ملګرو دروغ مني جانان مې او رېښتيا نه مني
هــــر وخت خبرې د رقيب مني زمـــــا نــــــه مني
زه چې وړه غـــــوندې خطا وکړم خفه وی رانه
خپله د غـــــره غوندې خطا اشنا خطا نـــه مني
دی بختور خدایه چې تا مني رسول دې مني
افسوس د هغه چا په حال باندې چې تا نه مني
کفار لا څه مسلمانانو کې شته داسې خلک
چــــې د سلګونو انسانانو مرګ ګناه نه مني
کـــــړې ورپه برخه خدايـــــه هغو ته د عمر ژړا
څوک چې زمونږ په خوله ژړا مني خندا نه مني
يرغلــــــه نښـــــه د ريښتينو پښتنو دغـــــــه ده
غير لــــــه الله نه غلامــــي نوره د چـــــا نه مني
انوار الحق يرغل
وروستي