که یې وس وشي بله کورنۍ جګړه هم پیلوي

که يې وس وشي بله کورنۍ جګړه هم پیلوي! 
     متل دی وايي(غوایی چې دې د کور په اوخور لوی شي د غاښونو لېدو ته يې اړتيا نه شته )
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې یو شمېر دا سې خود خوا او ټوپکمارشته چې د افغانستان او افغان ولس د ښکاره او پټو دښمنانو په اشاره او لمسه  د بې وزله او مظلومووګړو په وژلو ، ربړولو لګیا و او لاهم لګیادي . دوی د خپل همدغه شوم نیت او کرغېړن هدف یا موخې ته د رسیدو لپاره ، ګڼ شمېر افغانان له تیغ تېرکړي او د دوی مال او ناموس ته یې په ډېره بې رحمۍ لاس ور تېرکړی او لای یې هم ورتیروي.
د حیرانتیا خبره دا ده چې ، کله د مظلوم ولس سره د خواخوږۍ خبرې کیږی نو همدا لویدلي او د مظلومانو په وینو مست داړه ماران ، ترنورو ډېر د خواخوږۍ تمثیل کوي ،او مظلومانو ته د عدالت او د قومونو او ملیتونو ترمنځ د یوالي غوښتنې کوي !
که څوک له دوی وپښتي چې ؛ کوم عدالت ؟ څنګه او د چا ترمنځ یوالی ؟   
په اصل کې تاسو د هغه ټوپک په شپېلۍ چې نن پرې عدالت  غواړې پرون دې پرې خلک ووژل ، ميندې دې بورې کړې،خويندې دې ورارې کړې، پېغلې دې کونډې کړې،ماشومان دې یتيمان کړل او دپلار له سيوري دې بې سيوري کړل .
  تا د خپل بادار په لمسه ، د يووالي په نوم د ولسونو ترمنځ د بیلتون کرښه راتېره کړه ، تا په همدې نوم ولسونه په تاجک،هزاره،ترکمن،اوزبک ،پشايي،نورستاني  او په نورو نومونو وويشل .
تا د امنيت په نوم هيواد نا امنه کړ او لاهم اخته يې ډلې ټپلې جوړوې، څوناپوهه او ځان غوښتونکي ځوانان،ميرمنې او سپين ږيري تېرباسې چې  اوداسې مفکوره ورکوې چې ګواکې له موږ سره په اوس وخت کې ظلم کيږي،موږ څنډې ته شوي ياستو،زموږ حق خوړل کيږي،موږ ته په دولت کې ځای نه راکول کيږي . انصاف دې روزي شه ؛ اتلس کلن ماشوم دې جنرال دی ، مشاوردی ، ریسانو خو شمارنه کیږي ... ورسره لا دا هم زمزمه کوې چې ژبې ته موسپکاوی کیږي ،قام ته مو سپکاوی کیږي او داسې نور . دا چې بایللې چوکۍ بېرته لاسته راوړي لګیادي بې چاره او ناپوه ځوانانو او له حال بې خبره کلیوالوته دوکه ورکوي ، موخې ته د رسیدو په لاره کې  سلګونه مړي او ټپيان ورته هيڅ هم نه ښکاري او لا نور هم اخته دي ، چې ولسونه د نا امنۍ  اور ته ورګوزار کړي، دوی تل جګړه غوښتونکي دي،د دوی ګتې په جګړه کې خوندي دي، د دوی عوايد له جګړې ترلاسه کیږي، دوی دجګړې اتلانو په نوم امتياز اخيستی او اخلي يې، دا دوی دي چې هيواد کې يې جګړه ګرمه ساتلې دا دوی دي چې د بهرنيو څارګرو ادارو په اشاره خپل هيواد او هيوادوال تر خاورو لاندې کوي، د دوی هڅه دا ده چې څنګه جګړه ګرمه وساتي څنګه د هيوادوالو په وژنو امتياز واخلي او څنګه د بادارانوموخې په نا امنۍ کې خوندي او لاس ته راوړي .
د هېواد روان کړکېچن حالت ایجابوي چې ؛ ولسمشردخپل کلک عزم  له مخې او دولس د ارادو د رښتیني تمثیلوونکي په توګه ، داشانې خود خواه او دومخوتش په نوم افغانانو او د دوی کرغېړنواو دافغانستان دسولې او پرمختګ دښمنانوپه لمسه ترتیب شویو حرکتونو دځپلو لپاره جدي عکس العمل وښیي ، عاملین یې د زندان تورو تمبوشاته ولیږي او  یا یې د  ګلوون په څېرجلا وطنه کړي او هيوادوال یې له شره خلاص کړي ! او ولسمشرته وریادوچې ( نور د دوی غاښونو کتوته اړتیا نشته ) !
 
          ليکوال: امان الله (امان)