زموږ هېواد د نړۍ ستر موزيم

 كه زموږ او ستاسې په كوركې لاټين تورې شپې رڼا كوي ، د نړۍ په موزيمونو كې لاټين د نمونې په ډول ايښى دى. څه موده وړاندې د روسيې په پلازمېنه مسكو كې يوه موزيم ته تللى وم،د موزيم ټكټ مې واخيست او د ننوتو په كتار كې ودرېدم،



د يوې شېبې د درېدو وروسته موزيم ته وردننه شوم كله چې ورننوتم نو لومړى مې په يوه ګړي(منګي) چې د كوزې په ډول جوړ شوى و سترګې ولګيدې چې په يوه ښايسته شيشوي المارۍ كې د نمونې په ډول د خلكو د ليدو لپاره ايښودل شوى و ، دا خو لا څه كوې چې لږ په كې نور هم ورتېر شوم نو مې لاټين وليد چې په يوه تاويدونكي شيشوي بكس كې تاوېده، د هغوۍ څنګ ته مې په زرينه المارۍ كې تبۍ او د مزرو څپلۍ وليدې چــــې خلك پرې راپنډ و ، د خلكو ګڼې ګوڼې نه لرې يوه



كونج ته ولاړم او د هغه ځاى نه مې د دوۍ په ننداره پيل وكړ خلكو ته ډېره جالبه وه ټوپۍ ټوپۍ خلك هر يوه (منګى، لاټين، تبۍ او د مزرو څپليو) تاريخي اثار ته ولاړ وه او چرت وړي وه ، ما دا نه ځوروي چې لاټين ، تبۍ ، منګى او داسې نور زموږ د كورني ژوند اثار په موزيمونو كې ايښودل شوي دي، بلكې دا مې ژړوي چې دا ټول زموږ د ورځيني ژوند د كارولو عمده شيان دي هغه دا چې ابۍ تبۍ ته ناسته هره ورځ ډوډۍ پخوي، نجونې هر مازديګر د منګيو سره د ګودره اوبه راوړي، لاټين مو هر تور ماښام تورې شپې رڼا كوي .



دا هر افغان ته معلومه ده چې په زرګونو نور داسې بېلګې شته چې ښايي نړۍ ته تاريخي اثار وي خو زموږ د ژوند عمده شيان دي. دا ولې موږ په ۱۵ مه يا ۱۷مه پېړۍ كې اوسيږو؟

ولې خلك زموږه ښه ژوند لري؟

ولې موږ د خلكو په ډول برق، ګاز، نفت او تيل نه لرو؟

ولې په هېواد كې فابريكې نشته؟

ولې موږ ټول عمر د ورور وژنې په رنځ اخته يو؟

ولې مو نوې جامعه د علم او هنر نه لرې په تورو تيارو كې لويږي؟

داسې په زرګونو نورې پوښتنې هم شته چې بې ځوابه دي ؟