پاکستان وايي چې په لقمان  او جهانګير کليو کې يې سرشمېرنه پيل کړې ده

 
پاکستاني چارواکي وايي، چې د لقمان او جهانګير لانجمنو کليو ته يې د  کلکو امنيتي تدابيرو په ملتيا د سرشمېرنې کارکوونکي استولي او پرون يې په دغو کليو کې دسرشمېرنې چار پيل کړې ده. د سرچينې په وينا، که څه هم د جګړې له کبله د کلي ټول اوسېدونکي له خپلو کورونو بېځايه شوې دي، خو د سرشمېرنې مسوولينو دوی ته احوال لېږلی، چې د ثبت په موخه خپل استازې ورولېږي.
د  يادونې وړ ده، چې د لقمان  او نظر د کليو پر سر د افغانستان او پاکستان د امينيي ځواکونو تر منځ نښتې وشوې چې له کبله يې دواړو لوريو ته تلفات واوښتل. د کره مالوماتو  له مخې پاکستان هڅه کوي، د ډيورند کرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې لومړی يو شمېر خلکو ته د پاکستان شناختي کارډونه ورکړي او بيا پر دغو سيمو د مالکيت دعوا وکړي. پاکستان له بېلا بېلو لارې هڅه کوي، چې افغانستان اړ کړي، چې د ډيورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ورسره  تثبيت کړي او رسماً يې ومني. څه موده وړاندې د اروپايي پارلمان  مرستيال رېچارډ  چرنېسکي په يوه ليکنه کې ټينګار کړی، چې د  سيمې ټوله ناامني د همدې کرښې له کبله ده. د ده په وينا د ډيورند کرښه يوه تاريخي اشتباه وه، دا کرښه يوه مصنوعي او تحميلي پوله ده او اوس د دې وخت رارسېدلي چې پر دې موضوع بيا کتنه وشي، تاريخي اشتباه اصلاح شي او افغانستان بېرته خپلو طبيعي پولو ته ورسېږي.