د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير دخواخوږۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو ديوه لوی ليکوال ،شاعراوسياستوال اجمل خټک دمړينې خبر ترلاسه کړ.
 
مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير دپښتو ژبې دسترشاعراو ملي مبارزاجمل خټک د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغه ستر شخصيت ته فردوس جنت په نصيب کړي .
ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرد دوی دکورنۍ غړو،دده دلارې لارويانواو ټولو لروبرو افغانانو ته د خپلې ژورې خواشينۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغه درانه شخصیت ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جميل صبر دعا کوي.

 
د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير
دارالانشأ