ژوند مو خپله ښه کړئ

د څو دقیقو لپاره مو د خپلې خوښې کار په اړه خبرې وکړئ؛ دا کېدای شي ستاسو د کار په اړه د کتاب لوستل او یا هم د یوې ښکلې منظرې کتل وي. په دغه ساده کار سره کولای شئ د نړۍ خلک او یا هم د خپلې شاوخوا کسان په ښه ډول سره احساس کړئ. ډاډه اوسئ چې دا ورځ به مو د نورو په پرتله ډېره په زړه پورې، له خونده ډکه او متفاوته تېره شي.
۱- له نیوکې سره د مخ کېدو په وخت کې حقیقت ولټوئ
د بېلګې په ډول، که په دفتر کې یو څوک درته وایي، دغه کار دې سم نه دی ترسره کړی، ډېر ژر له ځانه وپوښتئ چې د دغه کس خبره رښتیا ده او که یې د کوم حسادت له مخې کړې ده. ډېر کله داسې واړه ټکي وي چې تاسو خپله یې پر لیدو نه شئ توانېدای.
۲- له وړو خوښیو هم خوند واخلئ
سهار وختي، کله چې له خوبه پاڅېږئ د څو دقیقو لپاره په خپل ځای کې کېنئ او له ځان سره ووایاست: «نن زما د خوښیو ورځ ده او هېڅوک نه شي کولای له ما دا خوښئ واخلي» پر خدای باور ولرئ او په ذهن کې درسره همدا جمله تکراروئ، له شک پرته به خپلې موخې ته ورسېږئ.