بشري سرچينې
Human Resources
کار یا کارګر (labour): د توليد دويم عامل کار یا کارګر دی، د انسان لپاره د ډېر شيانو د جوړولو لپاره د ځمکې تر څنګ کار ته اړتيا ده تر څو تر سره يې کړي. د ساري په توګه: مزدور،کروندګر،بانکوال او نور. په اقتصاد کې کار هغه ذهني او فزيکي کړنې دی چې د اجورې، يا د معاش لپاره تر سره کېږي. پروفيسور مارشال کار داسې تعريف کړی: له کار څخه موخه هغه ذهني يا فزيکي هلې ځلې دي چې لويو او يا د کوچنيو موخو د لاسه راوړلو لپاره تر سره کېږي.
همدارنګه پروفيسور جيونز کار داسې تعريفوي: کار له هغه ذهني او فزيکي کړنو څخه عبارت دی چې د تفرېح پر ځای د اجورې لپاره تر سره کېږي. همدارنګه يو بل اقتصاد پوه کار داسې تعريفوي: په کار کې ټولې هغه کړنې شاملې دي چې اجورې لپاره تر سره کېږي چې دغه اجوره په مخامخ ډول يا د يو داسې توکي ورکول چې د اخيستلو او خرڅولو وړتیا ولري. د کار په تعريف کې لاندې ټکي شامل دي:
● انساني هڅې: په اقتصاد کې کار هغه کړنې ته ويل کېږي چې د انسان په وسيله تر سره کېږي. د وحشي ځناورو او ماشين الاتو په وسيله تر سره شوې کړنې کار نه ګڼل کېږي.
● ذهني او فزيکې کړنې: په کار کې د انسان ذهني او فزيکي کړنې شاملي دي په دې شرط چې د اجورې لپاره ترسره شوی وي. د ساري په ډول: د مزدوري کول فزيکې کار دی او درس ورکول دا يو ذهني کار دی.
● مادي اجوره: په اقتصاد کې کار هغه کړنې ته ويل کېږي چې مادي بدله ولري، که د تفريح، مذهبي او کومې ټولنيزې کړنې وي په کار کې نه راځي.
د کار ځانګړتياوې:
۱- کار له مزدور څخه لرې نه وي: کار هېڅ وخت له مزدور څخه لرې نه وي دا په دې مانا چې داسې هېڅ وخت نه کېږي انسان د په کور ناست وي او کار په کارخانه کې ترسر کېږي. ځکه چيرته چې کار وي هلته به کارګر هم وي.
۲- کار نه زېرمه کېږي: د نورو شيانو په څېر کار نه زيرمه کېږي، داسې نه کېږي چې کارګر د دوه کالو کار وساتي او بيا يې په يوه ورځ ترسره کړي، يا ټول کال بېکاره وي او د کال په اخر کې د ټول کال کار په اخري ورځ ترسره کړي.
۳- ضايعه شوی کار نه تر لاسه کېږي: که يو کارګر په يوه ورځ کار ترسره نه کړي، نو ددغې ورځې کار يې تل لمنځه ځي.
۴- کار لږ لېږدونکی دی: موږ کولی شو چې مادي شيان له يو ښار څخه بل ښار ته يا له يوه هېواد څخه بل هېواد ته ولېږدوو، خو د کارګر لېږدول اسانه نه دي، ځکه مزدور د نورو ځايونو له ژبو، دود و دستور سره بلد نه وي . ځکه خو ادم سمټ هم په خپل کتاب کې ليکي چې په نړۍ کې تر ټولو سخت لېږد د مزدور دی.
۵- په کار کې توپير: د کارګرو ترمنځ کار توپير لري، ځيني کارګر ښه وړتيا لري، باسواده وي، يا ښه جسماني ځواک لري او ډېر کار کوی، خو ځينې بيا داسې نه وي.
۶- غير ارتجاعي عرضه: که چېرته په بازار کې کارګرو ته اړتيا پېښه شي، نو موږ نشو کولی په لږ وخت کې بازار ته کارګر عرضه کړو، ځکه کارګر د کار تر وخته ډېر وخت لري چې تيار شي، ځکه د کوچينانو لويول او هغو ته ښوونه کول ډېر وخت نيسي.
۶- کارګر خپل کار خرڅوي: کارګر د اجورې په بدله کې پانګوالو ته کار ترسره کوي، نو له دې کبله پانګوال بايد له کاريګر سره ښه چلند وکړي.
۷- اجوره او د کار وړتيا: اجوره د کارګر له وړتيا سره مخامخ اړيکه لري، که يو کارګر ډېره کاري وړتيا لري، نو اجوره هم ډېره اخلي.
د کاري وړتيا عناصر: د يو کارګر کاري وړتيا په لاندې عناصرو پورې تړاو لري:
v جسماني او ذهني وړتیا: که يو کارګر ښه جسم او ښه اخلاق ولري کولی شي چې ډېر کار ترسره کړي او په توليد کې زياتوالي راولي همدارنګه ارثي خواص هم د کاريګرو په کاري وړتيا اغېزه لري، ځيني کارګر په ارثي ډول ډېر زيارکښ او د هغو کاري وړتيا هم لوړه وي.
v اخلاق له کاري وړتيا سره مخامخ اړيکه لري که يو کارګر ايمانداره او امانت دار وي خپل وخت نه ضايع کوي. ټول وخت په کار تېروي طبيعي خبره له نورو هغو کارګرو چې بيځايه وخت تيروي ډېره کاري وړتيا لري.
v ټولنيز حالت: د يو هېواد ټولنيز حالت هم په کاري وړتيا ډېره اغېزه لري ځکه کارګر ته مناسبه اجوره ور نه کړل شي د کارګر کاري وړتيا هم کميږي ځکه له هغه سره د کار جذبه لمنځه ځي همدرانګه که د پانګوال او کارګر ترمنځ اړيکې ښه وي او پانګوال له کارګرو سره ښه چلند کوي، ورسره د کارګرو کاري وړتيا لوړيږي، همدارنګه کارګر ته د کار مطابق اجوره ورکړي، نو هغه هم په کاري وړتيا کې ښه ثابتېږي.
v ښوونه او روزنه: د ښوونې په وسيله کاريګر د کار په اړه معلومات حاصلوي او د روزنې په وسيله کارګر خپل کار په ډول پر مخ وړي، نو له دې کبله د روزل شوي او ناروزل شوي کاريګر ترمنځ لوی توپير شتون لري، روزل شوی، کارګر په لږ وخت کې ډېر کار ترسره کوي او نا روزل شوي يې نشي تر سره کولی.
v اوبه او هوا: د کوم هېواد چې هوا ډېره ګرمه يا ډېره يخه او يا هم وچه وي، نو هلته کارګر تر ډېره وخته کار نه شي، تر سره کولای هلته د کارګرو کاري وړتيا کمه وي، خو برعکس چيرته چې هوا نرمه مناسبه وي، هلته کاري وړتيا هم ډېره وي، همدارنګه کاري چاپېريال هم د کارګر په کاري وړتيا ډېره اغېزه لري، که ښه چاپېريال وي، نو د کارګرو کاري وړتيا ورسره هم ډېرېږي.
v د ژوند کچه : د ژوند کچه د کارګر په کاري وړتيا ډېره اغېزه لري که په کوم هيوا د کې د کارګرو اړتياوې پوره کېږي نو دهغوی کاري وړتيا هم ډېريږي .
v د کار وخت: که کاري وخت ډېر وي او کارګر په کې دمه نه شي کولای نو بيا د کارګرو کاري وړتيا هم راکميږي خو که چيرې کاري وخت کم وي نو د هغوی کاري وړتيا لوړيږي.
v د پرمختګ موقه : که کاريګرو ته د پرمختګ لارې هوارې وي نو د هغوی په کاري وړتيا مخامخ اغېزه لري د هغوی په کاري وړتيا کې زياتوالی راځي او که د پرمختګ موقع نه وي نو بيا د هغوی په کاري وړتيا بده اغېزه لري او د هغوی کاري وړتيا ورسره کميږي همدارنګه که صنعتکار يا پانګوال لايقه سړی وي او کارګرو ته د پوهې ، خوښې او مخکنۍ (تجربه) له مخې کار ورکړي د کارګر په وړتيا کې زياتوالی راځي همدرانګه د کاريګر لپاره په خپله خوښه کار ټاکل چې هغه ورسره مينه لري ځکه يو کار چې په مينه ترسره کېږي هغه تر هغه کاره ډېره بهتره دی چې په زور يا ناخوښه توګه تر سره کېږي.
v د کار وېش: هر کارګر ته د هغه په خوښه کار ورکول په کاري وړتيا کې زياتوالی راولي ځکه هغه د کار په اجرا کولو سره په هغه کار کې ښه وړتيا پيدا کوي او په ښې طريقې سره يې ترسره کوي.
v د کار خونديتوب : د کار خوندیتوب د کارګر په وړتيا کې زياتوالی راولي او که کاريګر کاري تحفظ ونه لري او هغه دا ويره ولري چې که پانګوال هر وخت وغواړي کارګر له کاره لرې کولای شو نو بيا د هغه په کاري وړتيا بده اغېزه لري.
v د عوايدو لګښت: که کارګر خپل عوايد په ښو خوړو او ښو لباسونو باندې په لګښت ورسوي نو د هغه ورسره کاري وړتيا ډېريږي خو که خپل عوايد په شرابو او نور مضرو لارو ولګوي نو بيا د کارګر کاري وړتيا راکميږي.
وروستي