پرانېستی لیک

د افغانستان اسلامی جمهوریت جلالتمآب قاضی القضات،
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جلالتمآب لوۍ څارنوال،
د اداری فساد په ضد د مبارزې د عمومی ریاست جلالتمآب رئیس،
محترمینو،
د نورو ستونزو سربیره اوس افغانستان په نړیواله سطحه د قاچاق، بې کفایتۍ او اداري فساد دځالې شهرت ګټلې. د افغانستان ولسمشر، جلالتمآب حامد کرزی هم د هری موقع نه په استفاده دغه ستونزو ته ګوته نیسې او د انتقاد په توګه وایې چې زموږ د حکومت دوهم نوم فساد دی.
محترمینو،
بیروکراسی، قانونو شکني او اداري فساد لږ او ډیر د دنیا په هرملک کې شته، خو په هر ملک کې ددغو پدیدو ضد ادارې هم خپل کار کوي او په فساد ککړ اشخاص او مؤسسات د قانون منګولو ته سپاري. همدغه شان په فساد ککړ اشخاص هم دومره افراط نه کوي، چې ټول هېواد او د هېواد زعامت ته جبران نه کیدونکې زیان ورسیږي. خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې نه په فساد ککړ چارواکي او نه هم ددغو پدیدو سره د مبارزی مسؤل اورګانونه ددغه شان زیانونو پروا ساتي.
څه موده وړاندې چې د افغانستان جمهور رئیس د مونشن په ښار کې د امنیتي کنفرانس نه هېواد ته راستون شو د ملي امنیت له مسؤلینو له خوا دده په الوتکه کې درې یا څلور قلمه ممنوعه توکي ونیول شول چې ستاسی په شمول به ټول مسؤل مسؤسسات خبر وي. له بده مرغه قاچاق کونکی د معمول په توګه د بهرنیو چارو په وزارت کې لا تراوسه خپلې دندی ته دوام ورکوي.
د اړوندو ادارو د مشرانو په توګه تاسو محترمینو ته ددې لیک نه مطلب دادې چې ایا تاسی په دې هکله د مسؤلیت احساس کوۍ ؟ که چیری جواب هو وي نو په دې هکله مو څه اقدام کړې؟

په درنښت
روښان ستانګزې