کچکول په غاړه درشم خو سوالونه رانه هېر شي
وعدې مې که په زړه وي خو وختونه رانه هېر شي
د ژوندمقصدمې بس لکه چې ستا ترکوڅی تګ دی
دا ستا د عرش په وره کې جنتونه رانه هېر شي
که در د جوس باغ ته شم امېل چې درته جوړ کړم
د مخ په ننداره دې شم ګلونه رانه هېر شيٍ
تر ژيو سره شراب وي ستا د شنډو په پيالوکې
ساقيه، په کتودې شم غړپونه رانه هېر شي
په خوب کې دې چې ووينم خؤرې پرېشانی څڼيې
کودې يې کړم چوټي ته خو بيا ولونه رانه هېر شي
چې روح ته په لاس ور شم درولي مې پټی سترګی
ستا ړنګ خړه ګي کلي ته قصرونه رانه هېر شي
درغلئ په ګيلو وم زړه غاښونه درته چيچي
پايښت دې په مسکاشي بس جنګونه رانه هېر شي
ماښام چې ستا د ښکليو اندېښنو په غېږ کې پرېوځم
وطنه په پسولل دې شم خوبونه رانه هېر شي
د خيال په تکشنه خوست کې چې په خپل پټي کې لمونځ کم
سجدو کې دې مخ ښکل کم خو خالونه رانه هېر شي
بېلتون دې زما ويال ژوند څومره مړاوئ اندېښمن کړ
ماضي مې شي فخرونه شته غمونه رانه هېر شي
تازه خان ويال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مېډاوېل- لندن
اګسټ ۲۰۰۸
وروستي