ډېرپه شوق لمونځ شروع کړم خو څه وخت وروسته يې بيا پرېږدم،بيا يو وخت نه بعد يې بيا شروع کړم خو ډېر دوام ونه کړي چې بېرته يې پرېږدم. ډېره هغه ځوانان چې نوي لمونځ شروع کړی،کله چې د علماوو خبرې واوري او سترګې يې لږ خلاصې شي نو په ډېر شوق او زور او زوږ سره لمونځ شروع کړي،عباداتونه کوي، د عباداتو نه خوند اخلي،حرامو ته نه ګوري،حرام نه خوري،نفلونه یې شروع کړي وي،لاره کې روان وي ذکر وي ،هرځاي د الله او د هغه د رسول (ص) نه بحث کو خو دا ډېر دوام نه کوي څو هفتې تېرې نه وي چې هر څه بدل شي او بېرته پخوانی حالت ځو. ولې موږ داسې کوو؟ ولې تل د عبادت نه خوند نه اخلو ؟ ولې مو عباداتو ته دوام نشو ورکولی؟ ددې پوښتنو د ځواب لپاره دعبادت لاندي ۳ پړاونه څېړو: ۱-شوق : دا لومړی پړاو دی، د جوش او هوس سره د عبادت کولو پړاو دي، په دې پړاو کې د لمونځ ، نورو عبادتونو ،حرامو ته په نه کتلو، هغه ګناهونه چې موږته مساعد شي خو مخ وړنه واړوو او دې ټولو نه ښه خوند اخلو، سينه مو پراخه وي،روح مو حضور موندلي وي او د خپل څښتن رب د عالميانو سره مو اړيکې ښې او نيژدې وي، دلته الله مهربان موږ ته د عبادت حقيقت بيانوي يعنی عبادت تل همداسی خوند لري. ۲-ثبات : دا يو څه خطرناک پړاو دی،په دې پړاو کې داسې حالت راځي چې سړی فکر کوي چې خوند نه اخلي، لکه چې عبادات او لمونځ یې کړي وي خو څه ګټه او تاوان يي نه وي کړي ،يا فکر کوی چې دی ګنهګار دي او داده د وس کارونه نه دي،شیطان هم په دې پړاو کې د وسوسو باران پيل کړي وی او د سړي زړه د هرڅه نه تور کړی خو دا په اصل کې يوه ازموينه ده د خالق د کائناتو له طرفه اخيستل کېږي. الله مهربان په دې وخت کې د لمونځ او عباداتو نه خوند پورته کوی او ګوري چې بنده د هغه خوند او هوس لپاره عبادت کوه که زما د رضا لپاره ؟ په دې وخت کې پکار دی چې سړی صبر وکړي،مقاومت وکړي ،پوه شي چې دا يو امتحان دي او تېرېږي،ډېر وخت نه نيسي ۱۰يا۱۵ ورځې وي. او ټولو حالاتو کې خپل عبادتونو ته دوام ورکړي،په خاص ډول فرايضو ته. شکر : په دې پړاو کې موږ شاهد يو چې عبادات او لمونځ نه بيا هم خوند اخلو،۵ وخته لمونځ کوو، حرامو ته نه ګورو،د ګناه په نه کولو صبر کو،نو بايد د الله تعالی شکر ادا کړو، دا د هغې احسان او توفيق و ګڼو، د هغه صفت او ستاينه وکړو.
وروستي