ناپوه وزير

دسيدبديع الزمان (هاشمي )
له ولسي کېسوڅخه

و،نه و، يوباچاؤ،داباچابه هرمازيګر له خپل وزيرسره له ښاره بهروتل،دخلکواحوال به يې اخيسته ترڅوځان ته معلوم کړي چې دخلکوڅه حال دى اولس څه مشکلات اوستونزې لري .
يومازيګردپخواپه څېرپه داسې حال کې چې دژمي مياشت وه هوايخه وه، شاوخواپه غرونو واورې وريدلې وې،باچااو وزيردواړه په چکرووتل:په خبرو،خبروکې تريوکلي تيريدل ګوري چې يوسپين ږيرى او زهير دوبي په دې يخه هواکې لګيادى کالي وينځي باچاودريده سلام يې پرې واچاوه بيايې ترې پوښتنه وکړه يودې په دووکې نه شته ؟ دوبي وويل نه صيب يومې په دووکې نه شته،باچابياوويل:درې دې په نهوکې نه تيريږي ؟ دوبي بياوويل:نه صيب،درې مې په نهوکې نه تيريږي،باچابياورته وويل:درمې کړخوچې ارزانه يې ورنه کړې،دوبي وويل:صيبه هغه خودګلوباغ دى؟باچاوويل:دګلوباغ دى خوګلان، نه نيسي،باچااودوبي دغه يوڅوخبرې سره وکړې اوباچاترې روان شوخپلې باچايۍته لاړ، شپه تېره شوه سحرچې باچايي دربارخورشو،باچا وزير راوغوښته ورته يې وويل:پرون چې مااودوبي کومې خبرې سره وکړې دهغې څه مطلب ؤ ؟
وزيرحيران شو، وى ويل:صاحبه زه خوستاسودخبروپه ماناونه پوهيدم چې تاسې څه وويل باچاورته وويل:وزيره! تاله درې ورځې مهلت دى چې دهغوخبرومانا پيداکړې اوکه نه خير دې نه شته، وزير وچې شونډې له درباره ووته اخوا دې خواګرځي چېرته چې څوک لږپه نظرپوى اوهوښيار ورته ښکاره شي دباچا او دوبي کيسه ورته وکړي هغه خبرې ورته تکرارکړي خوهغه يې په مانااومطلب ونه پوهيږي ځينې ورته ګډه وډه ماناوکړي خودده ډاډ پرې حاصل نه شي، لنډه داچې دوه ورځې وزير ددغو خبرو د مانا او مطلب پسې سرګردانه وګرځېده خوهيڅ يې ترلاسه نه کړل اخر دافکرورغى چې لاړ شي له دوبي څخه ددې خبرو دماناپوښتنه وکړي
وزيرلاړه په پوښتنه يې د دوبي کورپيداکړ،دوبي ورته قدراوعزت وکړ وزير دوبي ته سوال او زاري شروع کړه چې په هرقيمت وي دخداى له پاره دهغوخبرو چې تيره ورځ تااوباچاسره وکړې په مطلب اومانامې وپوهوه،دوبي خولومړى ځان منکرکړ خوچې کله وزير ورته ښې ډېرې روپۍورکړې دوبي ورته وويل:باچاراته وويل:چې زوى دې نه شته چې ته په سپين ږيري ځان کارکوې؟ماورته وويل چې نه،بيايې راته وويل چې دغه درې مياشتې ژمى دې دکال په نورو نهومياشتوکې نه تيريږي چې په ژمي کې دمه وکړې؟
ماورته وويل:چې نه،بيايې راته ووويل:چې ددې خبروماناوزيرته ارزانه ونه کړې، ماورته وويل چې داخووزير دى په هرڅه به پوى وي، هغه راته وويل:چې وزير دى خوپه څه نه پوهيږي وزير لاړه باچاته يې دخبرومانااو مطلب ووايه باچاپوى شوچې دخبرومانايې له دوبي،نه په ډيروپېسوزده کړي ده s_baduzama2000@yahoo.com
مبايل 070730016