
پوهنمل محمود نظری
صایب د خپل وخت سیاسي وضع په دی لاندې شعر کې ښه بیانوي
از بس مكدرست در اين روزگار صبح
از دل نميكشد نفس بيغبار صبح
تر ميكند به خون شفق نان آفتاب
از راستي، چه ميكشد از روزگار صبح
له بس چې تیاره دی ددی وخت سهار
له زړه نه باسي بې غباره ساسهار
شفق دلمر ډوډۍ په وینو لندوی
رښیتا، څه غواړی روزګاره د سهار
هغه نړۍ ته د لوبو ،سیل او ساتیری لپاره راغلی دی هغه طبیعت لیدلی هغه دا شیان د انساني ژوند د ځینو مفا هیمو او مضمونو سره برابر وي او هغه شیان چې د انسان سوچ يې بوخت کړی سپړی او په خپل پیاوری سوچ سره د هغه محسوس انځور باسي او هغه سره پیوندوي هغه پیوند چې د عبرت میوه ده او میوه يې حکمت دی هغه حکمت چې جرړې يې د هغه له هنرمندانه ذوق او پوهی څخه واک اخلي . هغه وايي
آب خضر و میشبانه یکیست
مستی و عمر جاودانه یکیست
پیش آن چشمهای خوابآلود
نالهٔ عاشق و فسانه یکیست
پیش مرغ شکستهپر صائب
قفس و باغ و آشیانه یکیست
دحیات اوبه او د شپې می یو شی دی
مستی او تل ژوند یوشی دی
هغه خوب وړو سترګو ته
د عاشق ناله او افسانه یو شی ده
صایبه !وزر ماتی مارغه ته
قفس او بڼ او ځاله یوشی ده
هغه خپل شعر د حکیم د شعر سره پرتله کوی او وايي
اين غزل را از حكيم غزنوي بشنو تمام
تا بداني نطق صائب پيش نطقش الكن است
دا غزل د حکیم غزنوی واوره ټوله
چې پوه شي د صایب نطق تر هغه اووم دی
هغه د خپل ژوند په هلکه په طنز وایي
برق جلال عین جمال است پیش ما
داغ پلنگ چشم غزال است پیش ما
ما چشم از چکیده دل آب داده ایم
یاقوت و لعل سنگ و سفال است پیش ما
ما را نظر به عالم دیگر گشوده اند
مرگ و حیات خواب و خیال است پیش ما
در جستجو چو موج سراییم بی قرار
آسودگی خیال محال است پیش ما
روشن شده است از می روشن سواد ما
جام جهان نمای سفال است پیش ما
بر اوج اعتبار فلک هر که را رساند
چون آفتاب وقت زوال است پیش ما
از سرنوشت صفحه ننوشته آگهیم
رخسار ساده پر خط و خال است پیش ما
از حرف سخت خلق نداریم شکوه ای
صائب شکستگی پر و بال است پیش ما
د ټکې روشنی جمال دی موږ ته
د پړانګ داغ سترګه د غزال ده موږ ته
موږ سترګو ته د زړه نم ورکړ ی
یاقوت او لعل ډبره او لوټه ده موږ ته
زموږ نظر یي د قیامت خواته کړی
مړینه اوژوند خوب او خیال دی موږ ته
لکه موج د ساحل په لټه کې یو
ارامی د خیال محال ده موږ ته
روښانه شوی له روښانه میو زموږ سواد
د جهان جام د خاورو څلی دی موږ ته
هر څوک چې ورسوی فلک لوړ اعتبار ته
لکه لمر وخت دزوال دی موږ ته
د سرنوشت له پاڼې چې نه ده لیکل شوی پوه یو
ساده رخسارډک له خط اوخال دی موږ ته
د خلکو د بد خبرو ګیله نه لرو
صایب د وزر او بڼکو ماتیده دی موږ ته
د هغه یو بل بیت داسې دی
ترسم که یکی از اهل وفا زنده نماند
در کشتن طایفه دستی که تو داری.
ویرېږم چي یو دوفا اهل پاته نشی ژوندی
د وژلو د هغه طایفې چې تا وژلي
هغه په ډیره اړتیا کې بیا هم د بې نیازي احساس او سر لوړه ژوند تاییدوی او په طنزی توکو کې هغه داسې بیانوي:
با کمال احتیاج از خلق استغنا خوش است
با دهان تشنه مردن بر لب دریا خوش است
نیست پروا تلخکامان را ز تلخیهای عشق
آب دریا در مذاق ماهی دریا خوش است
په ډیره اړتیا کې له خلکو بې نیازي ښه ده
له تږی مړینه د سیند په غاړه ښه ده
پروا نه لري په ترخو اموخته د مینې په ترخو
د سیند د اوبو ذایقه د سیند کب ته ښه ده
بیا نړۍ د خلکو یوښه انځور باسی
هر چه رفت از عمر، یاد آن به نیکی میکنند
چهرهی امروز در آیینهی فردا خوش است
برق را در خرمن مردم تماشا کرده است
آن که پندارد که حال مردم دنیا خوش است
فکر شنبه تلخ دارد جمعهی اطفال را
عشرت امروز بیاندیشهی فردا خوش است
هیچ کاری بی تامل گرچه صائب خوب نیست
بی تامل آستین افشاندن از دنیا خوش است
ټول تیرشوی عمر په نیکی یادوی
د نن چهره د سبا په اینداره کی ښه ده
د خلکو د درومن سوځل یی په تندر لیدلی
هغه چې ګڼي حال د خلکو د دنیا ښه دی
د شنبی سوچ تریخ دی په جمعه ماشومانو ته
دنن عشرت بیله د سبا له سوچه ښه دی
صایبه !هیڅ کار بې سوچه ښه نه دی
بې سوچ د دنیا لاس په مینه کښېښل ښه دی
اخځونه
1- elmkade.parsiblog.com
2- 243.blogfa.com
3- tebyan.net
4- ganjoor.net
5- ahegalam.blogfa.com
6- fa.wikipedia.org