پنځه دلیلونه چې پالک (ساګ) باید مدام وخورئ !

پنځه دلیلونه چې پالک (ساګ) باید مدام وخورئ !؟
زمونږ‎ ذھن او بدن په رنګارنګ ډول فعالیت اوکارکوي.
ډېر داسې خوراکي توکي دي چې د انسان لپارہ ګټور تمامیږ‎ي مګر په پام کې مو ندې نیولي.
یو لدې جملي څخه ښنه (سابه) پالک دي چې ھم په اوسپنه او ھم په نورو داسې موادو بډا دي چې مغذی اثرات لري.
۱) د سرطان مخنیوی؛
پالک د زرغون رنګه مادي (کلوروفیل Chlorophyll) په درلودلو د سرطان د حجراتو مخنیوی نیسي چې په وجود کې سرایت ؤنکړ‎ي. لھذا ډېر خوړ‎ل د پالک د ھرچا لپارہ ګټوردي په خاص توګه ھغو کسانو ته چې په کورنۍ کې يې سرطان ښکارہ شوی وي.
۲) د شکري د ناروغۍ په ضد مرسته کوي؛
پالک د الفا لیپویډ اسید ( Alpha Lipoid Acid ) د درلودلو په سبب په وینه کې شکرہ (خوږ‎ه) جګوالي ته نه پریږ‎دي او ترڅنګ يې محیطي عصب غښتلي ساتي.
۳) پالک د ویني فشار ټیټ ساتي؛
ھغه کسان چې فشارخون يې تل لوړ‎یږ‎ي پالک خوړ‎ل ورته خورا ګټور دي. پالک په وینه کې د سوډیم [Na] عنصر د کمیدو مرسته کوي کوم چې د جګ فشارلامل دی، دا پدې دلیل چې پالک پوټاسیم [K] عنصر زیات لري. یعني پوټاسیم د سوډیم مالګي په وینه کې د ډیرښت مخه نیسي.
۴) پالک خوړ‎ل د ھډوکو د قوي کیدو لپاره مرستندوی دي؛
کله چې پالک پرلپسې خوړ‎ل کیږ‎ي د ویټامین K ډیرښت او پروتین لرلو په پارھډوکي له ماتیدو پنځوس سلنه ژغوري.
۵) پالک ویټامین C فریمانه لري؛
پالک خوړ‎ل د Vit C په شتون پوستوکي او ویښتانو د وجود ته رونق او ښکلا ورکو‎ي، یاني "چمک دمک".
•سربېرہ پردې د ویني د کمبود مخه ھم نیسي ځکه چې اوسپنه لري، اوسپنه او پروتین په پالک کې د ویني سره کرویات لوړاو پاخه ‎ساتي، (ھیموګلوبین ټیټیدو ته نه پریږ‎دي، چې کمبود د ویني "انیمیا" را منځ ته شي) او
•د ھاضمی لپاره په معیدہ او کلمو ښه اغېزہ لري.
※عام او خاص ټولو میندو، خویندو او لوڼو ته مې مشوره دہ چې له پالک خوړ‎لوسرہ یارانه ټینګه کړ‎ئ
Be friendly with eating Spinach
ډاکټرنجیب خټې