جناب ولسمشر ! له ډیوې لاندې تیاره وي .


څه موده وړاندې چې حامد کرزي د مونشن په ښار کې د امنیتي کنفرانس نه هېواد ته راستون شو د ملي امنیت له مسؤلینو له خوا دده په الوتکه کې درې یا څلور قلمه ممنوعه توکي لكه په کابل کې دکوم هوټل لپاره شراب ، د زري موټر پرزې ېې په ناقانونه توګه دولسمشر په الوتکه کې رابار کړې وې ،چې وروسته بیا دکابل په هوايي ډګر کې امنیتي مامورینو ونیول شول. ددغو توکو قاچاق کونکی د بهرنیو چارو د وزارت د تشریفاتو ریس ښاغلې حمید صدیق ، چې دسوداګرۍ دوزیر دپخواني سلاکار یوسف یعقوب په مشوره او ملګرتیا ېې دا کار کړې اوس هم دواړه په یوه کور کې استوګن دي که په کوم بل هېواد کې دتشریفاتو مسوول دا ډول کار کړای وای کېدای شي حکومت به ېې چپه کړای وای خو حمید صدیق د معمول په توګه لا تراوسه هم خپلې دندی ته دوام ورکوي. كه سړی دولسمشر حوصلې ته وګوري نو له ډيرې حیرانتیا به خپلې ګوتې وچیچي ،چې اخر دې کمبخت په دې فاسدو او جاسوسانو کې څه موندلې دي ،چې ددوی لکۍ ېې دومره کلکه کړې ده زما هغه ورځ له یاده نه وځي ،چې ولسمشر په اماني لېسه کې دفساد پر ضد غونډې ته وینا کوله او عثماني ته ېې وویل : اول ېې زما له دفتره پیل کړه که دلته کامیاب شوې په نور افغانستان کې هم کامیابیږي او که دلته دې پښه وښویده بیا هیڅ نشي کولای الله خبر دی ،چې بوډا عثماني به دفاسد حمید صدیق له دې چم خبر وي اوکنه ځکه افغانستان خو مملکت خدا داد دی دیو څو کسانو په ټیکه رسیدلې دی . اوس ځینې باوري منابعو له قوله حمید صدیق په هسپانیه کې د افغانستان سفیر ټاکل شوې. خو د ځینې منابعو نه دا هم اوریدل کیږی چې ښاغلې حمید صدیق ددغه عمل په وجه څارنوالۍ ته معرفی شوې.
دلته دیادونې وړ موضوع داده ،چې دولسمشر ویاند وحید عمر غوښتل په لندن کې هغه ځای ته ورننوځي ، چې دا توکي په کې ځای شوې او حمید صدیق غوښتل ، چې دا بیاپه الوتکه کې ځای پر ځای کړي خو حمید صدیق ورته وویل : ته خو په پروګرام کې نه ېې ولې راننوځي .
اوس پوښتنه داده ، چې حمید صدیق دولسمشر په شتون کې دومره ستر خیانت کولای شي نو ایا پوښتنه داده ،چې کله دا ښاغلې او دنازولې په هسپانیه کې سفیر شي او دخپل سر وي نو هلته به خیانت نه کوي څوک ،چې یو ځل خیانت وکړي او بیا ورځنې خوند اخلي . اوس ددې تضمین څوک کوي چې حمید صدیق به نورو خواوو ته دولسمشر هره وړه او ستره خبره نه وي رسولې .
که دولسمشر تر زنې لاندې دا حال وي نو دافغانستان په لیریو پرتو سیمو ، سفارتونو کې به څه حال وي . پرون ،چې دپارلمان پنځم کال و اړ وم ،چې دزړه له پاسه دخبر جوړونې په موخه ورشم هلته مې ،چې ولیدل دولسي جرګې ډیموکرات شوې مشر قانوني ېې هرکلې ته ولاړ و او دتشریفاتو رېیس حمیدصدیق ېې شاته روان نو سوچ پسې واخستم ، چې دا څه ګورم پرون همدا ولسمشر ورته دومره په غوسه ،چې خپلو درباریانوته ېې ویلي و : ژر ېې راحاضر کړې ، چې وینې مې ورته خوټيږي . او اوس ورپسې روان و نو دلته پوښتنه داده ،چې حمیدصدیق کې حیا نشته او که ولسمشر کې ؟؟؟ خو هغه دچا خبره 5 دقیقې سترګې دسپي کړه ټوله ورځ به موړ وې .
د روهی، میړني، ټول افغان او ځنې نورو ویبپاڼو ددغه موضوع نه د عامه اذهانو د خبرتیا په موخه یو لړ خپرونې وکړې خو تلویزیونونه، چاپی میډیا او راډیوګانې چپه خوله پاتې شوې. که څه هم چې دافغاني میډیا څنګه چې لازمه وه په دې اړوند خپل ملي او صنفي مسؤلیت په ځاۍ نه کړ خو بیا هم هېوادوال او جهانیان ددې موضوع نه خبر شوي.
دغې موضوع د اداری فساد، قاچاق، دولتی مقامونو نه ناوړه ګټه اخستنی او نورو جرایمو په اړوند د افغانستان حکومت، قضا، پارلمان او میډیا د جدي پوښتنو سره مخامخ کړې. دا په داسې حال کې چې د افغانستان جمهور ریس په لندن او هم په مونشن کې د پورتنیو ناوړه اعمامو په ضد د مبارزې ژمنه کړې خو څنګه چې معلومیږې د عمل او نظر ترمنځ تفاوت ډیر زیات دې او یو وار بیا ثابته شوه چې د معافیت کلتور په هېواد حاکم دې، مجرمین د جزا په ځاۍ د سفارت، وزارت او یا نورو امتیازونو نه برخمند کیږی. میډیا هم په دې هکله صادقه نه ده، یا سلیقوی برخورد کوی او یا خو هم په خپله په فساد ککړه ده. د زنګ خطر ډنډورې او نورو انتقادی پروګرامونو مسؤلین په دې حساسه موضوع کې ولې چپه خوله ناست دي؟