د ګرځنده مبایل له څلورو لاندې لارو څخه سترس یا ذهني فشار منځ ته راځي

څېړنو دا ښودلې، چې ۹۲ سلنه وګړي له ګرځنده مبایل څخه ګټه پورته کوي،۹۰ سلنه یې له ځان سره نېږدې ږدي او دریمه برخه یې وایې، چې هېڅکله خپل مبایل نه ګلوي.
هو دا د تکنالوژۍ په برخه کې یو نوښت او مثبت اوښتون دی، چې په ټولنه کې د ډېرو اسانتیاوو لامل ګرځېدلی دی، خو د دې تر څنګ د ډېرو منفي څیزونو لکه: سترس یا ذهني فشار او پرېښانۍ لامل هم ګرځېدلی دی.
۱ــ د بټرۍ لږ چارچ درلودول: ۹۰ سلنه وګړي د دې نه په تشویش کې وي، چې د مبایل بټرۍ یې ۱۰ یا ۱۵ سلنه چارچ ولري او دې ته په کتو سره ډېر ژر لاس په کار کېږي او د دې تشویش لري، چې تلېفون چارچ له لاسه ورکوي او ګل کېږي، چې همدا د ذهني فشار یا سترس لامل ګرځي.
۲ــ د مبایل رپېدل یا لړزه: په ناڅاپي ډول د تلېفون لړزه د انسان په وجود کې د یوې څپېړې په څېر منفي اغېزه کوي. د انسان په وجود کې د وېرې تر څنګ د ذهني فشار لامل هم ګرځي.
۳ــ له مبایل څخه وېره: کله، چې یوه اړینه او مهمه خبره یا یو اړین او د خوشحالۍ خبر له نورو څخه ژر خپلې کورنۍ ته وایو د دې وېره لرو، چې د تلېفون انتن کمزوری نه شي یا په اړیکه کې کومه ستونزه رامنځ ته نه شي، چې دا وېره او تشویش د انسان په وجود کې د زړه ډېر خوځښت او د وینې د فشار د لوړېدو تر څنګ د سترس لامل هم ګرځي.
۴ــ د تلېفون له غلا کېدو څخه وېره: د تلېفون له ورکېدو او غلا کېدو څخه وېره د دغې تېکنالوژۍ یوه بله ستونزه ده، چې په ډېریو وګړو کې د ذهني فشار لامل ګرځي. کومې کړنې تر سره کړو، چې له دغو ستونزو او ذهني فشارونو څخه ځان خلاص کړو؟
د ۱۵ دقیقو لپاره هره ورځ خپل تلېفون ګل کړئ او له ځانه یې لرې کېږدئ. د دغه وخت په اوږدو په نورو کړنو لاس پورې کړئ او د تلېفون سره عادت مو لږ لږ له منځه یوسئ.