زما په اند ، څومره چې مور،پلار،هيواد او اولادونه پرموږ حق لري ،په همغه اندازه ژبه هم پرموږ دومره حقداره ده، چې په فردي او ټوليزه توګه واړه او زاړه یې د خپلې خوږې مورپه څېر قدر وکړو. دا ژبه ده چې د انسان اصليت ترې څرګنديږي . زه د خپلې ژبې پرټولو ګړیدوونکو کشرانو ، ،ځوانانو،خويندو،لوړرتبه چارواکواو ټيټ رتبه چارواکو غږ کوم چې ؛ په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي هغه که کاډۍ چلوونکی وي،هغه که دوکاندار وي ،هغه که سوداګروي،هغه که وزير،والي،رييس،امر اومدير وي . زما په اند دا به په دې مانا نه وي چې موږ له بلې ژبې سره تعصب لرو او يا په بله ژبه خبرې اترې نه شو کولای ، مورنۍ ژبه مو ده که په ولسونو کې یې عاموالی نه شو، تر نورو يې رسولی نه شو ،علمي لیکنې او سيمينارونه پرې ورکولی نه شو، نړيواله کولی یې نه شو، داخو کولای شو چې پرې وغږیږو.
په دې دور کې داسې خلک هم شته چې ته به ، خپله ژبه باندې خبرې کوې او دوی به درته تعصب ګر وايي؛ دا چې نور په خپلو ژبو خبرې کوي له مشر يې درواخله تر کشره پورې موږ چپه خوله ناست يو وايو ، په پښتو خبرې نه شي کولی يا يې زده نه ، دومره وړتیا خدای جل جلاله نه ده ورکړې چې پښتو زده کړي ، لوستي او پوه کسان یې هم لا تراوسه دافغانستان په ملي ژبه پښتو خبرې نه شي کولی اویا یی کولای شی خو کوي یې نه ، هغو ګله نه کوو، خو زموږیږشمېر مشران او ځوانان چې کله یوڅه موقف تر لاسه کړي او په کار ځای کې ورسره د بلې ژبې خلک وي ، دوی په ځای د دې چې نوردې ته وهڅوي چې پښتوژبه زده کړي ، دوی په خپله خپله ژبه ورته پرېږدي او دنورو په ژبه خبرې کوي .
څوک خودې په دار، نه خېږوي خو،څه به شي يا،به رییس وې هغه مقام به درنه واخيستل شي يا،به مامورګوټی وې ماموريت به درنه واخيستل شي ...
که چېرې موږ او تاسو غواړو خپله ژبه دولتي ( په اداروکې لیکنیزه ) ژبه وګرځوو نو راځئ لومړی يې له خپل کارځای پیل کړو.
اوس مهال ،په یوه داره کې به لس نفره کار کوي په لسونفروکې به اته پښتانه وي او یوازې دوه نفره به یې دري ژبي ، خو کله چې دمکتوب لیکي اړتیا شي په دري ژبه یې لیکي ، او له یل بل سره دګړېدو پروخت ، د همهغه دوونفرو په خاطر خپله ژبه ( پښتو) پرېږدي او په دري غږیږي ؛ چې داسې ده نوڅنګه به تمه وکړو چې زموږ د اکثریت نفوس ژبه پښتو د دې هېواد ( افغانستان ) لیکنیزه یا اداري ژبه شي .
لېکوال: امان الله( امان)
وروستي