الله ج خپل بندګان نه هیروي

یوه ښځه چې خاوند یې د څه کار له وجې ترې نادرکه شو وړوکې لورکۍ یې سخته مریضه شوه شديدې تبې نیولې وه.
مورکۍ یې راغله د مریضې لور یو اړخ ته کیناستله الله ج ته یې په عذر او زاری شروع وکړه خپل رب ته یې شکایت د خپلې لوږې او فقر وکړلو چې بغیر له خوراک ویده شوله او لورکۍ ته طبيب او د دواء راوړلو څه نلري.
ناڅاپه دشپې وروستۍ حصه کې دروازه وټکیدله
مورکۍ دروازې ته ورغله 
پوښتنه یې وکړه څوک؟
له دروازې جواب ورکړل شو طبيب یم.
ښځه وایي پلار مې تر څنګ ولاړ وو زه ولړزیدلم لومړی مې ځان پټ کړلو بیا مې دروازه خلاصه کړله.
طبيب را دننه شو په لاس کې یې د ډاکټري کڅوړه وه ویل یې چیرته ده مریضه ماشومه.
زنانه وایي ما ورته ویل هغه دغه ده
طبيب لومړی ماشومه معائنه کړه او بیا یې دواء ورته ولیکله طبيب روان شو په دروازه کې ودریدلو د خپل عمل مزدوري یې غوښتله.
دا مهال د ماشومې مورکۍ حیرانه شرمنده ودریدله له دې امله چې هیڅ یې نه درلودل چې طبيب ته یې ورکړی.
طبيب ویل زما مزدوري او فیس
ښځې ځواب ورکړو ماسره خو هیڅ نشته.
طبيب په زوره نعرې شروع کړلې تاکې شرم او حياء نشته تا زه په دغه نیمه شپه راوغوښتلم او اوس وایې ماسره روپۍ نشته زه طاقت نلرم.
ښځه په ژړا شوه او طبيب ته یې ویل په الله قسم طبيب صیب ما درسره رابطه نده کړې او زه ټیلیفون هم نلرم.
طبيب ورته ویل ایا دا دفلانکي کور نه دی؟
ښځې ورته ویل نه هغه زمونږ ګاونډی او د کور تر څنګ مو دی.
طبيب حیران شو د ښځې د حال پوښتنه یې وکړه هغې ورته خپل ټول حال بیان کړلو
طبيب را و وتلو او زنانه ته یې دواء د خوراک اسباب او نور کوم چې ماشومه او مور یې ورته احتیاج وو ټول ورته راوړل.
رښتیا چې روزي ورکوونکی ذات خاوند د ستر قوت جل جلاله دی مګر زمونږ عقیده او ایمان کمزوری دی او په اسبابو مو باور او تکیه دی.