نظم

نن شوه ددوی زموږ دپرون قيام ته ګوته نيسي
دوی انصاف دارشول اوزموږقوام ته کوته نيسي
ښکاريږي داسې چې زموږ پکی څه حق نه بولي
ځکـــه په نيغــــه مو هر يو کلام ته ګوته نيسي
کلتور خو پريږده چې مذ هب مو په خطرکی ولويد
چې په جومات کـــې مو ولاړ امام ته ګوته نيسي
زه په نظرکی دومره سپک ورته ليدی شمه نن
ته واکټ مټ لکه يو څوګ غلام ته ګوته نيسي
دوی نو بيا څوګ شول اومنشور ته يې څه ووايمه
چې اوس زما دقـــوم مبرا مـــــرام ته ګوته نيسي
کــــــه دتاريــــــخ د اّ ينې مخـــې ته و دريدل
لکه دنورو به بيا خپل اقدام ته ګو ته نيسي
دابتدا تپوس يې مــــه کــــــوه لږ صبر وکــــــړه
دوی به بيا خپله دخپل یون اجام ته ګوته نيسي

امينه پام چې په اوږدو ګيرويې نه شی غلط
دادپړسو زامن هميش سلام ته ګوته نيسي۰
پښتانو يو شی که نه په خپلو سفاراتو کې به
۰۰۰۰۰۰۰۰۰