
پـــه فکر او سوالونــو کي ورک وران یــم؛
جــنّـــته! ستا قیـــمت ته ډېر حــیران یــــــم.
د ټــولي نــړۍ ټــــول عــــــذاب په ما شي؛
خــــبر شي، دا چي زه هم مســـلــــمان یــم.
د بــم زات به یې څــنګه لار کــــــږه کړي؟
دبـم زات یې هم پوه شو، چي افـــــغان یم.
له خـیر او ښېـــــــــراوو نه په ســـــر شـــه؛
مورجانـي! اوس خو هسي هم قربـــــان یم.
تـر شپــږو اســمانونـو پـــــورته عرشـــــــه!
نو زه به مي ځان هېر کړم، چي انسان یم.
بـــــــــلا! له فیــضاني نه هم زړه وخــوره؛
دوزخـــــــه! نور هم ستا د کندي خـــان یم.
2017/3/june
3:55 PM
شنبه