غزل

تابه چې خــــــندل زه به دې مړ کړمه
ښکلی دې کتل زه بـــــه دې مړ کړمه
ته به راته سره شوی له غوصی ځينی
برګ برګ دې کتل زه به دې مړکړمه
کلـــــه بــــه چې تا سه رانـــه وپوښتل
ورو به مې خـــــندل زه به دې مړ کړمه
ښه به راته درس ياد ووحسينی خپل
هسې مې پوښتل زه به دې مـــړکړمه
ستا له تورو سترګو نــــه و اری شمه
غشو دې ويشتم زه به دي مړ کــــــړمه
ځمانظرچې چې شونډی درته ښکل کړلی
غاښ به دې چېچل زه به دې مـــــړ کړمه
خوب به راياده شوی اوتر بـــــــــــه شوم
ډیر به می ژړل زه به دې مـــــــړ کړمه
سپينې لېچې ترې رانه تاووشوی ستا
چا به تری ويستم زه به دې مــــــــړ کړمه
ستا غـــــرور خــــــالد نه زړګی وړی وو
شاته دې کتل زه به دې مړ کړمه
خالد عباسی