جبهه ملی که توبه ملی...


د ((جبهه ملي افغانستان)) د جوړيدو په اړه د لندن کې مېشتو افغانانو اعلاميه:
څه موده وړاندې چې په کابل کې د ((جبهه ملی افغانستان)) يو جوړښت رامنځ ته شو، د هغې مخکښې څيرې استاد برهان الدين ربانی، مارشال محمدقسيم فهيم، سيدمحمد ګلابزوی، احمدضيا مسعود، جنرال عبدالرشيد دوستم، محمديونس قانوني، جنرال نورالحق علومي، سيد منصور نادري، محمد اسمعيل خان  او محمد اکبري ښودل شوي.
ددې جبهې مهم هدفونه په پارلماني نظام باندې د رياستي نظام اړول، د واليانو انتخابي کول، د بهرنيو او کورنيو قواوو يو غږي کول او د بيمې او کوپون د سيستمونو د رواجولو په شان د ټولنيزو خدمتونو تامين ګڼل شوی دي.
د ((جبهی) مشران وايی چې دوې د سياست کولو حق لري او د نوموړی جوړښت رامنځ ته کول يې د خپل همدې روا حق استعمال دی.
په دې کې هيڅ شک نشته چې دوې ته د سياست کولو حق ورکړل شوی او زموږ بې نصيبه ملت ته، هغه حالت یو خوب بريښي چې دنورو مهذبو ټولنوو او نظامونو په څير دا ډول څيرې د سياست لپاره په دواړو قانوني او اخلاقي لحاظونو نا اهل وبلل شي. خو ملت ددې حق لري چې وپوښتي هغه ښاغلی څنګه کولاې شي چې ناڅاپه د خوشالی او نيکمرغی په پرښتو واوړي چې په تيرو نږدې دريو لسيزو کې يې سوچ او کړو وړو هيواد ته ويرونه راوړي، دريځونه يې د جګړې، کرکې او ظلم پيغامونه وو، واک او صلاحيت يې د اختلاسونو، چپاونو، زورواکيو، تو‎طيو او مرګونو نومونه  وو، له څه شی سره چې ډير نا اشناوو هغه د هيواد د سالميت درناوی او دملت له ځور او بدې ورځې نه حياوه. هغه چې تل يې د هغو بهرنیانو د ګټو، اهدافو او لښکرو د سپاهيانو په دود عمل کړی چې طمع يې ورکړې ده. هغه چې د سياست قبلې يې هيڅکله ضميرونو نه، بلکې د وختونو شمالونو ټاکلي دی. د هغو ښاغلو له خولو نه دانتخابي واليانو غږ، زموږ ملت له څرګندې سپين  سترګی پرته بل څه ګڼلاې شي چې په خپلو تنظيمونو، ګوندونو او واکمنيو کې يې د زامنو، وروڼو او زومانو مغلي راج دی او امتيازات او شتمنی يې ولجې او پلرنی ميراث ګڼي. ايا ديوه منتخب والي تر غوښتنې د يوه منتخب، ګوندي ليډر موضوع کم اهميته ده؟
زموږ ملت له هغو خولو راوتلی، د ټولنيزو خدمتونو او رفاه د تامين خبره په خپل شعور پورې له خندا پرته بل څه بللاې شی چې په کابل، بنجشير، شبرغان، هرات، دوبی او پاريس کې د خپل يوه، يوه بلډينګ د زرمې برخې د بیې حلال حساب نشي ورکولاې.
د ((جبهې)) د ښاغليو پر خلاف ملت په دې ښه پوهيږي چې د هيواد اساسي ستونزه يې نه دنظام رياستي توب دی او نه دواليانو نامنتخبتوب. اصلي تراژيدي د يوه باکفايته، خوږمن او بيدار زعامت نشتوالی، دفساد، رشوت او بې مسوليتی راج، د پرديو د جفاوو، بې رحمیو او بې عدالتيو سیوری، او د ژغورنې د يوه هوښيار، زړور او با پيغامه محبوب سياسي غورځنګ د پاکې ارادې او مقدس تفکر تشه ده. که داسې نه واې نو دا ښاغلي به نن د ((جبهه ملی افغانستان)) پر ځای د ((توبه ملی افغانستان)) په سټيج ولاړ وای او زموږ له معصوم ولس به یې د هرې توې کړې وينې د څاڅکي، څاڅکي، د هر اختلاس او لوټ کړی شتمنی د پيسې، پیسې، د هر  رواج کړی تعصب او کرکې د عذاب دلحظې، لحظې او دهرې کړی جفا او هر ضايع کړي فرصت د شيبې، شېبې بښنه غوښته، زموږ په نوی سياسي سپیدو کې به ورته خپلې څيرې بدرنګه ښکاريدې او خپل خير به یې د ځانونو د راڅرګندولو په ځای له عامو نظرونو نه په پټولو کې ليد.
موږ په داسې حال کې چې د نوموړې جبهې جوړيدل د رسوا لوبغاړو له يوې بلې رسوا لوبې پرته بل شی نه بولو، د کايناتو رب ته د عاجزی لاسونه پورته کوو چې زموږ د ګران وطن ځوان نسل ته دهغې ورځې د راوستو په لوري د فکر، تدبير او ارادې ځواک ورکړي چې د خپل سوځيدلي وطن او محروم قوم تقدير د نامردو، بې رحمو او بدکفايته وګړو او کړيو له لوبو او يرغمل وژغوري.
امين