بیا دسنځل ګلان غوړیدلي دي، سیمه يې په عطرینو ګلانو رنګینه او خوشبویه کړې او سنځل ګل میله او مشاعر ه په جوش او خروش سره د فرهنګ، باب العلم اوباب الجهاد ولایت کې ترسره شوه.
دغه دودیزه میله او مشاعره چې دلوګر په سیمه کې هرکال جوړیږي، دهیواد ګڼ شمیر فرهنګپال او دادب مینه وال پکې ګډون کوي، چې دشاعرانو لخوا دشعرونو نړۍ دلوګر ښکلي فضاء نورهم په خوندورو اشعارو او ترنم سره رنګ ورکوي.
یاده مشاعره یوولس کلنه شوه، چې د شاعران، لیکوالانو او ادیبانو لخوا ولمانځل شوه، خو سنځل ګل مشاعره د تاریخ په اوږدو کې بې سارې عمر لري، ولې داچې په تیرو وختو کې ورته د فرهنګي لړ يې ندې ورکړې هغه بیله خبره ده، خو دلوګر په آسمان کې ځلانده فرهنګي ستورو اوسمهال دغه مشاعره دهیواد په کچه ملي او تاریخي بڼه ورکړې دی.
زموږ دهیواد ډیري سیمو کې ورته مشاعرې دهغه په نوم شهرت پیدا کوي، چې په هماغه سیمه کې دطبیعت زیږندو تاریخي لرغونتیا نښې، دیوې سیمې دود او ډیري نوموتی څیزونه پکې موجود او خلک ورسره ځانګړې مینه ولري.
لوګر دتاریخ په اوږدو کې ښه ځلیدونکی ولایت دی، په دغه فرهنګي او دادب په زانګو کې تکړه اونوموتي شاعران، لیکوالان، دتصوف روحاني ډله، عالمان، پوهان او مجاهدین روزل شوي، چې بیلګه يې ابو مسلم خراسانی، مولانا یعقوب څرخی، سپه سالارغازي امین الله خان لوګری، سپه سالارحفیظ الله خان ستانکزی، سپه سالار غلام حیدرخان څرخی، سیدبهایي جان او ... نور یادولی شو.
له دغو روحانیونو، سرښندونکو، فرهنګپالو، او دادب ځلاندو ستور څخه دا جوتیږي، چې دغه پاکه خاوره دعزت او سرلوړي خاوره ده، چې نن دتاریخ هر پاڼه اړه ؤ، لوګر نوم په زرینو لیکو او دوصف لپاره يې ځای خالي نه وي پاتې.
دسنځل ګل دودیزه مشاعره کې هر کال دهیواد دلرواو نږدې ولایتونوولایتونو شاعران، ادیبان، فرهنګیان اودقلم خاوندان پکې ګډون کوي، په شعري ژبه ګډونوالوته هغه څه رسوي، چې خیال او فکر ورسره ملګري کوي او دپرمختګ لورې ته يې درومي. سږکال هم دغه پرتمینه مشاعره ولمانځل شوه او لوګر ولس ته يې په زړه پورې پیغامونه ورکړل.
په پای کې د ادب ستورو ته لازیاتو بریاوو هیله کوو.
وروستي