
هلک چې يوه نجلۍ يې خوښه شوه ، غوښتل يې د ټول ژوند لپاره يې د خپل کور غړې کړي يعنې واده ورسره وکړي، نو په لومړي ځل يې يوې قهوه خانې ته راوغوښته، ترڅوسره کښېني او د نظرياتو تبادله وکړي.
په دوه څوکيو يو بل ته مخامخ کېناستل،هلک په ګارسون غږ وکړ چې دوه قهوې راوړي.
کله چې د هوټل خدمتګار قهوې راوړې، يوه يې د هلک او بله يې د نجلۍ مخې ته په مېز کېښودله، له دې سره هلک ګارسون ته وويل:
وبخښه! مالګه هم راوړه.
کله چې په قهوه خانه کې خلکو د مالګې نوم واورېده نو ټولو په حيرانتيا هلک ته وکتل، ګارسون مالګه راوړه او هلک په خپله قهوه کې واچوله، په ارامۍ سره يې وڅښله، نجلۍ پوښتنه ورڅخه وکړه :
ايا ته مالګینه قهوه څښې؟
هلک ځواب ورکړ:
کله چې کوچنی وم زموږ کور د سمندر په څنګ کې وه او دې سمندر تُرشې اوبه لرلې، په شګو کې به مو لوبې کولې اوکله چې به تږي شولو نو، ناچاره به مو د سمندر اوبه څښلې،اوس چې کله هغه وختونه را ياد شي نو په ياد کې يې مالګینه قهوه څښم.
د دواړو واده وشو، او پوره څلوېښت کاله مېرمنې د خاوند په پياله کې مالګه واچوله، ترهغې وروسته دغه له مينې او خوشحاليو ډک ژوند پای و موند او خاوند يې مړ شو.
خاوند دمرګ په حالت کې )خپلې مېرمنې ته ليک( تر عنوان لاندې کاغذ پرېښی و.
په ليک کې ليکل شوي و:
زما ګرانې او مهربانې ښځې! زه ډېره بخښنه غواړم چې پوره څلوېښت کاله مې تاته دروغ وويل،کله مې چې ته په قهوه خانه کې وليدي او غوښتل مې د واده کولو وړانديز درته وکړم ، زه دومره خوشحاله او وارخطا وم چې ګارسون ته مې د بورې پرځای د مالګې راوړلو وويل.
ما پوره څلوېښت کاله مالګینه قهوه وڅښله خو دهغې مينې په اساس چې تاسره مې لرله نه می شول کولای درته ووايم چې په ژوند کې تر ټولو بد شی مالګینه قهوه ده، مګر که يوځل بيا دنيا ته راشم اوبيا مې تا سره د ژوند تړون د تُرشې قهوې اړوند وي نو ټول عمر به ستا له مينې اومحبت څخه د ډکو سترګو په خاطر مالګینه قهوه وڅښم.