Angina Pectoris

د زړه د ناروغيو څخه تر ټولو مشهوره ناروغي د زړه د رګونو يا كورونري رنځ دى. دا ناروغي د زړه د رګونو د تنګوالي له كبله منځ ته راځي. د رګونو د تنګوالي سبب كېداى شي ډول ډول نورې ناروغۍ وي ، چې تر ټولو لوى او عمده علت يې د اتروسكلېروز رنځ دى – د اتروسكلېروز خنډونه د كورونر رګونه تنګ او تنبه كوي چې له بده مرغه د زړه غوښو او عضلو ته د كمې وينې د رسېدو سبب ګرځي چې په نتيجه كې د زړه درد(د سينې درد) او اسكيميا منځ ته راځي.

.


د ناروغي خپرېدا :
دا ناروغي چې ډېر نارينه پرې اخته كيږي په كال كې په يوه ميليون وګړوكې نږدې د ۳۰۰۰۰ نه تر ۴۰۰۰۰ پوري وګړي په دې رنځ اخته كوي.چې ډېر يې د ۴۵-۵۵ كلونو عمر په اوږدو كې وي. د ناروغى اصلي علتونه:
لكه څنګه چې مخكې وويل شول د رنځ اصلي علت د كورونر رګونو تنګوالى دى چې د اتروسكلېروز خنډونه يې تنبه كوي.چې دا حالت د زړه عضلو ته د اوكسيجن د لږ رسېدو او په خپل وار سره د سينې خوږاو درد (د عضلو اسكيميا ) منځ ته راولي.
د رنځ ميكانيزم:
د زړه رګونود بندوالي علت يوازې اتروسكلېروز نه دى بلكې كېداى شي چې ترومب ، امبول او ميكروبي جوړښت ولري، چې دا ټول د زړه رګونو د تنګېدو سبب ګرځي.
د يوه دروند كار په وخت كې د زړه ټكان ډېريږي او د زړه د غوښو د اوكسيجن مصرف لوړيږي.
تر ټولو د مخه د اندوكارد پوړ د ايسكيميا له كبله زيانمن كيږي، چې بيا ورو ورو ايسكيميا د مياكارد په لور ځان رسوي.
د اوكسيجن كموالى نه يوازې د زړه په ميخانيكي چارو(ټكان) كې بدلون راولي بلكې د زړه برقي او بيوشيميكي چارو ته هم زيان رسوي ، هغه داسې چې د اوكسيجن لږوالى د زړه په حجرو كې د كيمياوي تعامولاتو د بدلون (له ايروبيك نه انايروبيك ته) سبب كيږي چې په نتيجه كې دكيمياوي تعامولاتو محصول يې لكتات د عصبي حجرو د تخريش او درد سبب كيږي د حجرې د ننه PH تغير مومي (كميږي) ، د حجروي غشا لارو كې تغيرات د دې سبب كيږي چې د ننه په حجره كې دكلسيم ايونونه ډېر او د سوډيم ايونونه له حجرې څخه ووځي او مقدار يې كم شي.
د خطر فكتورونه:
عمر،د وينې لوړ فشار، چاغښت، سيګرټ څكول، شراب څښل، د شكر ناروغي(ډيابيټس ميليټيس) ، د سپورت نه كول، ارثيت او داسې نور.
تصنيف:
لمړى ټولګى- په دې ټولګي كې ناروغان ورځني كارونه بې له دې چې په درد وپوهيږي يوازې د درنو كارونو (دروند وزن پورته كول، لوړ غره يا لوړ ځاى ته پورته كېدل ) په وخت كې درد احساسوي.
دوهم ټولګى – د دې ټولګي ناروغان د ورځنيو كارونو په ژر ترسره كولو او لوړځاى ته د پورته كېدو په وخت كې درد منځ ته راځي
دريم ټولګى-د ورځينيو چارو په سرته رسولو كې هم ناروغ د درد احساس كوي لكه:-په نورمال سرعت او عادي قدم يوه زينه پورته كېدل.
څلورم ټولګى – د درد له كبله ناروغ هېڅ ډول كار نشي كولى او د استراحت په وخت كې هم ناروغ درد احساسوي.
د ناروغۍ نښې:
درد:- ناروغ د سينې درد احساسوي.
درد د سيني په منځنۍ برخه كې وي.
.


كېداى شي درد په چپه اوږه، چپ مټ، او په چپ لاس كې احساس شي.
مريض پر سينه باندې د يو دروند وزن يافشار په شكل خپل درد تشرېح كوي.
درد معمولا كم دوام كوي(له يوې دقې نه تر ۱۵ دقيقو پورې) نوموړى درد د استراحت او يا د نايتروګليسيرين تابلېټو د استعمال نه وروسته ښه كيږي. كه درد په استراحت او يا درې ځله د نايتروګليسيرين ټابلېټو ( هر ۵ دقيقې وروسته د ژبې لاندې) څخه وروسته ورك نشو نو د زړه د حملې (انفركت) امكان شته چې بايد ناروغ ژر تر ژره يوه روغتيايي مركز يا روغتون ته ورسول شي.
د درد برسېره ناروغ د ضعف احساس كوي، د زړه بد بد كېدل او خوا ګرځېدنه كېداى شي ناروغ ولري .
د درد په وخت كې په ناروغ سړه خوله راماته
مريض كېداى شي د زړه ټكان احساس كړي.
همدا ډول نفس تنګي احساسوي.
فزيكي معاينات:
ناروغ د رنځ په وخت كې زېړبخن ، ناتوانه، له خولو ډك ښكاري.ناروغ د درد د مخنيوي لپاره بې حركته په بستر پروت وي.
د لمس په وخت كې يې د زړه ټكانونه په لاس كېداى شي احساس شي او نبض يې توند (سريع) وي.
په معاينه كې يې د وينې فشار اكثرا لوړ او كله كله ټيټ هم وي.
د ستاتسكوپ په وسيله د زړه د مېترل محراق په ناحيه كې سيستوليك مرمر(د زړه د اندوكارد سيليار عضلې د اسكيمي او كمزورى په نتيجه كې) او همدارنګه د زړه د درېم او څلورم غږ ګلوپ(د اس ځښستا په ډول) ريتم اورېداى شو.
لابراتواري معاينات(انسترومينتل):
د وينې په بيوشيمي معايناتو كې ليپيدونه او تراى ګليسرايډونه بايد وكتل شي چې نتيجه يې اكثرا لوړه ليدل كيږي. په وينه كې د ګلوكوز اندازه هم وليدل شي چې ګويا ناروغي د ډيابيټ ناروغۍ له كبله نه وي پيداشوي او همدارنګه د ويني ساده معاينات اجرا شي ترڅو د ويني د كموالي (انيميا) په هكله هم پوه شوي وو.
د T3او T4 لوړه اندازه د تيروتكسكوز په هكله معلومات راكولى شي.
د زړه په برقي ګراف كې (په تېره بيا چې د درد په وخت كې اخيستى شوى وي) د T په موجه او د ST په سيګمنټ كې بدلونونه موندلى شو داسې چې د T موجه په متناظرې بڼې سرچپه (معكوسه) او د ST سيګمينټ د ايزوالكتريكې كرښې نه لاندې ليدل كيږي (ST depression) .
همدا رنګه كېداى شي چې اكستراسيستول او يا د ايسكيميا له كبله د نورو پيدا شوو اريتمياګانو نښې وليدل شي.
د سينې په اكسرې كې كوم ځانګړى بدلون نه ليدل كيږي.
ايكوكارديوګرافي:
په دې معاينه كې د زړه حركات او فعاليت وليدل شي او همدارنګه د نورو مرضونو سره د تشخيصي تفريق لپاه ګټوره ده.
انجيوګرافي:
په دې ناروغۍ كې له ټوله ښه او ګټوره معاينه ده چې تشخيص ته مو نږدې كوي ځكه چې د زړه د رګونو حالت ، د تنګوالي موقيت او اندازه او همدا رنګه په راتلونكي كې د جراحي تداوى د څرنګوالي په هكله معلومات راكولى شي.
د انجيوګرافى استطبابات :
په ۱۹۹۷ع كال كې د اروپا د زړه رنځپوهانو د غونډې د پرېكړې په اساس لاندې ناروغان د انجيوګرافى وړ دي:
* دريم ټولګي پورې اړونده ناروغان چې دوايي درملنه يې نتيجه نه وي وركړي.
* اول او دوهم ټولګي پورې اړونده ناروغان چې د زړه حمله (انفركت) يې پخوا تېر كړى وي
. * هغه ناروغان چې د هس بنډل بلاك هم ورسره وي او په سينتګرافى معاينه كې يې ايسكيمي ثابته شوي وي.
* پرمختللې بطيني اريتميا ولري .
* هغه ناروغان چې د اورتا، ثباتي او د ورانه د رګونو د جراحى عمليات په مخكې ولري.
* هغه ناروغان چې د ميوكارد رګونو د دوباره اعادې (د بالون په وسيله د رګونو پراخوالي، د ابهر او اكليلي رګونو تر منځ د شنټ جوړول) عمليات په مخ كې ولري.
* هغو ته چې پيلوټۍ ، فضانوردۍ او داسې نورو دندو ته كانديد وي د روغتيا د ډاډ لپاره.
تشخيص:
د ناروغ د تاريخچې، فيزيكي معايناتو، لابراتواري او انسترومېنتل معايناتو، په اساس تشخيص ايښودل كيږي.
تشخيص د تاريخچې، فزيكي معايناتو او ECG په بنسټ اخودل كيږي، چې په ۱۰۰ كې ۷۵% مو تشخيص ته ورنېږدې كوي.
كه چېرې تشخيص شكمن وي نو بيا ۲۴ ساعته ECG او نور قسم انسترومينال معاينات مرسته كوي.
تفريقي تشخيص:
د ټولو هغو ناروغيو چې د سينې د درد سبب كيداى شي د ميوكارد د اسكيمى څخه يې تفريقي تشخيص D/D وشي، چې په لاندې جدول كې اېښودل كيږي.
د زړه او د ويني دوران ناروغۍ:
- د زړه حمله (MI):
- د ابهر تضيق يا Aortic stinosis
- د ابهر د دسام عدمي كفايه Aortic insufficiency
- هيپرتروفيكي كارديوميوپاتيګانې
- لوړ شيرياني فشار
- د پولمونال شيريان لوړ فشار يا Pulmonary hypertension
- شديده انيميا
- د ابهر Dissecting
- پريكارديت Pericarditis
- د ابهر د دسام Prolepsis
- بطني ناروغۍ:
الف-سره مرۍ Esophagus
- د سرې مرۍ سپازم
- Reflux esophagus
- د مرۍ چاودل
- ب- نس (معده)
- د معدې زخم
د ټټر د ديوال او د ملاتير ناروغۍ:
- د ټټر سېندروم
- د غاړې او د سينې د برخې د فقرو اوستيوخاندروز
- كوستيوخاندريت
-د پښتيو درد
د سينې ناروغۍ:
- پنوموتوركس
- هفه پنومني (سينه بغل) چې پلېورا هم ورسره اخته شوي وي.
- د ايوى شريان (a. pulmonalis) ترومبوامبولې چې انفركت هم ورسره وي يا غير له انفركته.
- د پلورا ناروغۍ.
درملنه:
د درملنې هدف د زړه د سندرومونو (انفركت او ناڅاپه مړينې) ممخنيوى او د اعراضو كموالى دى. د دې لپاره لاندې لارې دي:
دوايي درملنه، غيرې دوايي درملنه او جراحي درملنه.
په غيرې دوايي درملنه كې :
د وزن كمول، د غوړو كم خوړل، سګرټ نه څكول، سپورټ كول او داسې نور شامل دي. برسېره پر دې بايد د وينې فشار او د ګلوكوز اندازه په منظم ډول كنترول شي.
دوايي درملنه:
په دوايي درملنه كې لاندې دواګانې په ناروغۍ كې كارول كيږي.
نايتروتونه،بېتا بلاكرونه، د كلسيم د چينلونو بلاكرونه اسپيرين او داسې نورې دواګانې استعماليږي.
د يادونې وړ ده چې پاسينۍ دواګانې بايد بې د ډاكټر د لارښودنې ونه خوړل شي.
قدرمنو لوستونكو دا وو لږ څه معلومات د زړه د رنځونو څخه ، هيله ده چې ستاسې د پام وړ به وګرځي.