ایمانوېل مکرون

ایمانوېل مکرون د داسې هېواد ولسمشر شو، چې په بېړه بدلون غواړي، فرانسویان د ښاغلي مکرون بري ته ډېر خوښ دي، د هغوی په اند دا یو نوی ځانګړی شخص دی، مخکې یې ځان نه و نوماند کړی او په لومړي ځل یې وګټله. د هغه له بریا وروسته فرانسویانو رسنیو سره په خبرو کې وویل چې مکرون پورې یې هیلې تړلې دي. د ډېری شنونکو په اند د هغه بریا د فرانسې د خلکو او د اروپایې اتحادیې بری دی، ځکه د هغه سیاست د اروپایې ټولنې د یووالي سیاست دی. د ښاغلي مکرون د ناکامۍ په صورت کې کیدای شوای فرانسې د اروپایې اتحادیې څخه د وتلو کوښښ کړی وای او له فرانسې پرته اروپایې اتحادیه په هېڅ حساب ده. له همدې کبله د اروپایې اتحادیې د کمېسیون مشر، د جرمني لومړۍ وزیرې او د متحده آیالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما په ګډون ډېرو نورو سیاستوالو له ښاغلي مکرون څخه د ملاتړ غږ پورته کړی وو. له اروپايي ټولنې څخه د ملاتړ له کبله هغه په اروپاپال هم یادېږي. ایمانوېل مکرون ته په افریقا او د فرانسې دننه د بنسټ پالنې، تشدد او تروریزم سره مبارزه غټه ننګونه ده، په داسې حال کې چې د فرانسې دننه د ولسمشرۍ ټاکنې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شوي، ځېنو رسنیو فرانسې ته د بېړنې حالت دولت یا (State of Emergency) نوم ورکړ. د افغانستان په اړه مکرون د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال څه نه دې ویلي، نه یې افغانستان د ټاکنیز کمپاین موضوع وه، تمه دا ده چې هغه به وروسته د افغانستان په اړه د خپل حکومت دریځ روښانه کړي.
ایمانوېل مکرون څوک دی؟
اېموانوېل مکرون د فرانسې اوسني پېر کې تر ټولو ځوان ولسمشر دی، د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې يې ښې اړخه توندلارې مارين لوپېن ته په غټ توپير ماته ورکړه. مکرون د ۱۹۷۷ کال د ډیسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د فرانسې په شمال کې د امینس په ښار کې زیږېدلی دی، د هغه پلار د امینس ښاري پوهنتون روغتون کې د اعصابو جراح و، دهغه کشر ورور د زړه متخصص دی خور یې نفرولوژیسته ده، خو د مکرون مسیر له کورنۍ یې توپېر لري، مکرون په ښوونځي کې مخکې له دې چې د ټانټی پوهنتون کې فلسفه ولولي ساینسي مضمونونه لوستي وو. د فلسفې شاګرد وروسته د ټانټی پوهنتون پرېښود او د سیاست پوهنې انسټییوټ ته یې مخ کړه.
اېمانوېل مکرون وايي د فرانسې په تاريخ کې يوه نوې پاڼه اوښتې ده. ده دا خبرې د خپل هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو په دوهم پړاو کې ښي اړخې توندلارې مرين لوپېن ته له ماتې ورکولو وروسته کولې.ښاغلي مکرون د خپلې سيالې نه د ۶۶ فیصده خلکو رایو په اخیستو بریالی شو.دا په تېرو څو لسيزو کې لومړی ځل دی، چې په فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنې يو داسې څوک ګټي چې د دوو دوديزو ښي او کيڼ اړخو ګوندونو غړی نه دی.
د فرانسې د قانون له مخې که د ټاکنو په لومړي پړاو کې ګټونکی معلوم نشي، بايد دوه هغه کانديدان چې ډېرې رايې يې ګټلې وي له يو بل سره په دوهم پړاو کې سيالي وکړي.
 


په دغو ټاکنو کې ۱۱ کانديدانو برخه اخيستې وه چې له دوی څخه فرانسوا فېلون او ژان لوک ملنشون شاوخوا ۱۹ سلنې رايې خپلې کړې دي.ایمانویل مکرون چې د اقتصاد پخوانی وزير دی او د فرانسې له اوسني ولسمشر فرانسوا اولاند سره ښې اړيکې لري د دې هېواد په ښاري سيمو کې ډېر پلويان لري.بله خوا، مارين لوپېن چې د کډوالۍ پر ضد ده او غواړي فرانسه له اروپايي ټولنې ووځي د هېواد په صنعتي سيمو کې يې پلویان زيات دي. مکرون خپله سیاله مارېن لوپېن، چې تر ډېره یې د بریا ادعا له وړاندې کړې وه ماته کړه.
نوي ولسمشر د خپلو زرګونو پلویانو په منځ کې د بري وینا وکړه او دا یې د فرانسوي ملت پرېکړه یاده کړه، چې ناشونی کار یې شونی کړ. نوموړي وویل، چې فرانسې وګټله. د هغه سیالې هم په خپله بیانیه کې ویلي، چې نوي ولسمشر ته یې مبارکي ورکړې او خپله ماته یې منلې ده. لوپېن ویلي، چې مکرون ته د فرانسې په سختو شرایطو کې د بریا هیله کوي او دا به تل د خپل هیواد د ملي ګټو لپاره کار او هڅې وکړي.
مکرون همدارنګه ټینګار وکړ، چې خلکو تعصب ته نه وویل او دی به په راتلونکو پنځو کلونو کې تر ټولو ډېره هڅه دا وکړي، چې تعصب ته لار اواره نه شي او نه یې څوک وکاروي. ده وویل، چې د هیواد په تنوع خبر دی او درناوی ورته کوي.
ایمانوېل مکرون په ۳۹ کلنۍ کې د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر دی، او هغه څوک دی چې د کمپاین هېڅ تجربه یې نه درلوده. هغه د پخوانې ولسمشر فرانسوا اولاند په حکومت کې داقتصاد وزیر پاتې شوی دی. هغه د زده کړو له بشپړولو وروسته د بانکوالۍ په برخه کې پانګونه وکړه، چې له هغه وروسته بیا د اقتصاد وزیر شو.

د عرف او دود خلاف عشق:
 


په ۲۰۰۷ کال کې ښاغلي ایمانوېل مکرون د ښوونځي مهال فرانسوۍ ښوونکې (Brigitte Trogneux) سره واده وکړ، آغلې په ښوونځي کې د مکرون ښوونکې وه چې له مکرون ۲۴ کاله مشره ده. کله چې مکرون ۱۵ کلن وو هغوی دواړو سره په یو خصوصي کاتولیک ښوونځي کې لیدلې وو. د واده په مراسمو کې د خبرو پر مهال مکرون له کورنۍ او ملګرو یې مننه وکړه چې د کلونو په جریان کې یې له هغوی دواړو ملاتړ کړی دی. دا چې مېرمن یې له مکرون ۲۴ کاله مشره ده، مکرون ورسره عشق درلود، په پایله کې یې ورسره واده وکړ یو څه د دود او عرف سره په ټکر کې کار و. د مکرون مېرمنې له خپل پخوانې مېړه طلاق اخېستی بیا یې له مکرون سره واده کړی دی، میرمن يې له پخواني مېړه نه درې بچیان لري.
مکرون او د کډوالو په اړه یې دریځ:
د فرانسې د ډېرو سوسیالیستو سیاسیونو خلاف ایمانوېل مکرون د کډوالو په حق کې دی، ښاغلی مکرون د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د هغه پالیسۍ او دریځ چې د اروپا دروازې باید د کډوالو پر مخ پرانیسې وي ملاتړ کوي. هغه د کډوالو او مسلمانانو په وړاندې د صبر او زغم کولو پلوي دی او د دې نظریې د رشد او پرمختګ کمپاین کوي. مکرون د فرانسې له لورې د کډوالو د جذبولو پلوي کوي، د هغه په اند د کډوالو راتګ د فرانسې د اقتصاد په رشد او غوړېدا کې ښه اغېز درلودلی شي.
ایمانوېل مکرون د فرانسې په سیاست کې د سیاسي زلزلې لامل شوی دی. یو کال مخکې هغه د حکومت یو غړی و د فرانسې د ولسمشرانو په تاریخ کې یوه نا مشهوره څېره ده، په ناببره توګه د ولسمشرۍ تر ماڼۍ ورسېد، دلته لږ په هغو لاملونو چې د ښاغلې مکرون په بریا کې یې بنسټېز رول ولوبولو تم کېږو.
خوش قسمته او بختور و:
د ډېری شنونکو په اند په دې کې هېڅ شک نشته، چې ښاغلی مکرون د ولسمشرۍ تر تخته د خوش قسمتۍ او بخت هوا ورسوه. هغه ډېر بختور و ځکه هغه داسې حالاتو سره مخ و، چې په بشپړ ډول غیر متوقع وو. په پیل کې دا د چا په خیال کې هم نه راتله چې یو ځوان سیاستوال چې د کمپاین هېڅ تجربه یې نه درلوده، نه د کوم پیاوړې ګوند غړی و هغه به د فرانسې له لویو ګوندونو سره داسې ډغرې وهي چې پای کې به بری د ده په برخه کېږي .
ښاغلی مکرون ډېر عاقل او ځېرک دی
بخت ټوله کیسه نه کوي. دا کیدای شوای چې مکرون د سوسیالیست سیاسیونو په ټکټ د ټاکنو ځغاستې ته راوتی وای، مګر په قدرت کې پاتې کېدو څخه هغه دا زده کړل چې د ګوندونو غږ او شعار هر وخت اورېدل شوی دی، ولس د ګوندونو له ژمنو او شعارونو څخه تنګ دی، هغوی نور نه غواړي چې دا ګوندونه یې یرغمل کړي او تکراري شعارونه واوري. په همدې بنسټ ده غوره وبلله چې د ګوند له ادرسه رانشي او مستقیم د ځغاستې میدان ته کېوزي.


مکرون په فرانسه کې یو څه نوي شیانو د تجربه کولو کوښښ وکړ
هغه په ۲۰۰۸ کې د بارک اوباما د ټاکنیز کمپاین د بریا رېښې پیدا کړي، هغه ماډل یې کاپي کړ او ورڅخه یې ګټه واخېسته، د ښاغلي مکرون د کمپاین کارکوونکي کور په کور وګرځېدل، خلکو ته یې خپلې برنامې د هغوی تر کورونو ورورسولې، هغوی یې په اعتماد کې واخېستل، دوی د خپل کمپاین په جریان کې د سلګونه زره کورونو دروازې وټکولي، هغوی یې اماده کړل چې ښاغلي مکرون ته رایه ورکړي.

هغه مثبت پیغام درلود
هغه د ډېر مثبت، هیله بښوونکي پيغام سره راغی، هغه ځوان دی، په انرژۍ پوره دی، هغه دا نه روښانه کوي چې هغه به د فرانس لپاره څه کوي، مګر د هغه فوکس په دې دی چې خلک به څنګه مواقع ترلاسه کوي، هغه یواځېنی کس دی چې دا پیغام لري.