنه ورته وغواړو چې دغائب دعا لپاره د غائب قبلیږي څنګه به هغه دعا رد شي د ملائکه وو او د خلکو او د الله جل جلاله له طرفه چې ته یې د غائب لپاره غواړې بلکې هغه به ضرور قبلیږي.
وروستي