د پیاوړو مېړنو ځانګړنې

هر څوک یو بېل شخصیت لري، هر څوک ځان غوره ګڼي او هېڅوک هم ځان کم نه ګڼي. خو په ريښتیني ډول پیاوړی او ځواکمن کس هغه دی، چې د ښو کړنو وړتیا ولري؛ ځکه لوړ مقام د ښو په پایله کې دی.
ښه هغه څه دي چې په موږ کې د ځواک، ورورولۍ، مینې، غوره ژوند کولو، مثبت پیاوړي حس رامنځته کېدو لامل ګرځي. په ریښتینې مانا پرته له ښو هېڅوک هم «ښه» نه دي.
په دې خو ټول پوهېږو چې ښه کول ښه بدله لري او بد کول بده بدله لري، ښه کول د ښو ځوانانو کار دی او بد کول کومه مېړانه نده؛ نو اوس راځئ، چې په دې پوه شو چې کوم ښه دي او کوم بد.
= د زمري په څېر ښکار وکړئ، چې نور مو د نورو ژویو په څېر له ښکار څخه ګټه واخلي.
= که مو د ښو کړنو د سرته رسولو وس نه وي، نو له بدو خو سل په سلو کې ډډه وکړئ.
= د ښځو په څېر تش غیبت مه کوئ؛ ځکه دا د مېړه ځانګړنه نده.
= یو کس ته د هغه د نامېړانې کړنې بښنه وکړئ؛ ځکه مېړه ډېری وخت بښونکی او چانس ورکوونکی دی.
= له هېچا څخه، هېڅ وخت هم په خپل وس پوره مرسته مه درېغوئ؛ (له هر چا سره تر خپلې وسې هر وخت مرسته وکړئ).
= په خوله باندې د خپلې کړې مرستې یادونه مه کوئ؛ له هر چا سره مو چې هر ډول مرسته کړې هغه د اړوند کس لپاره د تل لپاره نه هېرېدونکې ده (مېړه هغه مېړه دی، چې د خپلو تېرو غوره کړنو یادونه ونه کړي او د نوم لپاره کوم کار نه ترسره کوي).
 
= هېڅ کس کم مه ګڼئ، په دې باندې تاسو هېڅکله هم نشئ پوهېدلای چې یو کس له تاسو پیاوړی دی او که کمزوری (هر څوک بېل بېل استعداد او وړتیا لري، تاسو د هغې په څېر هېڅ کومه وړتیا نه لرئ).
= هېڅکله بېځایه او پر وس ناپوره ژمنه مه کوئ، که یې کوئ نو بیا یې حتمي ترسره کړئ. (په خپله ژمنه وفا کول د ريښتینو مېړنو کار دی).