حبیب الله حمیدي د يو شتمې پیړۍ د ځوانو شاعرانو له جملې هغه تاند شاعر بلل کیږي چې تر دې دمه یی ګڼ شعرونه لیکلی خو په چاپي بڼه ې تراوسه شعري ټولګه نه ده چاپ شوي ،خمیدی خپل شعرونه د زړه درد او د انسانی همدردی سره د علاقې له مخې لیکی ، مینه ورورالي وطن دوستي او ګڼ هغه څه چې په زړه کې راځي د شعر په تار یی باندې پسولي .حمیدي د خوست ولایت اوسیدونکی دی تراوسه ځوان دی دلیساینس په کچه ی په ستونزمنو شریطو کې د ادبیاتو په برخه کې زده کړی کړي . شاعران وای چي شعر لیکل ازلي برخې دي چې نا لوستی هم شاعران کیدای شي. خو دا چی خمیدی هم شاعر هم د ادب په برخه کې د زده کړی او مطالعی شخض شمیرل کیږی ،شاید په شعر کې د هنر او تخنيک ځواک يو اړخ دا هم وبلل شی .لکه څه ډول چې وړاندې وویل شول چې د هغه انساني خواخوږي د بشر سره په شعر لیکلو کې له ورايه ښکاري نو په همدې توګه سړی ويلی شي چې په دغه ځوانکي شاعر، د کورنۍ دروند مسولانه ژوند او په هیواد کې ننګوونکو خالاتو د شعر ښاپیرۍ غالبه کړي اود دردونو په خڅه د تښتې او خلکو ته د شکايت په ځای د شعر په قالب کې خپل تخيلات ځای په ځای کړي ،
څه د ويلو پاتې نه وو ځکه چوپ پاتې شوم
ډیر غمونه مې په زړه وو ځکه چوپ پاتې شوم
زه چې لا نوی پیدا شوی ومه داسې ومه
د قسمت ستوري مې ړانده وو ځکه چوپ پاتې شوم
چې رانه تلې بښنه غواړم ما نارې ونکړې
په ژاړه ستړی مې لیمه وو ځکه چوپ پاتې شوم
لاس د زما و څنډه او لاړي د ښکلا ښاپیرۍ
دغزل توری راسره وو ځکه چوپ پاتې شوم
ما خمیدی نه د ښار جيګې ماڼۍ غوښتې
مونږحو په کلی کې ديره وو ځکه چوپ پاتې شوم
خمیدی په ځوانۍ کې په یو شمير دندو سربیره د ملګرو سره د ناستو په مهال ډیر اجتماعی پاتې شوی د هغه عادتونو ته په پام یی شعر په هغه کردارونو څرخي چې په ورځني ژوند کې لري هغه ډیر شعرونه ولیکل چې زما په فکر ی نه یوازې دا چې د ښه شاعر طمعه ورته شته بلکې اوسنی شعر هم يو تلپاتې شعر بلل کیږی اود رتلونکی په اړه خوشبین دی
لکه څه ډول چې د افغانستان فعلی شریط به تاریخ ولیکي خو دغه شاعر پخپلو ډيرو شعرونو کې د سیاست او مرګ ژوبلې انځور په شعر کې اینده نسلونو ته کړی .
حمیدي نور درنه ګيله نه کوی
نوره هيڅ پل ستا په پله نه کوی
حير دی اشنا يوازې ته خو نه ی
اوس ملا هم جنازه نه کوي
دغه شاعر د رنګينو شاعر دی ښې مرغلری په تار باندې پسولي لکه څه ډول چې زړه له انسانیت سره د خواخوږۍ په په رنګ له لرې ښکاري همدا ډول ی په زړه کې ښايستونو ته هم ځای ورکړی په واضخه د مشوقې اننګي او بې ننګۍ يادوي
اوس رباندې لږ غوندې شکمنه شوه
ځکه په سالو راځينې منع شوه
اوس د کور په وره کې ښکاره نه ودري
واي چې پرون څورلس کالنه شوه
يا لکه په لاندې شعر کې چې يوه لور خپلې مور ته د ښايسست او کلیوالي عنعناتو څخه د اندښنې په ژبه څه ښه واي
مورې نور سترګې داسې نه توره وم
د کلی اوړکيو نظرونه لګي
کله مې لاس کله مې پښه په څه شی
په هر قدم مې تيندکونه لګي
خمیدی څنګ کې مې در پټه کړه لږ
ساړه مې کیږي یخ بادونه لګي
خمیدی خپله په شعر کې د ژوند لپاره شعر لیکل د يو عالت په بڼه ګڼي هغه تر نورو د خپل زړه خبرې د ورسولو ښه او لنډه لاره شعر بولي .
بیا مې غزلو او شعرونو باندې پیل کړی دی
خيال مې څه بل شاتنی خویونو باندې پیل کړی دی
زړه کې را تير شی دنګ نښتر پر تبرغوڅې څيړۍ
بیا مې زرغون تابعیت پر غرونو باندې پیل کړيدی
راکړی رباب چې درته خيال د زړکي ووایمه
حمیدی سویو فریادونو باندې پیل کړیدی
په افغانستان کې شوي ورور واژنه به تاریخ ولیکی چې څوګ په څه نوم د چا سره د کوم ملک په پیسه په کومه وسلا و جنګيد
دلته بې شميره میندی بورې شوی . ميرمنې کونډې شوې خویندې بې وروره. مهاجرت او مشکلو ګاللو ته هر څوګ په یو نه يو ډول مجبور شول دا ټول هغه څه وو چې اوس د پښمانتيا وړ وو
هر څه چې وایم مخامح وایم په زغرده وایم
چې داسې نه وی نو بیا هغه ته مامرده وایم
سر په تلی کې ګرځوم د افغان قوم لپاره
هره غوښتنه به یې تاته له زړه درده وایم
حمیدي د لوی پکتیا د شملو او پښتو پللو په داسې سیمه کې سترګې نړی ته غړولی چې د وتلو او منلو لیکوالانو او شاعرانو د خاپوړو ځای بلل کیږی مرحوم میرزاعالم حمیدي، محمد صدیق روهي او په ژونديو کې د پیرمحمد کاروان په څیر شاعران پکې نړۍ ته راغلی دي.
حمیدی په ژوند کې د کورانۍ مسولیت د اخستو لپاره خپل ستونزمن پیټي په وړوکولی کې واخیست کورنیو اقتصادی ننګونو په ملک سیاسی اندېښنې د ژوند بیله بيلې ټيټې جيګی ددغه تتکي شاعر په روحياتو کې د شعر تخم وشيندو او مونږ باوری يو چې شعر ښه دی په تخنيکی لحاظ ټول فنونه په پکی وجود لري او د نورو پنځونو لپاره ورته ګڼې هيلې شته .
وروستي