پیښور یی را نه لر او کا بل بر کړ و
چا چی اور دجګړئ مونږ ته را په سرکړو
ننګ افسوس داوسني پښتون په نوم شه
لوی خوشال یی په کی میان والا له ورکړو
څه ضیلئ څه اجنسۍ څه ډیورنډ شو
لوی پښتون یی په دا ویش کی در په در کړو
چا زمونږ دکوم عمل غچ را نه واخیست
نه پری پوه شو نه موڅان پری مستحضر کړو
که ویده پښتون راویښ نه شي له خوبه
نو په دې واریی ژوندئ خښ په هنر کړو
تور توپان دئ را روان نړ ۍ بدلیږ ي
که یونه شوۍ پښتنو ورک مو ټبر کړو
نور واړه قومونه ټول تاسی ته ګور ي
مشر ورور که را پخلا خپل مرور کړو
خدمتګار لوی افغان ورباندې پوه کړه
استعمار په منځ کی نیم په لر او بر کړو
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروې
وروستي