پوهنې وزارت ځینو ښوونځیو ته یو کتاب لیږلی

کتاب د ډلییز ارتباط یا Mass Communication له وسایلو له څخه یو یو اهم چاینل دی چې د انسانانو تر منځ علوم، اطلاعات، معلومات او پوهه انتقاالوي او لوستل یې له انسان څخه عالم جوړوي که د نړی هر لوړ عالم ،پوه، مبتکر او مفکر وګورو او که د سیاست او دولتدارۍ د برخې هر فعال ته نظر وکړو نو ګورو چې د خپلې پوهې او علم اخذ یې له کتاب څخه کړی دی او همداشان خپل علم پوهه او مهارتونه د کتاب له لارې نو رو ته انتقالوي او اړ دی چې د خپلې اختراغ او موندنو یوه برخه د کتاب له لارې ښکاره هم کړي .
ښکاره ده چې نوي ټیکنالوژۍ په دې برخه کې اسانتیاوې او سهولتونه رامنځ ته کړي دي او یو څوک به ووایي چې زه د کتابونو پرځای له انټرنیت څخه استفاده کوم او له دې لارې خپله پوهه او معلومات زیاتوم او یا مې  معلومات له دې لارې  قوي کړي دي نو که د تعلیم د حاصلولو ابتدا ته یا د پیل دورې ته نظر وکړو نو دې نتیجه ته رسیږو چې پیل یې په کتاب سره کیږي ځکه کله چې سړی ماشوم وي د ښوونځی لومړی ټولګي او یا هم له هغه ښکته ټولګي ته شامل شي نو لومړی مخامخ کیدل یې له کتاب سره وي نو ویلی شو چې کتاب دټولو علومو د حاصلولو د تهداب خښته ده.
کتاب د ښوونې او روزنې د ډګر د درسي موادو له هغو مهمو موادو څخه دی چې که چیرې يو استاد  د نړی په پرمختللي میتود خپل تدریس عیار کړي خو بیا هم چې د زده کوونکو سره یې د نصاب کتابونه نه وي نو نه شي کولی چې څه ډول چې لازمه ده په هغه شان درس زده کوونکو ته انتقال کړي که انتقال یې هم کړي له نیمګړتیاوو به خالي نه وي ځکه چې د درسي پلان په یو ستون کې د درسي موادو یادونه کیږي چې په دې موادو کې د نصاب کتاب هم شامل دي ، د افغانستان په څیر هیوادونو کې چې منظم تجهیزات نه لري پرته له کتابه زده کونکي د استاد پروړاندې د ړندو په څیر ناست وي.
د تاءسف ځای دی چې د کتاب د دومره ارزښت سره، سره بیا هم  زمونږ په ګران هیواد کې د نصاب کتابونو ستونزه لا نه ده حل شوي په داسې حال کې چې  د نړۍ د مختلفو هیوادونو مرستې چې نږدې څو کاله مخکې د اوبو د ورخ په څیرې راماتې وې لاهم د ځینو هیوادنو لخوا د افغانستان له بیلابیلو سکتورونو سره مرستې دوام لري د افغانستان په کشاله کې دهر ښکیل هیواد دلته مختلفې پروژې او او  مادي لګښتونه جاري دي خو بیا هم پوهنې وزارت له موقع او چانس څخه په استفادې دغه ستونزه مرفوع نه کړه او بیا یې هم د ۱۳۹۶ کال لپاره ولایتونو ته د نصاب کتابونه په نیمګړي او کمبود ډول لیږلي دي.
که د ټولو ولایتو څخه د مثال په توګه د خوست یادونه وکړو چې چې د ۱۳۹۶ هـ کال  لپاره پوهنې وزارت دغه ولایت ته ۶۲۸۰۰۰ شپږ لکه اته ویشت زره کتابونه ورولیږل خو بیا یې هم د دغه ولایت د کتابونو د نه شتون ستونزې ته ځواب ونه وایه د خوست د پوهنې ریاست اړوند د مرکزي ښوونځیو د آمریت د کارکوونکو په وینا چې مونږ ته رالیږل شوي کتابونه کفایت نه کوي او بیخي کم دي او مجبور یو چې د خپلې تقسیم بندۍ له مخې دهغو کتابونو له جملې څخه چې له وزارت څخه په کم تعداد راغلي دي  بعضې مکاتبو ته یوازې یو کتاب ورکړو حقیقت همداسې ؤ کله مو چې د دوی د کتابونو د توزیع لیستونه ولیدل نو د اسې ښوونځي مو هم پکې ولیدل چې د بعضې کتابونو سهم یې یوازې يو جلد کتاب ؤ، په خوست مرکز کې د آزادۍ مېنې په نوم د یوه ښوونځي مدیر هم وویل چې په راکړل شوو کتابونو کې داسې مضمون هم شته چې زما د څو زره شاګردانو لپاره یې یوازې پنځه جلده کتابونه راکړل شوي دي چې د مکمل صنف یا شعبې پرسر یې یو یا یو نیم کتاب رسیږي.
د کتابونو په دې کمبوداتو کې یو کمبود د یني ښوونې او قرآن کریم مضمون کتابونه دي  چې څوکاله کیږي چې دغه کتابونه ښوونځیو ته کم راځي او په دې وروستیو کې هیڅ نه دي ورکړل شوي لا یې هم زده کوونکي دوهم چاپ یا فوټوکاپي په خپلو پیسو اخلي. او زمونږ په اسلامي ټولنه کې یې د خلکو سره بیلابیل شکونه او ابهامات هم لرلي دي او پر وړاندې یې ولسي خلکو ضد ونقیض څرګندونې کړي او کوي یې  د خلکو سره دغه شکونه له هغه وخت څخه پیل شول چې د معارف پخواني وزیر فارق وردګ په  ۲۰۱۳ م کال کې چې د ولسي جرګې غونډې ته احضار شوی ؤ  وویل چې بهرنیان د دیني کتابونو د چاپ په برخه کې راسره همکاري او مرسته نه کوي بهرني غربي هیوادونه یوازې د هغو کتابونو لګښت پرغاړه اخلي چې د دوی په ژبه دي فاروق وردګ ویلي ؤ چې د دیني کتابونو د چاپ لپاره اړ یو چې اسلامي هیوادونو ته مخه کړو.
اوس پوښتنه دا ده چې د ملي وحدت په نوم د جوړ شوي حکومت په شتون کې  چې دا دی دوره یې تر نیمایي رارسیدلې ولې تراوسه دغه ستونزه پرځای پاتې ده؟ او ولې مو ماشمومان لا هم د لوست کتابونه نه لري؟ او ولې د یوه معیاري معارف خاوندان نه شوو؟
که د ځواب په شکل یې  د ګڼو نورو موردونو په ځنډه کې یو څو موردنو ته اشاره وکړو: اول مورد دا دی چې د ملي وحدت د حکومت له جوړیدو راهیسې تر دې مهاله په دې نه دی توانیدلی چې چې کبینه تکمیل کړي او اوس هم د وزیرانو کبینه نیمګړي ده ځکه چې ځني وزارتونه اوس هم د سرپرستانو لخوا اداره کیږي. دوهم دا چې د ځینو باطني فشارونو له امله جمهور رئس په دې نه دی توانیدلی چې وړ او مناسب اشخاص وزراتونو لپاره معرفي کړي. دریم داچې ولسي جرګه هم د باور او  تایید په برخه کې صادقانه کار نه کوي په داسې حال کې چې انتخابي دوره یې پای ته رسیدلي ده او د ولسمشر د فرمان پراساس په تمدیدي دوره کې خپل کار پرمخ وړي نو له موقع نه په استفادې یې رایه کارونه او نورې کړنې د شخصي ملحوظاتو پر بناء ولاړې دي. څلورم دا چې وزارتونه مو د سیاسي حزبونو له کشمکشونو څخه خالي نه دي چې خپلې چارې په خلاص زړه پرمخ یوسي.
که وزارتونو ته وړ او بې پرې اشخاص معرفي شي اود وزراتونو داخلي تشکیل د بیلابیلو ریاستونو او همداشان د ولایاتو د ریاستونو لپاره مناسب سپیڅلي او بااستعداده رئسان او نور کارکوونکي د وړتیاوو په پام کې نیولو سره وګمارل شي ،  دنړیوالو مرستې راجلب شي، او موجوده کیدونکې او ترسره شوي مرستې د یوه مناسب میکانیزم له مخې په مصرف ورسول شي نو ژر دی چې د یوه معیاري معارف خاوندان به شو.
سید حبیب صمیم -  خوست 2017 – May – 24