مازدیګر مې ستا په غیږ کې دی پرېښودی
دا چې زړه مې نن مــــــــاښام راسره نه و
ټوله شپه مې پـــــــــــــه تصویر کې لټولې
بې لــــــــــــــه سترګو دې ارام راسره نه و
ما دژوند پـــــــــه ګریوان ګوتې کړې راټینږې
ساقي! یـــــوه شیبه چې جام راسره نه و
دعاګانې مې لــــــه عرشه راستنې شوې
پــــــــــــه سجده پروت وم قیام راسره نه و
پـــــــــه بېلتون پسې مې منډه کړه منګله!
یار پــــــــــــــــــه غیږه کې تمام راسره نه و
****
طالب منګل
2010 - 02 - 22
وروستي