غزل

د عشق پــــه قـــبر مــــــې ډيوه کېښوده
اوښـــــــــــــــــکو دسترګو جنازه کېښوده
ساقي دخدای په عرش مې سترګې لګي
ما چـــــې له ژوند سره تـــــوبه کېښوده
اوس دثواب او عذا ب فــــــکر څه دی؟
خدای چې ديـــــار خولګۍ خواږه کېښوده
زړه بــــــــه مې خماخه اوبه ،اوبه وي
پــــه اننګـــو کې مــې بوسه کېښــــوده
اوس مـــې پــه تنده پسې زړه خوږيږي
د يار پـه شونډو کې مې خوله کېښوده
دومـــــــــره بې صبر شو محشر ورځې ته
(طالب)د دار پــــــــــه څنډه پښه کېښوده
طالب منګل
2010-02-25