د نفوسو نوې نظريه
د معیاري نفوسو نظریه او یا هم د مطلوبه نفوس نظریه
Optimum theory of population
: د مالتوس د نظريې د نيمګړتياوو له کبله يوې نوې او ټولنيزې نظريې ته اړتيا پيښه شوه چې پروفيسر کنين او يو شمېر نورو اقتصاد پوهانو د دغې اړتيا په نظر کې نيولو سره د نفوسو په اړه يوه نوې نظريه وړاندې کړه چې د نفوسو معياري نظريه ورته وايي، د نفوسو دې نظريې د معياري نفوسو د نظریې بنسټ کېښودو. معياري نفوس هغه نفوس ته ويل کېږي چې شمېر يې د هېواد د توليد د وسايلو مطابق وي چې دهغه په شتون کې د خلکو سړي سر عوايد لوړېږي. که نفوس له معياري نفوس څخه کم وي، د نفوسو تفريط ورته وايي چې په دې صورت کې د هېواد نفوس له ټولو وسايلو څخه ښه ګټه نه شي پورته کولای او ډېر وسايل بيکاره پراته وي په دې حالت کې کورنۍ توليد کم وي او سړي سر عايد هم کم وي د دې برعکس که د نفوسو شمېر له معياري نفوسو څخه ډېر وي نو د نفوسو افراط ورته وايي په دې صورت کې د سړي سر عايد کم وي ځکه چې له وسايلو څخه د ګټې پورته کونې لپاره لږو خلکو ته اړتيا وي خو په دې وخت کې د خلکو شمېر ډېر وي، د معياري نفوسو پېژندنه پروفيسور کنين په خپل کتاب شتمنۍ کې داسې کړې: په يو معين وخت کې د ځانګړو حالاتو لاندې د يوې کمپنۍ د کارکوونکو ځانګړي شمېر څخه موږ ډېر عايد تر لاسه کړو او که په دې لږ تغير راشي زموږ عوايد ورسره کميږي همداسې د نفوسو په معامله کې د انسانانو يو داسې معياري شمېر ته اړتيا وي چې د هغوی په شتون کې موږ ډېر سړي سر عايد ترلاسه کړو که په نفوسو کې ډېرښت او يا کمښت راشي زموږ په عايد کې به توپير راشي د معياري نفوسو دنظر يې د وضاحت لپاره يو مثال ورکوو: يو کرنيز فارم دی چې لس جريبه ځمکه لري چې په دې فارم کې د بېلابېلو کارکونکو توليدات په لاندې جدول کې توضيح کوو.
د ځمکې مقدار |
کارګرو شمېر |
ټول توليد |
اوسط او سړي سر توليد |
10 جريبه |
1 |
40 ټنه |
40 ټنه |
10 |
2 |
100 |
50 |
10 |
3 |
180 |
60 |
10 |
4 |
200 |
50 |
10 |
5 |
200 |
40 |
د نفوسو د معياري نظريې ځانګړتياوې
۱- معياري نفوسو کې تغير: د نفوسو معياري نظريه ثابت او ځانګړی حد نه لري، د نويو وسايلو په پيدا کولو او کارولو سره په کې تغير راځي، که د يو هېواد وسايل کم وي او نفوس يې هم کم وي، خو وسايل يې ډېر کم وي، نو د هغه هېواد معياري نفوس نه دی، خو که د يو هېواد نفوس ډېر وي، خو وسايل يې هم ډېر وي، د دغه هېواد نفوس معياري دي.
۲- د نفوسو ډېرښت: د نفوسو په ډېرښت سره تل په لوږه، افلاس او غربت کې زياتوالی نه رامنځته کېږي بلکې ځینې هغه هېوادونه چې ډېر نفوس لري هلته د نفوسو ډېرښت د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور وي.
۳- د توليد وسايل: د نفوسو د نوې نظريې په وسيله موږ کولای شو چې دا پريکړه وکړو چې د هېواد د وسايلو په پام کې نيولو سره پریکړه وکړو چې په کوم هېواد کې نفوس ډېر دی او په کوم کې کم.
نيوکې:
● عملي کولو وخت: د دې نظريې تطبيق په عملي ژوند کې ډېر ستونزمن کار دی، د هېواد د معياري کولو لپاره ډېر اعدادو او ارقامو ته اړتيا وي چې ډېر وخت ونيسي، که فرض کړو چې د هېواد معياري نفوس برابر شو، له لږ وخت وروسته بېرته بدلېږي او اخيستل شوي ارقام او اعداد بې ګټې پاتې کېږي.
● د معياري نفوس خيال: د معياري نفوسو نظريه يوه مبهمه نظريه ده چې موږ پرې پرېکړه نه شو کولای.
پايله:
د نفوسو نوې نظريه د مالتوس له نظريې څخه بهتره ده چې د نفوسو په ډېرښت او کمښت په علمي لحاظ تر څېړنې لاندې نيسي مالتوس د نفوس ډېرښت څخه وېرېدو، خو معياري نظريه کې د حقيقت عنصر غالب دی چې ددې نظريې په اساس د نفوسو ډېرښت او کمښت کوم اهميت نه لري، که د يو هېواد وسايل او نفوس دواړه ډېر وي، بيا هم کوم توپير نه لري او کولای شي چې خپلو وګړو ته د ژوند اسانتياوې برابرې کړي او که نفوس يې کم وي او وسايل يې هم کوي بيا هم کومه اغېزه نه لري نوله دې کبله ويلی شو چې د نفوسو معياري نظريه تر ډېره بريده د منلو وړ ده.