
له خوږوخبرو مخکې په مارجه څه ناڅه خبرې کوو:
مارجه دهلمند دلښکرگاه له ښار څخه دېرش کيلومتره لرې پرته زراعتي سيمه ده، چې د وگړيو شمېر يې له اتيازره څخه اوړي.
ددغه ځاي خلک په زراعت او تجارت اخته دي، چې په دوديزه توگه پوره مېلمپال او مينه ناک خلک دي .
له دې سره سره زړور او وفا دار خلک هم دي، چې له هېواد سره کلکه مينه ددې ميړني ولس خوى او خصلت دى.
دهمدغه ملي شتون پربنسټ په تېرو نهو کلونو کې يرغلگر يهودان پدې ونه توانيدل، چې مارجه لاندې کړي .
دغه سيمه صليبي دښمن دځان لپاره ديوه نه تسخير کيدونکي چيلنج په توگه منلي و.که نه؛ نو ديوې کوچنۍ ولسوالۍ او يوکوچني ښارگوټي دنيولو لپاره له ٢٠٠٠٠ زره څخه د ډېرو عسکرو جگړې ته ليږل څه معنا لري؟
د امريکا غږ شيطاني او مکارې راډيو د بي بي سي له شيطان غږ راډيو سره يوځاى د هلمند خلک عموماً او د مارجې ولس خصوصاً په دې تورن کړي، چې گويا د تارياکو او مخدره توکوتجارت کوي او مجاهدينو ته وسلې لېږدوي.
دا هم د هغې بهانې يوه بېلگه ده، چې امريکايانو د افغانستان د پاکې خاورې او حريم د نيولو پر مهال د القاعدې د موجوديت په بهانه پر افغانستان تېرى وکړ. په داسې حال کې، چې د القاعده تنظيم يو نړيوال دنيا شموله او پراخه تنظيم دى، چې د نړۍ په گوټ گوټ کې موجوديت لري؛ نو دا څۀ معنا لري، چې امريکايان يوازې افغانانو ته دا پلمه کوي.
په هره توگه د مارجې د نيولو لپاره اوس هم امريکايان داسې حربې او توطيې کاروي، چې د افغانانو او نړيوالو ذهنونه مشوش، مصروف او گمراه کړي.
که نه هر سړى پوهيږي، چې د مارجې د خلکو گناه څه ده؟
که دا گناه وي، چې د مارجې خلکو مارجه د تېرو نهو کلونو په دوران کې د امريکايانو له ناپاکو قدمونو خوندي ساتلې ؛ نو بيا روان ټينگار، مقاومت او جهاد په هر هلمندي فرض دى.
د امريکايانو درواغجن مشران وايي، چې مونږ پر مارجه؛ ځکه عمليات پېل کړي، چې هلته له ملکي خلکو سره خواخوږي څرگنده کړو.
دا څنگه خواخوږي ده، چې د جنگ له پيله ور سره په لسگونه ولسي خلک وژل شوي؟
تېره اوونۍ امريکايانو يوازې په يوه کور کې د دولس ولسي وگړيو پر وژلو اعتراف وکړ، خو هغه يې د راکټي بريد د تېروتنې لامل وگاڼه.
دا څنگه ړنده تکنالوژي او دا څنگه استخباراتي پرمختگ دى، چې د امريکايانو کمپيوټرايز راکټونه دوست او دښمن نه شي بېلولې؟
دا د مجاهدينو لپاره د خوښۍ ځاى دى، چې د امريکا د درواغجنې او ړندې ټکنالوژۍ حقيقت ورسره څرگنديږي
بل لوري ته زمونږ پر اسلام او وطن مين مجاهدين داسې دقيق او پر ځاى گوزارونه کوي، چې خپله صليبي دښمن د دې خبرې اعتراف کوي او وايي: مجاهدينو داسې ماينونه جوړ کړي، چې په هغې کې لرگى استعمال شوى او مونږ هغه نشو کشفولى الحمدلله ثم الحمدلله. بلخوا د هلمند لاسپوڅى والي گلاب منگل په ډېر وياړ وايي: مونږ او زمونږ ائتلافي وروڼه (امريکايان) اوږه په اوږه د مجاهدينو په خلاف په دې جنگ کې ونډه لرو، خو گلاب منگل دا هېروي، چې دى مزدور دى او د خپلو مسلمانو وطنوالو او مظلوم بې دفاع ولس په خلاف له يرغلگرو سره يوځاى شوى. که له دوى سره يو ځاى ووژل شي؛ په دې کې شک نشته، چې دى او د ده امثال به مخامخ جهنم ته ورځي او افغان ملي تاريخ به دا تورې کرغېړنې څېرې خپلو راتلونکيو نسلونو ته د پلورول شويو په لست کې ليکي.
لکه څنگه، چې د غلام افغان دولت غلام او تش په نوم د کابل واکوال حامد کرزى او د دفاع بې دفاع وزير رحيم وردگ رسماً د هلمند د جنگ په پېلېدو له امريکايانو سره نه يوازې همغږۍ ته لبيک ووايه ، بلکې دا هم ور سره څرگنده شوه، چې د ملي روغې جوړې خبرې محض درواغ وې او دي، چې د بزنس لپاره ورنه حامد کرزي او د ده بادارانو دلته او هلته په کنفرانسونو کې استفاده وکړه، خو د مارجې عملياتو ترې پرده پورته کړه.
مخکې له دې، چې په سنگر کې ناستو سرښندونکيو او اتلو مجاهدينو ته مشورتي خوږې خبرې وړاندې کړم، د جهاد له رهبرانو څخه زما او زما د ولس غوښتنه دا ده، چې اوس مهال امريکايان له يوې خوا جنگ پر مخ بيايي او له بلې خوا د روغې جوړې او صلحې (سولې) خبرې زمزمه کوي؛ له پوره احتياط او زيرکتيا (فراست) څخه کار واخلئ. الله مکړه، چې د دښمن پر پټو دسيسو ونه غولېږئ او د همسايه او ځينې اسلامي (تش په نامه) ملکونو پر وساطت هم تېر نه وځئ .
زما يقين دى، چې تاسې محترمو او عاليقدرو مشرانو ته له پخوا څخه هم تجربه شته او تاسې دغه ملکونه ښه پېژدلي، چې د تېر جهاد له کاميابۍ وروسته هغوى له تاسې او افغان او مسلمان ولس سره څومره آگاهانه او دانسته خيانت کړى؛ نو تر هغې، چې امريکايان له عسکري عملياتو لاس وانخلي خبرې اترې د وخت ضياع او تېروتنه بولم.
د جهاد او سنگر مجاهدينو ته عموماً او د مارجې اتلو مجاهدينو ته خصوصاً څو داسې مشورې وړاندې کوم، چې زما په اند د کاميابۍ لپاره به څه نا څه مهمې وي.
لومړى : دا، چې دښمن زيات تبليغاتي وسايل لري او د همدې تبليغاتي وسايلو او رسنيو له لارې خپل زهرجن او درواغجن خبرونه خپروي. له ټولو مجاهدينو څخه خصوصاً او له افغان ولس څخه عموماً چې هر چېرې وي، هيله کيږي: د دغو ناروا تورو تبليغاتو مخه په تبليغاتو ونيسي او له رسنيو، انټرنيټ پاڼو او ټولو ممکنه تبليغاتي وسايلو څخه د هر وخت په پرتله اوس مهال بشپړه گټه پورته کړي، چې دښمن په دې سوړ تبليغاتي جنگ کې له پوره ماتې سره مخ شي.
د تبليغاتي جنگ اتلان په سنگر کې له ناستو مجاهدينو څخه ذره قدرې هم توپير نه لري، بلکې په ځينو حالاتو کې د دې جنگ (سوړ جنگ) اتلان کولي شي، د جنگ حالات په خپله گټه وڅرخوي، چې په دې خبره د فکر او
قلم لرونکي او پر سياست پوه اشخاص د عوامو په پرتله ښه پوهيږي. تاسې گورئ، چې دښمن يو ډز کوي او سل خبرې. دا اوسنى جنگ عسکري جنگ نه، بلکې تبليغاتي جنگ هم دى.
دوه يم : په دين او وطن مينو مجاهدو وروڼو! پام مو دې خبرې ته هم را اړول غواړم او هغه دا، چې دښمن د مارجې د جنگ لپاره پوره تبليغات کړي او هدف يې دا دى، چې د مجاهدينو عدد او عدود (شمېر او تيارى) معلوم کړي او په احساساتو او جذباتو يې راولي، خو مجاهد وروڼه بايد په پراخ زړه او سړو دماغونو له دغه تش په نامه تبليغاتي جنگ څخه اغېزمن نه شي. د معمول مطابق خپل پوځي، جهادي تکتيکونه لکه غلچکي حملې، راکټي گوزارونه، ځمکني رهبري شوي او کلاسيک ماينونه، د لويو لارو تر ممکنه حده، چې عام ولس ته ضرر ونه لري بندول، ځاى ځاى ناڅاپه کمينونه او د اشد ضرورت پر وخت ايثارگر استشهادي پرېکنده گوزارونه، په کامل درايت او احتياط په کار واچوئ. د ډېر شمېر مجاهدينو په يو ځاى راټولېدلو، اوسېدلو، تللو او راتللو څخه کاملاً ډډه وکړئ، د ورځې په پرتله د شپې لخوا ډېر محتاط او بيدار اوسئ او د جنگ پر مهال دښمن له نږدې څخه تر گوزارونو لاندې راولئ او دا د دې لپاره، چې د دښمن هوايي ځواک کاملاً فلج شي او داسې حالات رامنځته کړئ، چې پخپله امريکايان، خپل امريکايان وځپي.
درېيم : د نورو ولاياتو مجاهدين بايد په عسکري او تکتيکي لحاظ د دښمن ستر مراکز، لويې لارې، په ښارونو کې عسکري - سياسي مراکز، هوايي اډې، د ولاياتو ترمنځ د تگ راتگ لارې، هغه موټرې او لارۍ، چې دښمن ته اکمالات، خوراک او د سون مواد وړي، تر هر اړخيزو بريدونو لاندې راولئ، چې دښمن د يوه نه جبرانېدونکي فشار لاندې د افغان مجاهد ولس روا او بر حقه غوښتنې ومني او د افغانستان له پاکې خاورې خپل ناولى صليبي ټغر ټول کړي.
دا هغه لارې چارې دي، چې د تاريخ په اوږدو کې يې دښمنان تېښتې او وتلو ته مجبور کړي، خو يوې خبرې ته به مجاهدين وروڼه بشپړه توجه کوي او هغه د عام مظلوم ولس ساتنه ده؛ ځکه ډارن امريکايان د هرې ماتې په درشل کې عام ولسي وگړي په شهادت رسوي. سره له دې، چې امريکايان دې ته نژدې شوي، چې فقط او فقط د هوايي ځواک له لارې عمليات پرمخ بوځي او له مجاهدينو سره د مخامخ ځمکني جنگ تاب او توان نه لري؛ نو راکټ، پيکا، هشتاد و دو، هفتاد و پنج، کلاشنکوفونه، لاسي بمونه دې له نږدې څخه استعمال شي او دا کار د دښمن ملا ماتوي او د غنيمت مالونه هم لاسته راوړئ.
څلورم : مجاهدو وروڼو د دې جنگ لپاره صليبيانو له شل زره عسکرو ډېر عسکر گمارلي او له دوى سره افغان خاينه پلورل شوې اردو هم گډون لري؛ نو د بشپړ احتياط نه به کار اخلئ؛ ځکه، چې د لستوڼي مار ډېر زيات خطرناک وي او د امکان په صورت کې د افغان بړيڅې اردو په دننه کې بايد څه نا څه ځوانان دننه کړئ، چې دغه اردو له داخله د تذبذب ښکار شي. دې اردو ته پکار وه، چې د يهودي صليبيانو ملگرتيا يې نه واى کړې او په ځان او ايمان وېرېدلي واى، خو زما په اند دا اردو اوس جهنم ته د تللو پوره اراده لري. تاسې او ستاسو په اند، چې د کافر ترڅنگ مسلمان مړ شي، چېرته به ځي؟ بې له شکه کوم ځاى ته، چې کافر عسکر غورځول کيږي .
همغلته به دغه په ډالرو کرايي اردو هم ورځي.
مجاهدو وروڼو! دښمن له بشپړې رسوايۍ او ماتې سره مخ نه شئ؛ کوښښ وکړئ، چې دغه جنگ طولاني او
اوږد کړئ . له يوې خوا پرې د دښمن تلفات زياتيږي او له بلې خوا د مجاهدينو حوصله او روحيه لوړيږي؛ ځکه دا نازولي شرابي د کيک او کولچو عسکر د اوږده جنگ توان نه لري او وروستۍ فتحه ستاسو په برخه ده.
پنځم : د مجاهدينو له اعلى قيادت څخه زمونږ د ولس غوښتنه دا ده، چې: که هغه د حزب اسلامي قيادت دى او که د طالبانو قيادت ،د الله جل جلاله د رضا او د خپل مسلمان مظلوم ولس د خلاصون او په افغانستان کې د افغانانو په لاس د يوه اسلامي خپلواک آزاد حکومت د جوړېدو په موخه له يو بل سره غاړه غړۍ او فرعي يا جزيي اختلافات ختم کړئ، گډ مخلصانه او د زړه له کومې داسې دريځ خپل کړئ، چې له يوې خوا افغان ولس له دې ناورين څخه خوندي شي او له بلې خوا د تل لپاره د اشغالگرو مخه ونيول شي.
همدا دواړه مجاهد قيادتونه دې دنيا او افغان ولس ته وښيي، چې له جنگي مهارت سره سره د حکومت کولو مهارتونه هم لري.
په دې هيله، مجاهدو قيادتونو ته له الله جل جلاله څخه د بشپړ نصرت او وحدت غوښتونکى يم