پخوا زمانه کې د ماهیانو تکړه ښکارزن وو.
چې هره ورځ به یې یواځې یو ماهی نیولو.
یوه ورځ د یو ماهي له نیولو وروسته څه لحظه کور کې پاته شو وروسته د بل ماهي د نیولو لپاره د سمندر غاړې ته وخوزیدلو تر څو په همدغه ورځ یو بل کب هم ښکار کړي.
خو چې یې ښځې هغه تیر ښکار شوی ماهی پرې کولو ناڅاپه یې په خیټه کې یوه عجیبه وليدله
هغه دا چې د ماهي خیټه کې نا اشنا ملغلره وه.
یو دم یې ښځې د الله په پاکي ویلو شروع وکړه.
او نعرې یې کړې
خاونده وه خاونده!
دلته وګوره څه مې پیدا کړلو.
خاوند یې وایي
څه څه
کله یې چې په ملغلره سترګې ولګیدلې نو هغه هم نعرې کړې
ملغلره ده ملغلره ده
ماهي نیوونکي ملغلره راواخیستله او د ملغلرو پیریدونکي ته یې يوړله کوم چې د دوی په ګاونډ کې اوسيدلو.
کله چې د تاجر سترګې په ملغلره ولګیدلې ورته ویې ویل زه د دغې ملغلرې د اخیستلو پیسې نلرم ښار کې د تجارانو سرخیل ته ورشه شاید هغه یې د قیمت توان ولري.
د ملغلرې خاوند د لوی تجار خواته د ښار په لور رهي شو او هغه ته یې د کلي د تاجر کیسه وکړه،
خو هغه هم هو بهو د کلي د تاجر خبره ورته وکړه خو ورته ویل یې چې د حل لاره به درته وښیم د ښار واکمن ته ورشه هغه به یې درنه وپیري هغه یې د اخیستلو توان لري،
سړی رهي شو د واکمن د قصر تر دروازې ورسیدلو خپله قیمتي ملغلره هم ورسره وه قصر ته د ننوتلو د اجازې انتظار یې کولو چې د قصر د والي سترګې پرې ولګیدلې،
والي ورته و ویل زه د داسې ملغلرو په لټه یم خو زه نه پوهیږم تاته یې څنګه قیمت در پوره کړم مګر زما خاصې خزانې ته به دې وردننه کړم هلته تاته شپږ ساعته وخت دی کوم څه دې چې خوښ شولو هغه واخله او همدا ستا د ملغلرې قیمت.
کب نیوونکي و ویل شپږ ساعته زیات دي دوه ساعته یې کړه.
واکمن ورغبرګه کړه نه!
بلکې تاته پوره شپږ ساعته وخت شته ته له خزانې نه په دغه وخت کې هر هغه څیز یوسه چې ستا خوښ وي.
د ماهیانو نیوونکی د والي د خزانې پراخ تالار ته ننوتلو ناشنا منظر یې ولیدلو یو لوی هال چې په درې برخو ويشلی و.
یوه برخه له سرو او سپینو زرو او له نورو قیمتي کاڼو او ملغلرو ډکه وه.
دوهمه برخه یې په نرمو او پستو فرشونو فرش شوې وه
هر قسم قالینې پرې ویړې شوې وې چې په لیدلو به یې سړي ارام احساسولو او خوب به ورتلو.
دریمه برخه یې په خوراکي شیانو ډکه وه هر څیز پکې موندل کیدلو.
ښکاري فکر وکړو چې شپږ ساعته خو ډير زیات وخت دی زما لپاره.
زه باید په دغه وخت کې څه وکړم:
لومړی باید په دریمه برخه شروع وکړم تر څو ښه ډیر خوراک وکړم او د ډیر څه وړلو توان پیدا کړم تر څو ډیر سره زر یوسم.
همداسې یې وکړل هلته لاړ او هلته یې په خوراکونو دوه ساعته وخت تیر کړلو.
وروسته تر دې چې لومړۍ برخې ته راغلو نرم فرشونه یې تر سترګو شول نو ویل یې چې اوس مې زیات خوراک وکړو او په بدن کې یې د سستيا احساس هم وکړو ځان سره یې پریکړه وکړه ولې خوب نه کوم چې د ډیر څه وړلو طاقت پیدا کړم او دغه سستیا هم لرې کړم دا زما لپاره ښه فرصت دی باید ډیر څه يوسم.
او زما به کوم حماقت وي چې دغه فرصت رانه ضایع کړي.
همداسې يې وکړل او دغې برخې ته ورغی څملاستلو او په ښه درانه خوب ویده شو د څه وخت په تیریدلو سره یې اواز واوریدلو چې یو څوک ورته وایي.
اې بیعقله پورته شه وخت دې ختم شو.
تعجب شو ویل یې زما وخت ختم شو ما خو هیڅ هم ندي اخیستي.
جواب یې ورکړو
ووکې!
ووځه!
ته نور وخت نلرې تا پوره شپږ ساعته وخت تیر کړلو او ته اوس له غفلته رابیدار شولې
او ته د زیاتو ملغلرو طلب کوې، ایا ستا لپاره ښه موقع نه وه تر څو ډیر څه دې وړي وو او ته بهر تللی وې ښه خوراکونه دې پرې کړي وو او ښه نرم فرشونه دې پرې اخیستي وو
مګر ته بیعقل او ناخبره وې.
اوس ته په دغه کیسه کې مه پاته کیږه له دغې نه عبرت واخله
ایا ته خبر یې دغه ملغلره څه وه،
دا ستا روح داسې خزانه چې قیمت نلري
مګر ته د دغې په قدر نه یې خبر، او دغه خزانه دنیا ده لوی والي ته یې فکر وکړه
راشه او وګوره زمونږ ګټې اخیستنې ته له دې نه.
لومړی برخه ملغلرې، سره او سپین یې نیک اعمال دي.
او بله برخه یې چې قالینې او نور فرشونه وو هغه زمونږ غفلت دی، او د خوراکونو برخه یې هغه شهوات د انسان دي
نو اې زما ښکارزن وروره او د کیسې لوستونکیه
ایا ستا لپاره ښه وخت ندی چې له خوبه رابیدار شې او نرم فرش پریږدې او ته نیک اعمال چې ملغلرې او نور قیمتي جواهر دي مخکې تر دې راټول کړې چې تاته درکړل شوی وخت تمام شي چې هغه ستا عمر دی
بیا به ته افسوس کوې او وخت به تیر وي.
الله جل جلاله فرمایي:( حتى إذا جاء أحدهم الموت قال رب ارجعون لعلي أعمل صالحا فيما تركت
كلا إنها كلمة هو قائلها ومن ورائهم برزخ إلى يوم يبعثون)
[المؤمنون ٩٩ ،١٠٠ ]
وروستي